Read اول سموئیل Chapter 10 Online
Read اول سموئیل Chapter 10 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of اول سموئیل in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of اول سموئیل and the Holy Bible online.
Choose a Chapter
اول سموئیل 10
فصل 10
1. نو سموئیل د زیتونو د تېلو بوتل راواخیست او د شائول په سر یې تېل توی کړل، هغه یې ښکل کړ او ویې ویل: <ته څښتن د خپل قوم اسراییلو د مشر په توګه وټاکلې. ته به د هغه په خلکو پادشاهي کوې او د ټولو ګېرچاپېره دښمنانو نه به یې وژغورې. دا هغه نښه ده چې ته څښتن غوره کړی یې چې د هغه د خلکو پادشاه شې:
2. نن کله چې ته لاړ شې نو د بنیامین په سیمه یعنې په صلصح کې به د راحیل د قبر تر څنګه د دوه سړیو سره مخامخ شې. هغوی به تاته ووایي: هغه خرې چې ته د هغو د لټولو دپاره تللی وې پیدا شوې دي، اوس ستا پلار د خرو خبره پریښې ده او ستاسو دپاره اندېښنه کوي. هغه وایي: د خپل زوی په باره کې څه وکړم؟
3. بیا به له هغه ځایه لاړ شې ترڅو هغه غټې د څېړۍ ونې ته چې په تابور کې دی ورسېږې. هلته به د دریو سړیو سره مخامخ شې چې خدای ته د عبادت کولو دپاره بیت ئیل ته روان دي. د یو سره به درې سېرلي، د بل سره درې ډوډۍ او د دریم سره به د شرابو ژی وي.
4. هغوی به تاته سلام ووایي او تاته به دوه ډوډۍ درکړي، ته باید هغه قبولې کړې.
5. وروسته له هغې به په جبعه کې د خدای د عبادت غونډۍ ته لاړ شې چې هلته د فلسطینیانو پوځي پوسته ده. د ښار په دروازه کې به ته د نبیانو له یوې ډلې سره مخامخ شې چې د غونډۍ څخه راکوزیږي. نبیان به په جذبه کې نبوت کوي او نور خلک به د هغوی په وړاندې رڅپرکی، چمبه او شپېلۍ غږوي.
6. د څښتن روح به ناڅاپه په تا باندې نازل شي او ته به په ګډه د نبیانو سره نبوت کوې. ته به هغه شان نه یې لکه څنګه چې مخکښې وې.
7. هرکله چې دې دغه نښې ولیدلې هرڅه چې ته یې ښه ګڼې هغه وکړه، ځکه چې خدای ستا سره دی.
8. زما څخه مخکې جلجال ته لاړ شه. زه به درشم چې سوزېدونکې او د سلامتۍ نذرانې وړاندې کړم. مګر ته باید اووه ورځې هلته انتظار وباسې ترڅو زه راشم او تاته ووایم چې څه وکړې.>
9. څنګه چې شائول د سموئیل څخه رخصت شو، خدای د شائول شخصیت بدل کړ. هغه ټولې نښې په هماغه ورځ پوره شوې.
10. کله چې شائول او د هغه نوکر جبعې ته ورسېدل، شائول د نبیانو د یوې ډلې سره مخامخ شو. د خدای روح ناڅاپه په هغه باندې نازل شو او د هغوی سره یې یوځای په نبوت پیل وکړ.
11. هغو خلکو چې هغه یې له پخوا څخه پېژانده ویې لیدل چې هغه نبوت کوي. یو د بل څخه یې پوښتنه وکړه: <د قیس په زوی شائول باندې څه وشول؟ آیا شائول هم د نبیانو څخه دی؟>
12. د هغه ځای یو اوسېدونکي پوښتنه وکړه: <د دې نورو نبیانو په هکله څه وایئ، ستاسو په فکر د هغوی پلرونه څوک دي؟> نو دا یو متل شو: <آیا شائول هم د نبیانو څخه دی؟>
13. وروسته له دې چې شائول نبوت پای ته ورساوه هغه د عبادت ځای ته وخوت.
14. څه موده وروسته چې د شائول کاکا هغه او د هغه نوکر ولیدل د هغوی څخه یې پوښتنه وکړه: <تاسو چېرې وئ؟>شائول ځواب ورکړ: <خرې مو لټولې خو چې کله هغه مو پیدا نه کړې، نو سموئیل ته ورغلو.>
15. د شائول کاکا پوښتنه وکړه: <هغه تاسو ته څه وویل؟>
16. شائول ځواب ورکړ: <سموئیل مونږ ډاډه کړو چې خرې پیدا شوې دي.> مګر شائول هغه څه چې سموئیل د ده د پادشاه کېدو په اړه ویلي وو خپل کاکا ته څه ونه ویل.
17. سموئیل د اسراییلو قوم په مصفې کې د څښتن حضور ته راغونډ کړ
18. او ورته ویې ویل: <د اسراییلو څښتن خدای داسې وایي: ما تاسو د مصر څخه راوویستلئ او تاسو مې د مصریانو او د ټولو هغو قومونو څخه وژغورلئ چې په تاسو باندې یې ظلم کاوه.
19. مګر تاسو نن خپل خدای چې تاسو یې د ټولو مصیبتونو او سختیو څخه ژغورلي یاست، ردوئ او ورته وایئ چې مونږ ته پادشاه راکړه چې په مونږ باندې حکومت وکړي. ډېر ښه، نو اوس د خپلو قبیلو او خېلونو سره د څښتن په مخکې حاضر شئ.>
20. کله چې سموئیل د اسراییلو ټولې قبیلې د څښتن حضور ته راټولې کړې، د بنیامین قبیله یې د پچې په ذریعه غوره کړه.
21. بیا هغه د بنیامین قبیله د هغې د خېلونو سره وړاندې راوستله او د مطري خېل وټاکل شو. په پای کې د قیس زوی شائول غوره کړای شو، خو کله چې هغوی شائول ولټاوه هغه پیدا نه شو.
22. هغوی د څښتن څخه پوښتنه وکړه: <آیا هغه سړی تر اوسه دلته راغلی دی؟>څښتن وویل: <هو، هغه خپل ځان د بارونو په منځ کې پټ کړی دی.>
23. نو دوی په منډه لاړل، هغه یې راوست او څنګه چې هغه د خلکو په منځ کې ودرېد نو قد یې د یو سر په اندازه د نورو څخه لوړ ؤ.
24. سموئیل ټول قوم ته وویل: <دا هغه سړی دی چې څښتن غوره کړی دی، زمونږ په منځ کې د هغه په شان هیڅوک نشته.>خلکو چیغې کړې: <ژوندی دې وي پادشاه!>
25. سموئیل قوم ته د پادشاهۍ حقوق او فرایض بیان کړل. هغه یې په سند کې ولیکل او سند یې د عبادت په ځای کې کېښود. وروسته یې هر یو خپل کور ته رخصت کړ.
26. شائول هم خپل کور ته چې په جبعه کې ؤ لاړ او د هغه سره ځینې زړور سړي چې خدای د هغوی زړونه بدل کړي وو لاړل.
27. مګر ځینو بېکاره خلکو وویل: <دغه سړی به څنګه مونږ وژغوري؟> هغوی شائول ته په سپکه سترګه وکتل او هغه ته یې سوغاتونه رانه وړل، مګر شائول غلی پاتې شو.
About اول سموئیل Chapter 10
Read اول سموئیل Chapter 10 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of اول سموئیل in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.
Book Information
Book: اول سموئیل
Chapter: 10
Testament: Old Testament
How to Read this Chapter
Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading اول سموئیل. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.
More Resources
Continue Reading the Bible
Continue reading اول سموئیل Chapter 10 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.
Frequently Asked Questions
What is اول سموئیل Chapter 10?
اول سموئیل Chapter 10 is part of the Book of اول سموئیل in the Holy Bible.
Can I read this chapter online?
Yes. You can read the complete اول سموئیل Chapter 10 online for free with easy chapter navigation.
More Chapters from اول-سموئیل
- اول سموئیل Chapter 26
- اول سموئیل Chapter 6
- اول سموئیل Chapter 24
- اول سموئیل Chapter 19
- اول سموئیل Chapter 13
- اول سموئیل Chapter 4
- اول سموئیل Chapter 3
Explore More from زوړ عهد
- زبور Chapter 98
- زبور Chapter 73
- شمېر Chapter 1
- قاضیان Chapter 7
- دانیال Chapter 1
- شمېر Chapter 34
- دوهم سموئیل Chapter 2