Read اول سموئیل Chapter 26 Online
Read اول سموئیل Chapter 26 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of اول سموئیل in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of اول سموئیل and the Holy Bible online.
Choose a Chapter
اول سموئیل 26
فصل 26
1. بیا د زیف خلک شائول ته چې په جبعې کې اوسېده لاړل او هغه ته یې وویل: <داود د حخیله په غره کې چې د یهودا دښتې ته مخامخ دی پټ شوی دی.>
2. نو شائول د اسراییلو د درې زره غوره شویو عسکرو سره د داود د لټولو دپاره د زیف دښتې ته لاړ.
3. شائول د حخیله په غره کې چې دښتې ته مخامخ په لاره کې دی خپلې خېمې ودرولې، مګر داود په دښته کې پاتې شو. کله چې هغه خبر شو چې شائول د هغه د لټولو دپاره راغلی دی،
4. هغه جاسوسان واستول او پوه شو چې شائول په رښتیا رارسېدلی دی.
5. داود سمدستي هغه ځای ته روان شو چې شائول په کې خپلې خېمې ودرولې وې. نو داود هغه ځای ولید چې شائول او د هغه د لښکرو قوماندان ابنیر د نیر زوی په کې ویده وو. د شائول نفر د ده په شاوخوا کې پراته وو او شائول د هغوی په منځ کې پروت ؤ.
6. نو داود د حیتي اخیملک او د یوآب د ورور ابیشای څخه (د دوی مور زرویه وه) پوښتنه وکړه: <ستاسو دواړو څخه به کوم یو زما سره د شائول قرارګاه ته ننوزي؟>ابیشای ځواب ورکړ: <زه درسره ځم.>
7. بیا د شپې په وخت داود او ابیشای د شائول قرارګاه ته ورغلل او ویې لیدل چی شائول د هغې په منځ کې ویده دی او نېزه یې خپل سرته نژدې په ځمکه کې ټومبلې ده. ابنیر او عسکر د هغه په شاوخوا کې ویده وو.
8. ابیشای داود ته وویل: <نن شپه خدای ستا دښمن ستا په لاس کې درکړی دی. اوس اجازه راکړه چې هغه په یو ګوزار د هغه په خپله نېزه د ځمکې سره مېخ کړم او دوهم ګوزار به پرې ونه کړم.>
9. مګر داود ابیشای ته وویل: <هغه له منځه مه وړه! څښتن به په یقین سره هغه چاته سزا ورکړي چې د هغه غوره شوي پادشاه ته زیان ورسوي.>
10. داود زیاته کړه: <په ژوندي څښتن قسم، هغه ورځ به راشي چې څښتن شائول ووژني. یا په خپل اجل مړ شي او یا په جګړه کې ووژل شي.
11. څښتن دې داسې نه کړي چې زه دې هغه چاته د زیان رسولو هڅه وکړم چې څښتن پادشاه کړی دی! اوس هغه نېزه او د اوبو کوزه چې د ده سرته ایښې دي راواخله او ځه چې لاړ شو.>
12. نو داود نېزه او د اوبو کوزه چې د شائول سرته ایښې وې راواخیستلې او هغه او ابیشای لاړل. هیچا ونه لیدل او پوه نه شول چې څه پېښ شول او هیڅوک راویښ نه شو. هغوی ټول ویده وو، ځکه چې څښتن په هغو ټولو باندې دروند خوب راوستی ؤ.
13. بیا داود د درې بلې خواته تېر شو او د غونډۍ په سر باندې ودرېد. د دوی ترمنځ زیاته فاصله وه.
14. داود ابنیر او د شائول لښکرو ته نارې ووهلې: <ای ابنیره! ته زما اواز اورې؟>ابنیر ځواب ورکړ: <ته څوک یې چې نارې وهې او پادشاه راپاڅوې؟>
15. داود ځواب ورکړ: <ای ابنیره! په اسراییلو کې ستا په شان تکړه سړی څوک شته؟ نو بیا ولې د خپل بادار یعنې پادشاه ساتنه نه کوې؟ همدا اوس یو څوک قرارګاه ته ننوتی ؤ چې ستا بادار ووژني.
16. ای ابنیره! ته په خپله وظیفه کې ناکام شوې، زه د ژوندي څښتن په نوم قسم خورم چې تاسو ټول د مرګ وړ یئ، ځکه چې تاسو د خپل بادار چې څښتن هغه پادشاه کړی دی ساتنه نه ده کړې. وګوره! چېرته ده د پادشاه نېزه؟ چېرته ده د اوبو هغه کوزه چې د هغه سرته ایښې وه؟>
17. شائول د داود اواز وپېژانده او ویې ویل: <ای زما زویه داوده، آیا دا ستا اواز دی؟>داود ځواب ورکړ: <هو، اعلیحضرته! دا زما اواز دی.>
18. او هغه زیاته کړه: <ای باداره، تاسو ولې خپل نوکر تعقیبوئ؟ ما څه کړي دي؟ کوم جرم مې کړی دی؟
19. ای اعلیحضرته، زما خبرې واورئ، که چېرې داسې وي چې څښتن تاسو زما په ضد لمسولی یئ، نو یوه نذرانه دې قبوله کړي. مګر که چېرې دا د ځینو خلکو کار وي، نو د څښتن لعنت دې په هغوی باندې نازل شي. ځکه چې هغوی زه د څښتن د وطن څخه چېرته چې زما کور ؤ بل هېواد ته وشړلم. یعنې دا چې هغوی ما مجبوروي چې د پردیو خدایانو عبادت وکړم.
20. اوس مه پرېږدئ چې د څښتن د حضور څخه لېرې په پردۍ خاوره کې ووژل شم. د اسراییلو پادشاه د څه دپاره راوزي چې زما په شان یوه ورږه ووژني؟ هغه ولې لکه د یوې زرکې په شان ما لټوي؟>
21. شائول ځواب ورکړ: <ما خطا کړې ده! بېرته راشه، ای زما زویه داوده! په دې خاطر چې نن شپه دې زه ژوندی پرېښودم، زه به بیا هیڅکله تاته زیان ونه رسوم. زما رفتار احمقانه ؤ! ما ډېره لویه غلطي کړې ده.>
22. داود ځواب ورکړ: <ای اعلیحضرته! ستاسو نېزه دلته ده، ستاسو د سړیو څخه دې یو نفر راشي او هغه دې واخلي.
23. څښتن هر هغه چاته اجر ورکوي چې نېک او وفادار وي. هغه نن ته ماته په لاس راکړی وې مګر ما ونه غوښتل هغه چاته زیان ورسوم چې څښتن د پادشاه په توګه غوره کړی دی.
24. لکه څنګه چې نن ما ستا ژوند وژغوره، نو څښتن دې هم زما ژوند وژغوري او ما دې د ټولو مصیبتونو څخه خلاص کړي.>
25. نو شائول داود ته وویل: <ای زما زویه داوده! خدای دې تاته برکت درکړي، ته به مهم کارونه وکړې او په هغو کې به بریالی یې.> نو داود په خپله لاره لاړ او شائول خپل کور ته ستون شو.
About اول سموئیل Chapter 26
Read اول سموئیل Chapter 26 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of اول سموئیل in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.
Book Information
Book: اول سموئیل
Chapter: 26
Testament: Old Testament
How to Read this Chapter
Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading اول سموئیل. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.
More Resources
Continue Reading the Bible
Continue reading اول سموئیل Chapter 26 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.
Frequently Asked Questions
What is اول سموئیل Chapter 26?
اول سموئیل Chapter 26 is part of the Book of اول سموئیل in the Holy Bible.
Can I read this chapter online?
Yes. You can read the complete اول سموئیل Chapter 26 online for free with easy chapter navigation.
More Chapters from اول-سموئیل
- اول سموئیل Chapter 10
- اول سموئیل Chapter 6
- اول سموئیل Chapter 24
- اول سموئیل Chapter 17
- اول سموئیل Chapter 13
- اول سموئیل Chapter 4
- اول سموئیل Chapter 3
Explore More from زوړ عهد
- دوهم تواریخ Chapter 14
- حزقیال Chapter 26
- زبور Chapter 114
- دوهم تواریخ Chapter 20
- پیدایښت Chapter 40
- اول پادشاهان Chapter 6
- شمېر Chapter 22