Read اول سموئیل Chapter 11 Online
Read اول سموئیل Chapter 11 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of اول سموئیل in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of اول سموئیل and the Holy Bible online.
Choose a Chapter
اول سموئیل 11
فصل 11
1. په دې وخت کې د عمون پادشاه ناحاش روان شو او د یابیش ښار یې چې په جلعاد کې ؤ محاصره کړ. د یابیش خلکو ناحاش ته وویل: <زمونږ سره یو تړون وکړه، مونږ به تا د خپل مشر په توګه ومنو.>
2. ناحاش په ځواب کې وویل: <زه به تاسو سره په یو شرط د سولې تړون وکړم، چې ستاسو د هر یو ښۍ سترګه وباسم ترڅو د ټولو اسراییلو دپاره د رسوایۍ سبب شي.>
3. د یابیش سپین ږیرو وویل: <مونږ ته اووه ورځې وخت راکړه چې مونږ ټولو اسراییلو ته استازي ولېږو. که چېرې هیچا مونږ ونه ژغورلو نو بیا به مونږ تاسو ته تسلیم شو.>
4. کله چې استازي جبعې ته ورسېدل چېرته چې شائول اوسېده، خلکو ته یې خبر ورکړ او هغوی په لوړ اواز سره وژړل.
5. په دغه وخت کې شائول د خپلو غوایانو شاته د پټي څخه راغی، هغه پوښتنه وکړه: <څه پېښ شوي دي؟ دا خلک ولې ژاړي؟> نو هغوی د یابیش د استازو خبره ورته بیان کړه.
6. کله چې شائول د هغوی خبرې واورېدلې، د خدای روح ناڅاپه په هغه باندې نازل شو او هغه ډېر زیات په قهر شو.
7. هغه یوه جوړه غوایان ووژل، هغه یې ټوټې، ټوټې کړل او د استازو په وسیله یې ټولو اسراییلو ته واستول او اخطار یې ورکړ: <هر هغه څوک چې د شائول او سموئیل پسې جګړې ته لاړ نه شي، نو د هغوی د غوایانو سره به همداسې عمل وشي.>په دې وخت کې په قوم باندې د څښتن وېره پرېوته او هغوی ټول سره یوځای راغلل.
8. کله چې شائول هغوی په بازق کې سره راغونډ کړل، د اسراییلو د خلکو شمېر درې لکه او د یهودیانو شمېر دېرش زره تنه وو.
9. دوی هغو استازو ته چې د یابیش څخه راغلي وو وویل: <خپلو خلکو ته ووایئ چې تاسو به سبا له غرمې څخه مخکې وژغورل شئ.> کله چې د یابیش خلکو پیغام تر لاسه کړ هغوی ډېر خوشاله شول.
10. نو عمونیانو ته یې وویل: <سبا به مونږ تاسو ته تسلیم شو، څه چې ستاسو خوښه وي زمونږ سره یې وکړئ.>
11. په هماغه شپه شائول خپل خلک په درې ډلو باندې ووېشل، د سباوون په وخت کې یې د عمونیانو په کمپ باندې حمله وکړه او د ورځې تر غرمې پورې یې هغوی ووژل. هغه عمونیان چې ژوندي پاتې شوي وو داسې خواره واره شول، چې د هغوی دوه نفره هم سره یوځای پاتې نه شول.
12. وروسته بیا د اسراییلو خلکو سموئیل ته وویل: <هغه خلک څوک وو چې ویل یې چې شائول باید زمونږ پادشاه نه شي؟ هغوی مونږ ته راوسپارئ چې ویې وژنو!>
13. مګر شائول وویل: <نن به هیڅوک نه وژل کیږي، ځکه چې دا هغه ورځ ده چې څښتن اسراییل ژغورلي دي.>
14. نو سموئیل خلکو ته وویل: <راشئ چې ټول جلجال ته لاړ شو او یو ځل بیا شائول د خپل پادشاه په توګه اعلان کړو.>
15. بیا ټول قوم جلجال ته لاړ او د څښتن په حضور کې یې شائول د خپل پادشاه په توګه اعلان کړ. په هغه ځای کې دوی څښتن ته د سولې نذرانې قرباني کړې او شائول او د اسراییلو ټولو خلکو یو لوی جشن ونیوه.
About اول سموئیل Chapter 11
Read اول سموئیل Chapter 11 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of اول سموئیل in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.
Book Information
Book: اول سموئیل
Chapter: 11
Testament: Old Testament
How to Read this Chapter
Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading اول سموئیل. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.
More Resources
Continue Reading the Bible
Continue reading اول سموئیل Chapter 11 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.
Frequently Asked Questions
What is اول سموئیل Chapter 11?
اول سموئیل Chapter 11 is part of the Book of اول سموئیل in the Holy Bible.
Can I read this chapter online?
Yes. You can read the complete اول سموئیل Chapter 11 online for free with easy chapter navigation.
More Chapters from اول-سموئیل
- اول سموئیل Chapter 26
- اول سموئیل Chapter 10
- اول سموئیل Chapter 6
- اول سموئیل Chapter 24
- اول سموئیل Chapter 19
- اول سموئیل Chapter 13
- اول سموئیل Chapter 4
Explore More from زوړ عهد
- متلونه Chapter 24
- پیدایښت Chapter 2
- پیدایښت Chapter 17
- تثنیه Chapter 6
- ارمیا Chapter 2
- اشعیا Chapter 30
- ارمیا Chapter 10