Read دوهم سموئیل Chapter 16 Online
Read دوهم سموئیل Chapter 16 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of دوهم سموئیل in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of دوهم سموئیل and the Holy Bible online.
Choose a Chapter
دوهم سموئیل 16
فصل 16
1. کله چې داود د غره د سر څخه لږ څه تېر شو، د مفیبوشت د خدمتګار صیبا سره مخامخ شو. هغه په دوو خرو باندې دوه سوه ډوډۍ، د ممیزو سل کلچې، د اوړي د مېوو سل موټي او د شرابو ډک ژی بار کړي وو.
2. پادشاه د صیبا څخه پوښتنه وکړه: <دا دې ولې راوړي دي؟>صیبا ځواب ورکړ: <خره د پادشاه د کورنۍ دپاره دي، چې ورباندې سپاره شي. ډوډۍ او مېوې د نفرو د خوړلو دپاره دي. شراب د هغو نفرو دپاره دي چې په دښته کې ستومانه شوي دي.>
3. پادشاه بیا پوښتنه کړه: <ستا د بادار شائول لمسی مفیبوشت چېرې دی؟>صیبا هغه ته وویل: <هغه په اورشلیم کې پاتې دی، ځکه چې هغه فکر کوي چې اسراییلیان به نن ورځ زما د نیکه شائول پادشاهي بېرته ماته راکوي.>
4. پادشاه صیبا ته وویل: <هرڅه چې د مفیبوشت وو اوس هغه ستا دي.>صیبا ځواب ورکړ: <اعلیحضرته! زه د ستاسو په وړاندې د درناوي په خاطر ټیټېږم. تاسو دې تل زما څخه خوشاله اوسئ.>
5. څنګه چې داود پادشاه بحوریم ته ورسېد، د شائول د خېلخانې څخه د جیرا زوی شمعي له هغه ځای څخه د هغه لیدلو ته راووت. څنګه چې هغه راروان ؤ ښکنځلې یې کولې.
6. که څه هم ټول لښکر او خاص ساتونکي د داود څخه ګردچاپېر ولاړ وو، هغه داود او د هغه ټول درباریان په تیږو باندې ویشتل.
7. شمعي هغه ته ښکنځلې وکړې، ویې ویل: <ورک شه! ورک شه! ای قاتله! ای رذیله!
8. تا د شائول څخه پادشاهي واخیستله او اوس څښتن د شائول د کورنۍ د ډېرو خلکو د قتلولو په خاطر ستا څخه بدل اخلي. څښتن ستا زوی ابشالوم ته پادشاهي ورکړه او ته له منځه تللی یې، ځکه چې ته قاتل یې!>
9. نو د زرویه زوی ابیشای پادشاه ته وویل: <اعلیحضرته! تاسو ولې دې مړ سپي ته اجازه ورکوئ چې تاسو ته ښکنځل وکړي؟ پرېږدئ چې ورشم او سر یې پرې کړم!>
10. پادشاه ابیشای او د هغه ورور یوآب ته وویل: <زه ستاسو په شان نه یم. که هغه ماته د څښتن په وینا ښکنځلې کوي نو څوک دا حق لري چې پوښتنه وکړي، ولې هغه داسې کوي؟>
11. بیا داود ابیشای او خپلو ټولو درباریانو ته وویل: <زما خپل زوی هڅه کوي چې ما ووژني، نو تاسو ولې دې بنیامیني ته حیران یئ؟ نو هغه پرېږدئ چې ښکنځلې وکړي، ځکه چې څښتن ورته ویلي دي.
12. کېدای شي چې څښتن زما مصیبت وویني او د هغو ښکنځلو په بدل کې چې نن ماته وشوې راسره نېکي وکړي.>
13. نو داود او د هغه سړي خپل تګ ته دوام ورکړ. په هغه وخت کې شمعي هم د هغوی سره موازي او برابر د نژدې غره په څنګ کې روان ؤ. هغه ښکنځلې کولې، داود یې په تیږو باندې ویشت او خاورې یې ورباندې شیندلې.
14. پادشاه د خپلو ټولو نفرو سره د اردن د سیند ګودر ته ورسېد او هلته یې استراحت وکړ.
15. ابشالوم او هغه اسراییلیان چې د هغه سره وو، اورشلیم ته ورننوتل او اخیتوفل هم د هغوی سره ؤ.
16. کله چې د داود اعتباري ملګري حوشای ابشالوم ولید، هغه چیغې ووهلې: <ژوندی دې وي پادشاه! ژوندی دې وي پادشاه!>
17. ابشالوم د هغه څخه پوښتنه وکړه: <ستا په وفادارۍ باندې څه وشو چې د خپل ملګري داود سره دې درلودله؟ ولې د هغه سره لاړ نه شوې؟>
18. حوشای ځواب ورکړ: <نه، داسې نه شي کېدای، زه به د هغه چا ملاتړ کوم او زه به د هغه سره اوسم چې د څښتن او د دې قوم او ټولو اسراییلیانو له خوا غوره شوی دی.
19. برسېره پردې، زه چې د خپل بادار د زوی خدمت ونه کړم نو د چا خدمت وکړم؟ لکه څنګه چې مې ستاسو د پلار خدمت کاوه نو اوس به ستاسو خدمت کوم.>
20. نو ابشالوم اخیتوفل ته وویل: <مونږ ته مشوره راکړه چې څه باید وکړو.>
21. اخیتوفل ځواب ورکړ: <لاړ شه او د خپل پلار د وینځو سره چې د ماڼۍ د ساتلو دپاره یې پریښې دي څمله. نو ټول اسراییل به پوه شي چې ستا پلار تاته د خپل دښمن په شان ګوري او ستا ملاتړي به ډېر زیات زړور شي.>
22. نو هغوی ابشالوم ته د ماڼۍ په بام باندې خېمه ودروله او ابشالوم د ټولو اسراییلیانو په مخ کې هغې ته ورننوت او د خپل پلار د وینځو سره څملاست.
23. په هغو ورځو کې هره مشوره چې اخیتوفل ابشالوم ته ورکوله، هغه به هم د خپل پلار داود په شان هغه قبلوله، ځکه د هغو دواړو په نظر کې دا مشورې دومره عاقلانه وې چې ګواکې د خدای کلام دی.
About دوهم سموئیل Chapter 16
Read دوهم سموئیل Chapter 16 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of دوهم سموئیل in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.
Book Information
Book: دوهم سموئیل
Chapter: 16
Testament: Old Testament
How to Read this Chapter
Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading دوهم سموئیل. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.
More Resources
Continue Reading the Bible
Continue reading دوهم سموئیل Chapter 16 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.
Frequently Asked Questions
What is دوهم سموئیل Chapter 16?
دوهم سموئیل Chapter 16 is part of the Book of دوهم سموئیل in the Holy Bible.
Can I read this chapter online?
Yes. You can read the complete دوهم سموئیل Chapter 16 online for free with easy chapter navigation.
More Chapters from دوهم-سموئیل
- دوهم سموئیل Chapter 15
- دوهم سموئیل Chapter 8
- دوهم سموئیل Chapter 6
- دوهم سموئیل Chapter 20
- دوهم سموئیل Chapter 1
- دوهم سموئیل Chapter 19
- دوهم سموئیل Chapter 11
Explore More from زوړ عهد
- اول پادشاهان Chapter 14
- زبور Chapter 11
- متلونه Chapter 17
- متلونه Chapter 25
- یونس Chapter 2
- شمېر Chapter 19
- شمېر Chapter 2