اول سموئیل Chapter 19

For English

Read اول سموئیل Chapter 19 Online

Read اول سموئیل Chapter 19 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of اول سموئیل in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of اول سموئیل and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

اول سموئیل 19

فصل 19

1. شائول خپل زوی یوناتان او خپلو ټولو درباریانو ته وویل چې داود ووژني، مګر داود په یوناتان باندې ډېر ګران ؤ

2. او هغه ته یې خبرداری ورکړ: <زما پلار شائول غواړي چې تا ووژني. سبا سهار په خپل ځان باندې پام کوه، په یو ځای کې پټ شه او هلته پاتې شه.

3. زه به ووزم او په هغه پټي کې چې ته هلته پټ یې د خپل پلار سره به ودرېږم. زه به د هغه سره ستا په باره کې خبرې وکړم او هرڅه چې ما معلوم کړل تا به خبر کړم.>

4. په بل سهار یوناتان شائول ته د داود هغه ښه کارونه ور په یاد کړل چې د هغه دپاره یې کړي وو. بیا هغه وویل: <ته ولې غواړې چې داود سره بد وکړې؟ هغه خو ستا سره هیڅ بد نه دي کړي.

5. کله چې هغه جلیات واژه خپل ژوند یې په خطر کې اچولی ؤ او څښتن اسراییلو ته لوی بری ورکړ. کله چې تا دا بری ولید خوشاله شوې. نو ولې اوس غواړې چې د یو بې ګناه انسان په وینو لاس ولړې او داود بې سببه ووژنې؟>

6. شائول د یوناتان په خبرو باندې قانع شو او د څښتن په نوم یې قسم وخوړ چې هغه به داود نه وژني.

7. نو یوناتان داود راوغوښت او هغه ته یې د ټولو خبرو اترو بیان وکړ. داود یې شائول ته راوست او هغه د پخوا په شان د شائول خدمت کاوه.

8. یو ځل بیا د فلسطنیانو سره جګړه شروع شوه، داود په هغوی باندې حمله وکړه او هغوی ته یې داسې پوره ماتې ورکړه چې وتښتېدل.

9. یوه ورځ شائول په خپل کور کې ناست ؤ او نېزه یې په لاس کې وه چې د څښتن له خوا ورباندې بده ارواح نازله شوه. په دې وخت کې داود رڅپرکی غږاوه.

10. شائول هڅه وکړه چې په خپله نېزه باندې هغه د دېوال سره مېخ کړي، مګر داود د هغه څخه خپل ځان بچ کړ او نېزه په دېوال کې ننوتله. په دې شپه داود په منډه وتښتېد.

11. شائول د داود کور ته نفر ولېږل چې د هغه څارنه وکړي او سهار یې ووژني. مګر د داود ښځې میکال هغه ته خبر ورکړ: <که چېرې نن شپه ونه تښتې نو سبا به هغوی تا ووژني.>

12. نو میکال داود د کړکۍ له لارې کوز کړ او هغه په منډه وتښتېد.

13. وروسته هغې کورنی بت راواخیست، د داود په کټ باندې یې څملاوه، د وزو ویښتان یې د بت په سر باندې کېښودل او بړستن یې ورباندې واچوله.

14. کله چې شائول نفر ولېږل چې داود ونیسي میکال هغوی ته وویل: <هغه ناروغ دی.>

15. مګر شائول هغوی بېرته ولېږل چې داود وګوري، هغوی ته یې حکم وکړ: <هغه په خپل کټ کې راوړئ چې ویې وژنم.>

16. مګر کله چې هغه خلک ورننوتل، وې لیدل چې په کټ کې بت ؤ او په سر باندې یې د وزو ویښتان وو.

17. شائول د میکال څخه پوښتنه وکړه: <ولې دې زه داسې وغولولم او زما دښمن دې پرېښود چې وتښتي؟>میکال په ځواب کې ورته وویل: <داود ماته وویل: پرېږده چې وتښتم که نه، نو زه به تا ووژنم.>

18. په دې توګه داود وتښتېد، خپل ځان یې سموئیل ته چې په رامې کې ؤ ورساوه او هغه څه چې شائول ورسره کړي وو هغه ته یې بیان کړل. بیا هغه او سموئیل نایوت ته لاړل او هلته پاتې شول.

19. شائول ته خبر ورسېد چې داود د رامې په نایوت کې دی.

20. نو هغه نفر ولېږل چې داود ونیسي، مګر کله چې دوی ولیدل چې د نبیانو یوه ډله د سموئیل تر مشرۍ لاندې نبوت کوي د خدای روح د شائول په نفرو باندې نازل شو او دوی هم په نبوت پیل وکړ.

21. شائول ته په دې اړه خبر ورسېد او هغه نور نفر ولېږل او دوی هم نبوت وکړ. د دریم ځل دپاره شائول نفر ولېږل او دوی هم نبوت وکړ.

22. آخر هغه په خپله رامې ته روان شو او کله چې هغه لویې څاه ته چې په سیخوه کې وه ورغی پوښتنه یې وکړه: <سموئیل او داود چېرته دي؟> هغه ته خبر ورکړای شو چې هغوی د رامې په نایوت کې دي.

23. څنګه چې هغه نایوت ته روان ؤ، د خدای روح په هغه باندې هم نازل شو او په تللو کې یې نبوت کاوه ترڅو چې هلته ورسېد.

24. هغه خپل کالي وویستل او د سموئیل په مخ کې یې نبوت کاوه، هغه ټوله ورځ او ټوله شپه لوڅ پرېوت. له دې کبله خلک وایي: <آیا شائول هم د نبیانو څخه دی؟>

About اول سموئیل Chapter 19

Read اول سموئیل Chapter 19 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of اول سموئیل in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: اول سموئیل
Chapter: 19
Testament: Old Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading اول سموئیل. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading اول سموئیل Chapter 19 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is اول سموئیل Chapter 19?

اول سموئیل Chapter 19 is part of the Book of اول سموئیل in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete اول سموئیل Chapter 19 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from اول-سموئیل

  1. اول سموئیل Chapter 26
  2. اول سموئیل Chapter 10
  3. اول سموئیل Chapter 6
  4. اول سموئیل Chapter 24
  5. اول سموئیل Chapter 17
  6. اول سموئیل Chapter 13
  7. اول سموئیل Chapter 4

Explore More from زوړ عهد

  1. دوهم تواریخ Chapter 30
  2. زبور Chapter 143
  3. اول تواریخ Chapter 26
  4. حزقیال Chapter 24
  5. اشعیا Chapter 31
  6. حزقیال Chapter 18
  7. عزرا Chapter 1

Related Chapters & Readings

  1. لوقا Chapter 15
  2. اعمال رسولان Chapter 19
  3. لاویان Chapter 7
  4. متی Chapter 17
  5. ایوب Chapter 3
  6. زبور Chapter 66
  7. اشعیا Chapter 62
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *