اول سموئیل Chapter 31

For English

Read اول سموئیل Chapter 31 Online

Read اول سموئیل Chapter 31 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of اول سموئیل in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of اول سموئیل and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

اول سموئیل 31

فصل 31

1. فلسطینیانو د جلبوع په غره کې د اسراییلو سره جنګ وکړ. په هغه ځای کې ډېر اسراییلیان ووژل شول او پاتې یې چې په هغو کې شائول پادشاه او د هغه زامن هم شامل وو وتښتېدل.

2. مګر فلسطینیانو هغوی ډېر سخت تعقیب کړل او د شائول درې زامن، یوناتان، ابیناداب او ملکیشوع یې ووژل.

3. د شائول شاوخوا جګړه ډېره سخته شوه او کله چې غشي ویشتونکي هغه ته ورسېدل نو هغه یې ډېر سخت ټپي کړ.

4. شائول خپل عسکر ته چې د هغه وسله یې انتقالوله وویل: <خپله توره راوباسه او ما ووژنه، ترڅو دا کافر فلسطینیان راباندې نه ملنډې ووهي، نه مې په عذاب کړي او نه مې ووژني.> مګر هغه ځوان د دې کار څخه ډېر ووېرېد. نو شائول خپله توره راواخیستله او ځان یې ورباندې وغورزاوه.

5. کله چې هغه ځوان ولیدل چې شائول مړ شوی دی، نو هغه هم په خپلې تورې باندې ځان وغورزاوه او د شائول سره یوځای مړ شو.

6. نو په دې ډول شائول، د هغه درې زامن، هغه ځوان عسکر او د هغه ټول جنګیالي په هغه ورځ یوځای سره مړه شول.

7. کله چې د یزرعیل د درې د بلې خوا او د اردن د سیند د ختیځې خوا اسراییلیانو واورېدل چې د اسراییلو لښکر تښتېدلی دی او دا چې شائول او د هغه زامن وژل شوي دي، دوی خپل ښارونه پرېښودل او وتښتېدل. نو فلسطینیان راغلل او په دغو ښارونو کې ځای په ځای شول.

8. د جنګ څخه یوه ورځ وروسته فلسطینیان د مړو د لوټ کولو دپاره ورغلل، نو هغوی د شائول او د هغه د درې زامنو مړي پیدا کړل چې د جلبوع په غره کې پراته وو.

9. دوی د شائول سر پرې کړ، د هغه څخه یې زغرې وویستلې او د فلسطین ټول هېواد ته یې استازي ولېږل چې دا زېری په خپلو بتخانو او خپلو خلکو په منځ کې خپور کړي.

10. دوی د شائول وسلې د عشتاروت په بتخانه کې کېښودلې او د هغه مړی یې د بیت‎ شان په دېوال باندې مېخ کړ.

11. کله چې په جلعاد کې د یابیش د ښار خلکو د هغه څه په باره کې چې فلسطینیانو په شائول باندې کړي وو، واورېدل،

12. د هغوی ترټولو زړور سړي ووتل او ټوله شپه یې بیت شان ته سفر وکړ. هغوی د شائول او د هغه د زامنو مړي د دېوال څخه راکوز کړل، یابیش ته یې راوړل او هلته یې وسوزول.

13. وروسته بیا هغوی د دوی هډوکي راواخیستل، هغه یې په ښار کې د غز د ونې لاندې ښخ کړل او د اوو ورځو دپاره یې روژه ونیوله.

About اول سموئیل Chapter 31

Read اول سموئیل Chapter 31 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of اول سموئیل in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: اول سموئیل
Chapter: 31
Testament: Old Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading اول سموئیل. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading اول سموئیل Chapter 31 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is اول سموئیل Chapter 31?

اول سموئیل Chapter 31 is part of the Book of اول سموئیل in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete اول سموئیل Chapter 31 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from اول-سموئیل

  1. اول سموئیل Chapter 10
  2. اول سموئیل Chapter 26
  3. اول سموئیل Chapter 6
  4. اول سموئیل Chapter 24
  5. اول سموئیل Chapter 17
  6. اول سموئیل Chapter 13
  7. اول سموئیل Chapter 4

Explore More from زوړ عهد

  1. اول سموئیل Chapter 6
  2. ارمیا Chapter 7
  3. اشعیا Chapter 63
  4. واعظ Chapter 12
  5. پیدایښت Chapter 13
  6. اول تواریخ Chapter 20
  7. متلونه Chapter 17

Related Chapters & Readings

  1. حزقیال Chapter 11
  2. عاموس Chapter 5
  3. غلاطیانو ته Chapter 4
  4. پیدایښت Chapter 13
  5. اول پادشاهان Chapter 1
  6. میکاه Chapter 7
  7. لاویان Chapter 9
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *