اول سموئیل Chapter 24

For English

Read اول سموئیل Chapter 24 Online

Read اول سموئیل Chapter 24 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of اول سموئیل in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of اول سموئیل and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

اول سموئیل 24

فصل 24

1. کله چې شائول د فلسطینیانو سره د جنګ کولو څخه وروسته راستون شو، هغه خبر شو چې داود د عین جدي په دښته کې دی.

2. شائول په اسراییلو کې د ډېرو ښو عسکرو څخه درې زره نفره واخیستل او لاړ چې د غرنۍ وزو ګټونو ته نژدې داود او د هغه سړي ولټوي.

3. هغه په لاره کې د پسونو د پنډېدلو ځای ته نژدې یوې سمڅې ته ورغی او لاړ چې خپل حاجت رفع کړي. دا هماغه سمڅه وه چې داود او د هغه سړي په کې په اخرنۍ څنډه کې پټ شوي وو.

4. د داود سړیو هغه ته وویل: <دا ستا دپاره یو فرصت دی! څښتن تاته ویلي وو چې هغه به ستا دښمن ستا په لاس تسلیم کړي او هرڅه چې غواړې د هغه سره یې وکړې.> داود غلی لاړ او بې له دې چې شائول پوه شي د هغه د چپنې څخه یې یوه ټوټه غوڅه کړه.

5. وروسته بیا د داود وجدان نا ارامه شو، ځکه چې یې د هغه د چپنې ټوټه غوڅه کړې وه.

6. هغه خپلو نفرو ته وویل: <څښتن دې ما له دې څخه وساتي چې خپل بادار ته چې څښتن هغه د پادشاه په توګه غوره کړی دی زیان ورسوم! زه باید هغه ته ډېر لږ زیان هم ونه رسوم، ځکه چې هغه د څښتن له خوا غوره شوی پادشاه دی.>

7. په دې خبرو داود خپل سړي ورټل او هغوی یې پرېنښودل چې په شائول باندې حمله وکړي. شائول سمڅه پرېښودله او په خپله لاره لاړ.

8. داود هم د سمڅې څخه راووت او شائول ته یې غږ کړ: <اعلیحضرته! زما باداره!> کله چې شائول شاته وکتل، داود د درناوي په خاطر خپل ځان ځمکې ته ټیټ کړ.

9. هغه شائول ته وویل: <ولې د خلکو خبرې اورئ چې وایي: پام کوه، داود غواړي چې تاته ضرر ورسوي؟

10. تاسو په خپله ولیدل چې همدا اوس په دې سمڅه کې څښتن ماته په لاس راکړئ. زما ځینو نفرو زه تشویق کړم چې تاسو ووژنم، مګر ما درباندې رحم وکړ. هغوی ته مې وویل: زه به هیڅکله خپل بادار ته زیان ونه رسوم، ځکه چې څښتن هغه غوره کړی دی چې پادشاه شي.

11. وګوره، ای زما پلاره، زما په لاس کې څه شی دی! لیدلی شې چې دا ستا د چپنې یوه ټوټه ده. ما کولی شول چې تا ووژنم، مګر د هغې په ځای مې یوازې ستا چپنه غوڅه کړه. یقین وکړه چې زه ستا په ضد د یاغي توب یا تاته د زیان رسولو په فکر کې نه یم. ما ستا سره غلطي نه ده کړې، مګر ته زما د وژلو په لټه کې یې.

12. څښتن دې قضاوت وکړي چې زمونږ څخه کوم یو ملامت دی! څښتن دې ستا څخه د هغو بدو کارونو بدله واخلي چې زما سره دې کړي دي، خو سره له دې به زه ډېر کم زیان هم تاته در ونه رسوم.

13. لکه چې پخوانی متل دی: بد کارونه یوازې د بدو خلکو په وسیله ترسره کیږي، نو زه به تاته زیان ونه رسوم.

14. د اسراییلو پادشاه د چا په ضد وتلی دی؟ تاسو څوک تعقیبوئ؟ مړ سپی؟ یا ورږه؟

15. څښتن به قضاوت کوي او هغه به دا پرېکړه کوي چې زمونږ څخه کوم یو ملامت دی. هغه دې دا موضوع وڅېړي، زما دفاع دې وکړي او ستا د لاس څخه دې ما وژغوري.>

16. کله چې داود خپلې خبرې خلاصې کړې، شائول پوښتنه وکړه: <آیا په رښتیا سره دا ته یې، ای داوده زما زویه؟> او په لوړ اواز یې په ژړا پیل وکړ.

17. شائول زیاته کړه: <ته زما څخه زیات نېک یې. تا زما سره ښه رویه، مګر ما ستا سره بده رویه کړې ده.

18. تا نن وښودله چې زما سره دې ښېګڼه وکړه، ځکه سره له دې چې څښتن زه تاته تسلیم کړم مګر تا ونه وژلم.

19. کله چې یو نفر خپل دښمن پیدا کړي آیا هغه به بې له زیان رسولو پرېږدي؟ د هغې رویې په سبب چې نن دې زما سره وکړه څښتن دې تاته اجر درکړي.

20. اوس زه په دې باندې یقین لرم چې ته به پادشاه شې او ستا پادشاهي به په اسراییلو باندې ټینګه شي.

21. مګر زما سره د څښتن په نوم قسم وخوره چې زما اولاده به نه وژنې او زما نوم به زما د پلار د کورنۍ څخه له منځه نه وړې.>

22. نو داود د شائول دپاره قسم وخوړ. وروسته له هغه شائول خپل کور ته ستون شو، مګر داود او د هغه سړي خپل محفوظ ځای ته لاړل.

About اول سموئیل Chapter 24

Read اول سموئیل Chapter 24 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of اول سموئیل in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: اول سموئیل
Chapter: 24
Testament: Old Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading اول سموئیل. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading اول سموئیل Chapter 24 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is اول سموئیل Chapter 24?

اول سموئیل Chapter 24 is part of the Book of اول سموئیل in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete اول سموئیل Chapter 24 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from اول-سموئیل

  1. اول سموئیل Chapter 26
  2. اول سموئیل Chapter 10
  3. اول سموئیل Chapter 6
  4. اول سموئیل Chapter 13
  5. اول سموئیل Chapter 4
  6. اول سموئیل Chapter 3
  7. اول سموئیل Chapter 19

Explore More from زوړ عهد

  1. قاضیان Chapter 20
  2. زبور Chapter 16
  3. شمېر Chapter 9
  4. پیدایښت Chapter 4
  5. زبور Chapter 133
  6. اول پادشاهان Chapter 20
  7. حزقیال Chapter 41

Related Chapters & Readings

  1. اعمال رسولان Chapter 15
  2. زبور Chapter 79
  3. لوقا Chapter 22
  4. نحمیا Chapter 4
  5. متلونه Chapter 13
  6. اول سموئیل Chapter 23
  7. زکریا Chapter 8
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *