Read ایوب Chapter 24 Online
Read ایوب Chapter 24 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of ایوب in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of ایوب and the Holy Bible online.
Choose a Chapter
ایوب 24
فصل 24
1. قادر خُدائ د عدالت دپاره وخت ولې نۀ مقرروى؟ او د خُدائ پاک منونکى دا ولې نۀ ګورى چې هغه د ګناهګارانو عدالت کوى؟
2. بدعمله کسان د حد د پولې کاڼى لرې کوى، هغوئ څاروى پټ کړى او د خپلو رَمو سره يې څروى.
3. هغوئ د يتيم خر بوځى، او هغوئ د کونډې غوَيے په ضمانت کښې بوځى.
4. هغوئ ضرورتمند د سړک نه ديکه کوى، او غريبانان دې ته مجبوروى چې ځان پټ کړى.
5. غريبانان لکه د ځنګلى خرونو په شان په صحرا کښې خوراک لټوى، هغوئ د خپلو بچو دپاره په بل ځائ کښې خوراک نۀ شى پېدا کولے.
6. هغوئ پردے پټے رېبى او هغوئ د بدعمله خلقو د انګورو په باغونو کښې پاتې شوى انګور راټولوى.
7. په يخنۍ کښې هغوئ ټوله شپه بربنډ پراتۀ وى، او په ځان اچولو دپاره ورسره هيڅ هم نۀ وى.
8. هغوئ په غرونو کښې په بارانونو سره لامدۀ وى، او په کاڼو کښې پناه اخلى.
9. بدعمله خلق د کونډې ماشوم د تى نه په زور لرې کوى، او د غريب ماشوم په ضمانت کښې يوسى.
10. غريبانان د جامو نه بغېر بربنډ ګرځى، او په نهَرو کولمو د خلقو رېبلے شوى ګېډى اوړى،
11. د زيتُونو د ونو نه تېل وباسى خو د څَکلو اجازت ورته نۀ وى، هغوئ انګور نچوړوى خو په خپله تږى وى.
12. چې څوک مرى د هغوئ فريادونه په ښار کښې اورېدے شى، او مالدار خلق چې غريبانانو سره کوم ظلم زياتے کوى نو خُدائ پاک ورته هيڅ توجو نۀ ورکوى.
13. هلته هغه څوک دى کوم چې د رڼا خِلاف بغاوت کوى، او هغوئ د دې روښانه لارې نه خبر نۀ دى نو ځکه هغوئ بېلارې شى.
14. قاتِل سحر وختى راپاڅى چې غريب او ضرورتمند ووژنى، او په تيارۀ کښې غلا کوى.
15. زناکار هم د تيارې په اِنتظار کښې وى، خيال يې دا وى چې د هيچا به په ما باندې نظر نۀ وى، او هغه مخ پټوى چې څوک مې ونۀ پېژنى.
16. د شپې په وخت کښې غلۀ د کورونو کنډرې کوى، او د ورځې خوبونه کوى، او رڼا ته نۀ راوځى.
17. ځکه چې توره شپه د هغوئ دپاره سحر دے، او هغوئ د تورې تيارې د يرې سره عادت دى.
18. هغوئ د اوبو په سر د زګ په شان فانى وى، د هغوئ په زمکه لعنت وئيلے شوے دے نو په دې وجه خلق د انګورو باغونو ته نۀ ځى.
19. قبر ګناه ګار داسې غېبوى لکه چې اوچ کالى او ګرمى واوره غېبوى.
20. د هغوئ خپله مور به هغوئ هېر کړى، او چينجو ته به هغوئ خواږۀ ښکاره شى، او نور به څوک هغوئ نۀ يادوى، نو بدعمله خلق داسې راپرېوځى لکه چې په طوفان کښې ونه راپرېوځى.
21. هغوئ د بېاولاده مور سره ټګى کوى، او د کونډې سره ښۀ نۀ کوى.
22. خو خُدائ پاک طاقتور خلق د خپل قوت سره برباد کړى، کېدے شى چې هغوئ د لږ وخت دپاره کامياب شى خو د هغوئ ژوند څۀ اعتبارى نۀ وى.
23. کېدے شى چې هغه ورله امن ورکړى چې په حِفاظت سره ژوند تېروى، خو هغوئ د خُدائ پاک د نظر لاندې وى.
24. د لږ وخت دپاره بدعمله مالداره وى، خو هغوئ بيا د واښو په شان اوچ شى، هغوئ د فصل د سرونو په شان پرې کړے شى.
25. کۀ داسې نۀ وى نو څوک به ما دروغژن ثابت کړى، او چې ښکاره کړى چې زۀ څۀ وايم نو هغه تشې خبرې دى؟“
About ایوب Chapter 24
Read ایوب Chapter 24 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of ایوب in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.
Book Information
Book: ایوب
Chapter: 24
Testament: Old Testament
How to Read this Chapter
Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading ایوب. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.
More Resources
Continue Reading the Bible
Continue reading ایوب Chapter 24 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.
Frequently Asked Questions
What is ایوب Chapter 24?
ایوب Chapter 24 is part of the Book of ایوب in the Holy Bible.
Can I read this chapter online?
Yes. You can read the complete ایوب Chapter 24 online for free with easy chapter navigation.
More Chapters from ایوب
- ایوب Chapter 8
- ایوب Chapter 41
- ایوب Chapter 25
- ایوب Chapter 39
- ایوب Chapter 30
- ایوب Chapter 19
- ایوب Chapter 11
Explore More from زوړ عهد
- دوهم سموئیل Chapter 22
- حزقیال Chapter 44
- ایوب Chapter 36
- اول پادشاهان Chapter 20
- شمېر Chapter 21
- حزقیال Chapter 35
- زبور Chapter 15