اول سموئیل Chapter 3

For English

Read اول سموئیل Chapter 3 Online

Read اول سموئیل Chapter 3 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of اول سموئیل in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of اول سموئیل and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

A+ A A-

اول سموئیل 3

فصل 3

1. په هغو ورځو کې چې سموئیل د عیلي تر لارښودنې لاندې د څښتن خدمت کاوه د څښتن له طرفه پیغامونه او رویاګانې ډېرې لږې وې.

2. یوه شپه عیلي چې سترګې یې ډېرې کمزورې شوې وې او په سختۍ سره یې لیدلی شول په خپل ځای کې ویده ؤ.

3. څراغ لا مړ شوی نه ؤ خو سموئیل د خدای په کور کې ویده ؤ او هلته د خدای د لوظ سپېڅلی صندوق ایښودل شوی ؤ.

4. په دغه وخت کې څښتن غږ وکړ: <سموئیله! سموئیله!>سموئیل ځواب ورکړ: <زه دلته یم.>

5. هغه عیلي ته ورمنډه کړه او ویې ویل: <تا ماته غږ وکړ، زه دلته یم.>مګر عیلي ځواب ورکړ: <ما غږ نه دی کړی، بېرته لاړ شه او څمله.> نو هغه لاړ او څملاست.

6. څښتن بیا ورباندې غږ وکړ: <ای سموئیله!> او سموئیل راپاڅېده، عیلي ته ورغی او ویې ویل: <تا ماته غږ وکړ، زه دلته یم.>عیلي وویل: <ای زما زویه، ما تاته غږ نه دی کړی، بېرته لاړ شه او څمله.>

7. سموئیل لا تر دې وخته پورې څښتن نه پېژنده یعنې د څښتن پیغام ورته نه ؤ رسېدلی.

8. څښتن د دریم ځل دپاره په سموئیل باندې غږ وکړ. سموئیل پاڅېد، عیلي ته ورغی او ویې ویل: <تا ماته غږ وکړ، زه دلته یم.>نو بیا عیلي پوه شو چې څښتن په هلک باندې غږ کوي.

9. نو بیا عیلي سموئیل ته وویل: <لاړ شه، څمله او که چېرې هغه غږ وکړ ووایه: خبره وکړه ای څښتنه، ځکه ستا غلام یې اوري.> نو سموئیل لاړ او په خپل ځای کې څملاست.

10. څښتن راغی، ودرېد او د مخکې په شان یې غږ وکړ: <ای سموئیله! ای سموئیله!>سموئیل وویل: <خبره وکړه ځکه چې ستا غلام یې اوري.>

11. څښتن هغه ته وویل: <زه به اوس د اسراییلو په قوم باندې داسې کار وکړم چې هغه به ډېر هیبتناکه وي او هرڅوک یې چې واوري هغه به هک حیران شي.

12. زه به هغه ټولې خبرې چې د عیلي د کورنۍ په ضد مې کړې دي د اول نه تر اخره پورې سرته ورسوم.

13. ما پخوا هغه ته ویلي وو چې زه به تر ابده پورې د هغه کورنۍ ته سزا ورکوم په دې خاطر چې زامنو یې زما په ضد کفر ویلی دی. عیلي پوهېده چې هغوی دا کار کوي خو د هغوی مخنیوی یې نه کاوه.

14. له دې کبله د عیلي د کورنۍ دپاره مې قسم خوړلی چې د هغه د کورنۍ ګناه به هیڅکله د قربانۍ او یا نذرانو په ورکولو سره لېرې نه شي.>

15. سموئیل تر سبا پورې پروت ؤ او بیا هغه پاڅېده او د څښتن د کور دروازې یې خلاصې کړې. هغه ووېرېده چې عیلي ته د خپلې رویا په باره کې ووایي.

16. مګر عیلي په هغه باندې غږ وکړ او ویې ویل: <ای سموئیله! زما زویه!>سموئیل ځواب ورکړ: <زه دلته یم.>

17. عیلي پوښتنه وکړه: <څښتن تاته څه وویل؟ زما څخه یې مه پټوه، که چېرې هغه څه چې خدای تاته ویلي دي ماته ونه وایې نو خدای دې تاته سخته سزا درکړي.>

18. نو سموئیل هغه ته هرڅه وویل، د هغه څخه یې هیڅ شی پټ نه کړ. عیلي وویل: <هغه څښتن دی. هرڅه چې د هغه په نظر کې ښه ښکاري هغه دې وکړي.>

19. سموئیل لوئیده او څښتن د هغه سره ؤ. هرڅه وړاندوینه به یې چې کوله هغه رښتیا کېدله.

20. ټول اسراییلیان د دان څخه په شمال کې او تر بئرشبع په جنوب کې په دې پوه شول چې سموئیل په رښتیا سره د څښتن نبي شو.

21. څښتن به په شیلوه کې سموئیل ته ځان ښکاره کاوه او خپل پیغام به یې ورته رساوه.

About اول سموئیل Chapter 3

Read اول سموئیل Chapter 3 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of اول سموئیل in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: اول سموئیل
Chapter: 3
Testament: Old Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading اول سموئیل. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading اول سموئیل Chapter 3 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is اول سموئیل Chapter 3?

اول سموئیل Chapter 3 is part of the Book of اول سموئیل in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete اول سموئیل Chapter 3 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from اول-سموئیل

  1. اول سموئیل Chapter 26
  2. اول سموئیل Chapter 10
  3. اول سموئیل Chapter 6
  4. اول سموئیل Chapter 24
  5. اول سموئیل Chapter 19
  6. اول سموئیل Chapter 17
  7. اول سموئیل Chapter 13

Explore More from زوړ عهد

  1. یشوع Chapter 21
  2. اول پادشاهان Chapter 20
  3. اول سموئیل Chapter 23
  4. اول سموئیل Chapter 25
  5. یشوع Chapter 7
  6. اول سموئیل Chapter 10
  7. غزل غزلونه Chapter 3

Related Chapters & Readings

  1. رومیانو ته Chapter 15
  2. متلونه Chapter 15
  3. اول یوحنا Chapter 2
  4. زبور Chapter 144
  5. خروج Chapter 2
  6. واعظ Chapter 2
  7. شمېر Chapter 11
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *