اول سموئیل Chapter 21

For English

Read اول سموئیل Chapter 21 Online

Read اول سموئیل Chapter 21 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of اول سموئیل in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of اول سموئیل and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

اول سموئیل 21

فصل 21

1. داود اخیملک کاهن ته چې په نوب کې ؤ ورغی. اخیملک په لړزېدلو سره د هغه هرکلي ته راووت او پوښتنه یې ورڅخه وکړه: <ولې یوازې راغلی یې او څوک درسره نشته؟>

2. داود په ځواب کې وویل: <پادشاه ماته یو کار راسپارلی دی او راته ویلي یې دي چې هیڅ څوک باید ستا د دندې په هکله پوه نه شي. ما خپلو سړیو ته ویلي دي چې ما سره دې په یوه ټاکلي ځای کې وګوري.

3. نو اوس ستا سره څه شته؟ پنځه دانې ډوډۍ یا کوم بل څه که لرې ماته یې راکړه.>

4. مګر کاهن هغه ته په ځواب کې وویل: <زما سره عادي ډوډۍ نشته، خو بیاهم یو څه مقدسه ډوډۍ شته. تاسو کولی شئ چې هغه وخورئ خو په دې شرط چې ستاسو سړي په دې نژدې وختو کې ښځو ته نژدې شوي نه وي.>

5. داود ځواب ورکړ: <بېشکه چې مونږ ښځو ته نه یو نژدې شوي. کله چې مونږ په دنده کې یو، زه هیڅکله خپلو سړیو ته اجازه نه ورکوم چې داسې کار وکړي. هغوی باید حتیٰ په عادي وظیفو کې خپل ځانونه پاک وساتي او نن خو مونږ په یوه خاصه وظیفه کې یو.>

6. نو کاهن هغه مقدسه ډوډۍ چې خدای ته نذرانه کېدله داود ته ورکړه. هلته بل ډول ډوډۍ نه وه. په منظمه توګه به یې دغه ډوډۍ د خدای له حضور څخه لېرې کوله او د هغې په ځای به یې توده ډوډۍ کېښودله.

7. داسې وشوه چې دواغ ادومی د شائول د شپنو مشر په هماغه ورځ هلته ؤ، ځکه چې د پاکوالۍ مراسم یې په ځای کول.

8. داود اخیملک ته وویل: <آیا ستا سره توره یا نېزه شته چې ماته یې راکړې؟ د پادشاه حکم زه مجبور کړم ترڅو په داسې بیړه لاړ شم چې ما دومره وخت پیدا نه کړ چې خپله توره یا کومه بله وسله راواخلم.>

9. اخیملک ځواب ورکړ: <ما سره د فلسطیني جلیات توره شته، هغه چې تا د ایله په دره کې وواژه. هغه توره ما په یوه ټوکر کې نغښتې ده او هغه د کاهن د مقدس پېشبند شاته ده، که چېرې غواړې نو وایې خله. دلته بې له دې تورې بله نشته.> داود وویل: <هغه ماته راکړه، دا ترټولو ډېره ښه توره ده.>

10. نو داود په هماغه ورځ لاړ، د شائول څخه وتښتېد او د جت پادشاه آخیش ته یې ځان ورساوه.

11. مګر د آخیش درباریانو هغه ته وویل: <آیا دا داود، د خپل هېواد پادشاه نه دی؟ دا هغه سړی دی چې د هغه په باره کې به ښځو د ګډا کولو په وخت کې دا سندرې ویلې: شائول زرګونه وژلي دي، خو داود یو په لس د هغه نه زیات وژلي دي.>

12. د هغوی خبرو په داود باندې ډېر تاثیر وکړ او د آخیش پادشاه څخه ډېر زیات ووېرېده.

13. نو کله چې داود د هغوی سره ؤ، هغه خپل ځان په لېونتوب وواهه. کله چې هغوی هڅه وکړه چې دی ونیسي نو هغه د لېوني په شان عمل کاوه. هغه به په دروازو باندې کرښې ایستلې او په خپله ږیره باندې به یې لاړې تویولې.

14. نو آخیش خپلو درباریانو ته وویل: <ګورئ! دا سړی لېونی دی! هغه مو ولې ماته راوستی دی؟

15. آیا کم لېونیان لرم؟ ولې دې بل هم راوست چې خپل د لېونتوب په حرکتونو سره ما وځوروي؟ زه نه غواړم چې هغه زما ماڼۍ ته راننوځي.>

About اول سموئیل Chapter 21

Read اول سموئیل Chapter 21 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of اول سموئیل in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: اول سموئیل
Chapter: 21
Testament: Old Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading اول سموئیل. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading اول سموئیل Chapter 21 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is اول سموئیل Chapter 21?

اول سموئیل Chapter 21 is part of the Book of اول سموئیل in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete اول سموئیل Chapter 21 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from اول-سموئیل

  1. اول سموئیل Chapter 26
  2. اول سموئیل Chapter 10
  3. اول سموئیل Chapter 6
  4. اول سموئیل Chapter 24
  5. اول سموئیل Chapter 19
  6. اول سموئیل Chapter 13
  7. اول سموئیل Chapter 4

Explore More from زوړ عهد

  1. پیدایښت Chapter 4
  2. پیدایښت Chapter 7
  3. تثنیه Chapter 4
  4. زبور Chapter 93
  5. زبور Chapter 113
  6. متلونه Chapter 7
  7. ارمیا Chapter 50

Related Chapters & Readings

  1. اول پطروس Chapter 1
  2. عبرانیانو ته Chapter 2
  3. ارمیا Chapter 30
  4. اشعیا Chapter 8
  5. حزقیال Chapter 33
  6. لوقا Chapter 17
  7. حزقیال Chapter 34
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *