Read ایوب Chapter 20 Online
Read ایوب Chapter 20 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of ایوب in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of ایوب and the Holy Bible online.
Choose a Chapter
ایوب 20
فصل 20
1. بيا ضوفر نعماتى ورته ووئيل،
2. ”زما زړۀ وائى چې جواب درکړم، ځکه چې ستا خبرو زۀ خفه کړے يم.
3. تا چې څۀ وفرمائيل هغه زما بېعزتى ده، او زما زړۀ ما ته وائى چې جواب درکړم.
4. تا ته د ډېر وخت نه د دې پته ده، د هغه وخت نه چې کله بنى آدم په زمکه پېدا شوے وو،
5. د بدعمله کس کاميابى لنډه وى، او د خُدائ پاک نه منکرو خلقو خوشحالى د لږ وخت دپاره وى.
6. کۀ هغوئ د آسمانونو پورې هم اوچت شوى وى، او د هغوئ سرونه وريځو ته رسېدلى وى،
7. هغوئ به د خپلو متيازو په شان د تل دپاره ختم شى، چا چې هغوئ ليدلى وى نو هغوئ به ووائى چې څۀ شول؟
8. هغوئ به د يو خوب په شان تېر شى او ورک به شى، هغوئ به د شپې د خوب په شان فنا شى.
9. کومو خلقو چې هغوئ ليدلى وى نو هغه به يې نور ونۀ ګورى، او چې چرته اوسېدل نو د هغه ځائ خلق به يې ياد نۀ کړى.
10. د هغوئ د اولاد نه به هغه مال دولت واپس لاړ شى، چې کوم يې د غريبانانو نه اخستے وى.
11. هغوئ به په ځوانۍ کښې مړۀ شى او په خاورو کښې به ښخ شى.
12. په بدعملۍ کښې خوند وى، او د دې خوند تر ډېر وخته پورې وى.
13. او د خوږ څيز په شان يې په خولۀ کښې د ډېر وخت پورې ساتى،
14. خو ناګهانه د هغوئ خوراک په خېټه کښې تريخ شى، او د دې نه دننه زهر جوړ شى.
15. هغوئ مال دولت تېر کړى خو بيا يې اولټۍ کړى، خُدائ پاک د هغوئ دولت د هغوئ د خېټې نه واپس راوغورزوى.
16. هغوئ به د مارانو زهر وخورى، او زهرژن مار به هغوئ ووژنى.
17. هغوئ به سيندونه ونۀ ګورى، هغه نِهرونه چې شات او پئ په کښې بهيږى.
18. د هغوئ ناجائزه ګټه به د هغوئ نه واپس وځى، او په مال دولت باندې به خوشحالى ونۀ کړى،
19. ځکه چې هغوئ غريبانان وهلى دى او نهر يې پرېښى دى، او د هغوئ کورونه يې قبضه کړى دى کوم چې هغوئ نۀ دى جوړ کړى.
20. د هغوئ د حرص ختمېدل نشته، چې په څۀ خوشحاليږى نو د هغې نه به ورسره هيڅ پاتې نۀ شى.
21. هغوئ چې څۀ خورى نو د هغې نه هيڅ نۀ پاتې کيږى، نو په دې وجه د هغوئ مالدارى ختميږى.
22. کله چې هغوئ ښۀ کامياب وى، نو د غم چپې به په هغوئ باندې راشى.
23. چې کله هغوئ خپلې خېټې ډکې کړى نو خُدائ پاک دې په هغوئ باندې سخت قهر راولى، او دا قهر دې په هغوئ لکه د ږلۍ راوريږى.
24. هغوئ به د اوسپنې د وسلې نه تښتى، خو د زېړو په غشى به هغوئ ولګى.
25. هغه غشے د هغوئ د ملا نه وويستلے شى، او دا غشے په وينه سور وى، يره به په هغوئ باندې راشى.
26. د هغوئ خزانه به په تکه توره تيارۀ کښې پټه شى، يو داسې اور به هغوئ تباه کړى چې هيچا بل کړے نۀ وى، او د هغوئ په کور کښې پاتې هر څۀ به تباه شى.
27. آسمانونه به د هغوئ ګناه ښکاره کړى، او زمکه به د هغوئ خِلاف ګواهى ورکوى.
28. يو سېلاب به د هغۀ کور يوسى، د خُدائ پاک قهر به په هغوئ سېلاب راولى.
29. دا د خُدائ پاک د طرف نه د بدعمله کسانو اَنجام دے، دا د هغوئ هغه ميراث دے چې د خُدائ پاک د طرف نه يې فېصله شوې ده.“
About ایوب Chapter 20
Read ایوب Chapter 20 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of ایوب in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.
Book Information
Book: ایوب
Chapter: 20
Testament: Old Testament
How to Read this Chapter
Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading ایوب. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.
More Resources
Continue Reading the Bible
Continue reading ایوب Chapter 20 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.
Frequently Asked Questions
What is ایوب Chapter 20?
ایوب Chapter 20 is part of the Book of ایوب in the Holy Bible.
Can I read this chapter online?
Yes. You can read the complete ایوب Chapter 20 online for free with easy chapter navigation.
More Chapters from ایوب
- ایوب Chapter 8
- ایوب Chapter 41
- ایوب Chapter 19
- ایوب Chapter 25
- ایوب Chapter 11
- ایوب Chapter 1
- ایوب Chapter 39
Explore More from زوړ عهد
- متلونه Chapter 26
- زبور Chapter 143
- روت Chapter 4
- تثنیه Chapter 13
- خروج Chapter 37
- شمېر Chapter 28
- ارمیا Chapter 47