هوشع Chapter 13

For English

Read هوشع Chapter 13 Online

Read هوشع Chapter 13 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of هوشع in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of هوشع and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

هوشع 13

فصل 13

1. ستاسو مشرانو به چې کله هم خبرې کولې نو ټول اِسرائيليان به ريږدېدل، کۀ څۀ هم چې دوئ اهم خلق وُو بلکې بعل ته په عبادت کولو سره يې ګناه وکړه او په دې کولو سره هغوئ خپله تباهى يقينى کړه.

2. اوس هغوئ ګناه کولو کښې اضافه کوى او خپلو ځانونو دپاره د سپينو زرو نه بُتان جوړوى. بيا چې انسان د خپلو لاسونو مهارت سره کوم بُتان جوړ کړى وُو نو هم هغه بُتانو ته وائى چې، ”دې ته قربانۍ پېش کړئ. او دا د سخى بُت ښکل کړئ.“

3. نو ځکه دا خلق به د سحر د دُهند په شان عارضى وى او د سحر په نمر کښې د زر ختمېدونکې پرخې په شان وى. هغوئ به د هغه بوسو په شان وى چې هوا يې د درمند نه وړى، هغوئ به د انګيټۍ د لوږى په شان وى.

4. خو زۀ مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يم، چا چې تاسو د مِصر نه راوويستلئ. زما نه بغېر بل خُدائ مۀ منئ ځکه چې زما نه بغېر بل خلاصونکے نشته.

5. ما په صحرا کښې ستاسو خيال ساتلے دے په هغه اوچ بيابان کښې چرته چې هيڅ اوبۀ نۀ وې.

6. خو کله چې تاسو په خېټه ښۀ ماړۀ شوئ نو تاسو مغروره شوئ او زۀ مو هېر کړم.

7. نو زۀ به اوس په تاسو باندې لکه د ازمرى په شان حمله وکړم. د پړانګ په شان به زۀ تاسو ته په لار کښې پټ ناست يم.

8. زۀ به په تاسو باندې لکه د هغه مېلو په شان حمله وکړم چې بچى ترېنه پټ کړے شوى وى او ستاسو سينه به وشلوم. لکه د ازمرى به مو لواړ تېر کړم او لکه د يو ځنګلى ځناور به مو ټوټې ټوټې کړم.

9. اے بنى اِسرائيله، زۀ تاسو تباه کوم، ځکه چې تاسو زما خلاف يئ، نو څوک به ستاسو مدد کوى؟

10. اوس ستا بادشاه چرته دے چې هغه ستا ټولو ښارونو ته راشى او تا بچ کړى؟ او ستا هغه مشران چرته دى چې تا به غوښتل، او وئيل به دې چې ما له بادشاه او آفسران راکړه.

11. ما په خپله غصه کښې تاسو له بادشاهان درکړى دى او په قهر کښې مې درنه اخستى دى.

12. د بنى اِسرائيلو ګناهونه او جرمونه ليکلے شوى دى او د حساب دپاره دا محفوظ پراتۀ دى.

13. د ماشوم د پېدا کېدو درد شروع شوے دے خو هغه ماشوم ناپوهه دے، او نۀ غواړى چې د مور د خېټې نه راوځى.

14. زۀ ولې فديه ورکړم او هغوئ د عالِم ارواح نه آزاد کړم؟ زۀ هغوئ د مرګ د پنجې نه ولې خلاص کړم؟ اے مرګه، ستا د طاقت هغه لشه څۀ شوه؟ اے عالمِ ارواح ستا بربادى څۀ شوه؟ هغې نه کار واخله ځکه چې زۀ به رحم نۀ کوم.

15. کۀ څۀ هم بنى اِسرائيل د لوخو د پاڼو په شان راشنۀ کيږى، نو زۀ به نمرخاتۀ طرف نه يوه ګرمه هوا راولېږم او هغه هوا به د هغوئ کوهى او چينې اوچې کړى. دا به د ځان سره ټول قيمتى څيزونه يوسى.

16. سامريه به د خپل قصور سزا برداشت کوى، ځکه چې هغې زما خِلاف سرکشۍ کړې ده. د سامريه خلق به په جنګ کښې مړۀ شى، د هغوئ ماشومان به په زمکه راوغورزولے شى او د هغوئ د اُميدوارو ښځو خېټې به وڅيرلے شى.

About هوشع Chapter 13

Read هوشع Chapter 13 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of هوشع in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: هوشع
Chapter: 13
Testament: Old Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading هوشع. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading هوشع Chapter 13 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is هوشع Chapter 13?

هوشع Chapter 13 is part of the Book of هوشع in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete هوشع Chapter 13 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from زوړ عهد

  1. ارمیا Chapter 12
  2. ارمیا Chapter 21
  3. اول پادشاهان Chapter 5
  4. لاویان Chapter 10
  5. زبور Chapter 22
  6. لاویان Chapter 8
  7. اول پادشاهان Chapter 21

Explore More from هوشع

  1. هوشع Chapter 3
  2. هوشع Chapter 1
  3. هوشع Chapter 13
  4. هوشَع Chapter 7
  5. هوشَع Chapter 3
  6. هوشَع Chapter 8
  7. هوشَع Chapter 6

Related Chapters & Readings

  1. ایوب Chapter 5
  2. تثنیه Chapter 23
  3. زبور Chapter 62
  4. قاضیان Chapter 8
  5. زبور Chapter 2
  6. لاویان Chapter 20
  7. ارمیا Chapter 29
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *