Read مکاشفه Chapter 11 Online
Read مکاشفه Chapter 11 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of مکاشفه in the New Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of مکاشفه and the Holy Bible online.
Choose a Chapter
مکاشفه 11
فصل 11
1. بیا یې ماته د اندازه کولو یو لرګی راکړ او راته ویې ویل: «لاړ شه او د خدای د کور او د قربانۍ د ځای اندازه واخله او عبادت کوونکي وشمېره.
2. خو د خدای د کور باندېنۍ حوېلۍ مه اندازه کوه. هغه پرېږده، ځکه چې هغه بې ایمانه خلکو ته ورکړل شوې ده او هغوی به دا سپېڅلی ښار تر دوه څلوېښتو میاشتو پورې تر پښو لاندې کړي.
3. زه به خپلو دوه شاهدانو ته چې د ویر کالي یې اغوستي دي، واک او اختیار ورکړم او هغوی به د یو زرو دوه سوه شپېتو ورځو په موده کې د خدای پیغام خلکو ته رسوي.»
4. دا دوه شاهدان د زیتون دوه ونې او دوه څراغدانونه دي چې د ځمکې د خاوند په حضور کې ولاړ دي.
5. که څوک وغواړي هغوی ته زیان ورسوي، نو د هغوی د خولې نه به اور راووځي او خپل دښمنان به وسوځوي. په دې ډول هرڅوک چې وغواړي هغوی ته زیان ورسوي، وژل کیږي.
6. هغوی دا واک او اختیار لري چې اسمان بند کړي ترڅو په هغه وخت کې چې هغوی د خدای پیغام خلکو ته رسوي، باران ونه شي. همدارنګه هغوی دا واک او اختیار لري چې اوبه په وینو بدلې کړي او هر وخت چې وغواړي په ځمکه باندې هر ډول بلا راولي.
7. کله چې هغوی خپله شاهدي ورکول سرته ورسوي، نو هغه ځناور چې د بې پایه کندې څخه راوځي، هغه به د هغوی سره جنګ وکړي او هغوی ته به ماتې ورکړي او وبه یې وژني.
8. د هغوی مړي به د هماغه لوی ښار کې چې د هغوی څښتن په کې په صلیب باندې ځړول شوی ؤ، په کوڅو کې پراته وي. دا ښار په روحاني توګه د سدوم او مصر په نوم یادیږي.
9. تر درې نیمو ورځو پورې به د هر قوم، هرې قبیلې، هرې ژبې او هر ملت خلک د هغوی مړو ته ګوري او هېچا ته به اجازه نه ورکول کیږي چې هغوی ښخ کړي.
10. د ځمکې په مخ ټول خلک به هغوی پورې خاندي، خوشحالي به کوي، جشن به نیسي او یو بل ته به سوغاتونه ورکوي، ځکه چې دغو دواړو پیغمبرانو هغوی ډېر په عذاب کړي وو.
11. خو د درې نیمو ورځو نه وروسته خدای په هغوی کې د ژوندون روح واچاوه او هغوی په خپلو پښو ودرېدل او کومو خلکو چې هغوی ولیدل، ډېر ووېرېدل.
12. بیا هغو دوه پیغمبرانو د اسمان نه یو لوړ اواز واورېد چې هغوی ته یې ویل: «دلته پورته راشئ!» او په داسې حال کې چې دښمنانو یې ورته کتل، هغوی په ورېځو کې اسمان ته وختل.
13. په هماغه وخت کې یوه سخته زلزله وشوه او د هغه ښار لسمه برخه راوغورځېدله او اووه زره کسان په دې زلزله کې مړه شول او پاتې کسان ډېر ووېرېدل او د اسمانونو خدای ثنا یې ویله.
14. دوهمه بلا تېره شوه، خو درېمه بلا به زر راشي.
15. بیا اوومې فرښتې خپل سرنی وواهه او په اسمان کې لوړ اوازونه واورېدل شول چې ویل یې:«د نړۍ پاچاهي زمونږ د څښتن خدایاو د هغه د مسیح شوهاو هغه به تل ترتله پاچاهي کوي.»
16. بیا هغه څلورویشت مشران چې د خدای په حضور کې په خپلو تختونو باندې ناست وو، په ځمکه باندې پړمخې پرېوتل او د خدای عبادت یې وکړ
17. او ویل یې:«ای مطلق قادر څښتنه خدایه!کوو ستا شکر چې ته یې او وېځکه چې تا په لاس کې واخېست خپل لوی قدرتاو تا شروع کړه پاچاهي
18. شول په قهر ولسونه او قومونهځکه وخت رارسېدلی ستا د قهررارسېدلی هغه وخت چې قضاوت وشي د مړو په هکلهاو رارسېدلی هغه وخت چې اجر ورکړل شيستا خدمتګارانو یعنې پیغمبرانو،سپېڅلو او هغو خلکو ته چې وېریږي ستا د نوم نهکه هغه لوی وي یا کوچنيرارسېدلی دی اوس وخت د تباهۍ د هغو خلکوتباه کوله یې چې ځمکه»
19. بیا په اسمان کې د خدای کور پرانیستل شو او د هغه په کور کې د هغه د لوظ صندوق ولیدل شو. برېښنا وځلېدله، د تندر غږ شو، غړمبار شو، زلزله وشوه او سخته ږلۍ وورېدله.
About مکاشفه Chapter 11
Read مکاشفه Chapter 11 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of مکاشفه in the New Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.
Book Information
Book: مکاشفه
Chapter: 11
Testament: New Testament
How to Read this Chapter
Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading مکاشفه. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.
More Resources
Continue Reading the Bible
Continue reading مکاشفه Chapter 11 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.
Frequently Asked Questions
What is مکاشفه Chapter 11?
مکاشفه Chapter 11 is part of the Book of مکاشفه in the Holy Bible.
Can I read this chapter online?
Yes. You can read the complete مکاشفه Chapter 11 online for free with easy chapter navigation.
More Chapters from مکاشفه
- مکاشفه Chapter 22
- مکاشفه Chapter 15
- مکاشفه Chapter 8
- مکاشفه Chapter 1
- مکاشفه Chapter 13
- مکاشفه Chapter 18
- مکاشفه Chapter 10
Explore More from نوی عهد
- مرقس Chapter 8
- یوحنا Chapter 9
- رومیانو ته Chapter 11
- لوقا Chapter 23
- اعمال رسولان Chapter 17
- لوقا Chapter 14
- اول قرنتیانو ته Chapter 7