متلونه Chapter 31

For English

Read متلونه Chapter 31 Online

Read متلونه Chapter 31 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of متلونه in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of متلونه and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

متلونه 31

فصل 31

1. دا د لموییل پاچا خبرې دي چې مور یې ورته زده کړي دي.

2. «ای زما زویه! ای زما د ګېډې نه پیدا شویه زویهچې په نذرونو مې لاسته راوړی یې.

3. د ځوانۍ قوت دې په ښځو باندې مه ختموهاو په هغو لارو تګ مه کوه چې پاچاهان تباه کوي.

4. نو ای لموییله! پاچاهانو ته دا په کار نه ويشراب څښل د پاچاهانو سره ښه نه ښکارياو د نشې شوق د واکدارانو سره مناسب نه وي

5. هسې نه چې هغوی شراب وڅښي او حکمونه هېر کړياو ټول مظلومان له خپل حق نه محروم کړي.

6. نشه هغه چا ته ورکړه چې د مرګ په انتظار وياو شراب هغه چا ته ورکړه چې په غم اخته وي.

7. پرېږده چې هغوی وڅښي او خپله غریبي هېره کړياو بیا خپل دردونه په یاد رانه وړي.

8. د هغوی په ځای خبرې کوه چې د ځان دپاره څه نه شي ویلیاو د هغو غریبانو د حق دپاره چې د ګور په غاړه ولاړ دي.

9. خپله خوله خلاصه کړه او په انصاف قضاوت کوهاو د خوارانو او مسکینانو د حق ساتنه کوه.»

10. یوه مېړنۍ او پتمنه ښځه څوک پیدا کولای شي؟هغه د لعلونو نه ډېره ارزښتناکه وي.

11. مېړه یې په هغې پوره باور لرياو نه پرېږدي چې خاوند یې د څه شي محتاجه شي.

12. هغه په ټول ژوند کې د خپل مېړه سره ښه کوياو هېڅکله ورته تاوان نه رسوي.

13. هغه وړۍ او مالوچ پیدا کوياو په خوشحالۍ سره یې په خپلو لاسونو اوبي.

14. هغه د سوداګرو د کشتیو په شان ويچې خپل خواړه له لېرې ځای نه راوړي.

15. هغه سهار وختي په تیاره کې له خوبه راپاڅیږياو خپلې کورنۍ ته خواړه برابروياو وینځو ته د کارونو لارښوونه کوي.

16. هغه د ډېر فکر کولو نه وروسته ځمکه اخلياو د خپلې ګټې په پیسو باندې د انګورو باغ جوړوي.

17. هغه خپله ملا ټینګه تړياو خپلې مټې رانغاړي.

18. هغه پوهیږي چې سوداګري یې ګټوره دهنو د شپې تر ناوخته یې د کار دپاره څراغ لګېدلی وي.

19. هغه په خپلو لاسونو څرخه کوياو په خپلو ګوتو تار له دوک نه تاووي.

20. هغه غریبانو ته د مرستې لاس غزوياو د مسکینانو سره د سخاوت له مخې مرسته کوي.

21. هغه د واورې له یخنۍ څخه وېره نه لريځکه چې د کورنۍ ټولو غړو یې ګرم کالي اغوستي دي.

22. هغه د خپلې بسترې دپاره پوښونه جوړوياو د بانجاني رنګه ښه کتان څخه کالي تیاروي.

23. د هغې مېړه د ښار په دروازو کې مشهور وياو په جرګه کې ناست مشران یې د عزت خاوند بولي.

24. هغه د کتان کالي او کمربندونه جوړوياو وروسته یې په سوداګرو خرڅوي.

25. هغه د پت او عزت په لباس سمبال وياو د راتلونکې څخه وېره نه لري او خاندي.

26. هغه په حکمت سره خبرې کوياو ژبه یې له مهربانۍ نه ډکه روزنه ورکوي.

27. هغه د کور په ټولو چارو پوره پاملرنه کوياو هېڅکله د لټۍ ډوډۍ نه خوري.

28. اولادونه یې په یوه خوله هغه مبارکه ګڼياو مېړه یې هم د هغې ستاینه کوي:

29. «ډېرې ښځې د پت او عزت کارونه کويخو ته د هغو ټولو نه ښه یې.»

30. نازونه اداګانې غولوونکې او حسن فاني ويخو کومه ښځه چې له څښتن څخه وېریږي نو د ستاینې وړ وي.

31. د هغې د لاسونو د کار ثمره ورکړئاو د خلکو په منځ کې یې د کار ستاینه وکړئ.

About متلونه Chapter 31

Read متلونه Chapter 31 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of متلونه in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: متلونه
Chapter: 31
Testament: Old Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading متلونه. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading متلونه Chapter 31 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is متلونه Chapter 31?

متلونه Chapter 31 is part of the Book of متلونه in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete متلونه Chapter 31 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from زوړ عهد

  1. ارمیا Chapter 12
  2. ارمیا Chapter 21
  3. لاویان Chapter 10
  4. زبور Chapter 22
  5. اول پادشاهان Chapter 5
  6. لاویان Chapter 8
  7. اول پادشاهان Chapter 21

Explore More from متلونه

  1. متلونه Chapter 25
  2. متلونه Chapter 8
  3. متلونه Chapter 5
  4. متلونه Chapter 21
  5. متلونه Chapter 24
  6. متلونه Chapter 2
  7. متلونه Chapter 14

Related Chapters & Readings

  1. مرقس Chapter 16
  2. ارمیا Chapter 25
  3. تثنیه Chapter 12
  4. دوهم سموئیل Chapter 11
  5. حزقیال Chapter 27
  6. ارمیا Chapter 18
  7. دوهم تواریخ Chapter 30
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *