Read پیدایښت Chapter 25 Online
Read پیدایښت Chapter 25 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of پیدایښت in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of پیدایښت and the Holy Bible online.
Choose a Chapter
پیدایښت 25
فصل 25
1. حضرت ابراهیم بله ښځه وکړه چې نوم یې قطوره ؤ.
2. د هغې څخه د حضرت ابراهیم زامن زمران، یقشان، مدان، مدیان، یشباق او شوعه پیدا شول.
3. یقشان د شبا او ددان پلار ؤ او اشوریم، لطوشیم او لئومیم د ددان اولاده وه.
4. عیفه، عیفر، حنوک، ابیداع او الداعه د مدیان زامن وو. دا ټول د قطورې اولاده وه.
5. حضرت ابراهیم خپله ټوله شتمني حضرت اسحاق ته پرېښودله.
6. مګر هغه لا ژوندی ؤ چې د خپلو وینځو زامنو ته یې سوغاتونه ورکړل او هغوی یې د خپل زوی حضرت اسحاق څخه د مشرق خواته لېرې ولېږل.
7. حضرت ابراهیم پوره یوسلو پنځه اویا کاله ژوند وکړ.
8. هغه په پاخه عمر کې وفات شو او د خپلو نیکونو سره یوځای شو.
9. د هغه زامنو حضرت اسحاق او حضرت اسماعیل هغه ممري ته نژدې د حیتي صوحار د زوی عفرون په پټي کې د مکفیله په سمڅه کې ښخ کړ.
10. دا هغه پټی ؤ چې حضرت ابراهیم د حیتیانو څخه په بیه اخیستی ؤ. حضرت ابراهیم او د هغه ښځه ساره دواړه په هغه کې ښخ کړای شول.
11. د حضرت ابراهیم د وفات څخه وروسته خدای پاک د هغه زوی حضرت اسحاق ته برکت ورکړ او حضرت اسحاق بئرلحي ریي ته نژدې اوسېده.
12. دا د حضرت ابراهیم د زوی حضرت اسماعیل اولاده ده. دا هغه اسماعیل ؤ چې د ساره د مصرۍ وینځې هاجرې څخه پیدا شوی ؤ.
13. د حضرت اسماعیل د زامنو نومونه د هغوی د زېږېدو د ترتیب له مخې چې په لست کې لیکل شوي دي دا دي: د حضرت اسماعیل مشر زوی نبایوت، قیدار، ادبیل، مبسام،
14. مشماع، دومه، مسا،
15. حداد، تیما، یطور، نافیش او قدمه.
16. دا د حضرت اسماعیل زامن وو او دا د دولسو قبیلو د مشرانو نومونه وو چې د هغوی د کلیو او کمپونو په مطابق وو.
17. حضرت اسماعیل پوره د یوسلو اووه دېرشو کالو په عمر وفات شو او د خپلو نیکونو سره یوځای شو.
18. د هغه اولاده د شور او حویلې ترمنځ سیمه کې اوسېدله چې د مصر پولې ته نژدې د آشور په لاره پرته ده. هغوی د خپلو ټولو ورونو سره په دښمنۍ کې ژوند کاوه.
19. دا د حضرت ابراهیم د زوی حضرت اسحاق اولاده ده: د حضرت ابراهیم څخه حضرت اسحاق پیدا شو.
20. حضرت اسحاق د څلوېښتو کالو په عمر ؤ چې د ربکا سره یې واده وکړ. هغه د ارامي بتوئیل لور وه چې د بین النهرین څخه ؤ او د لابان خور وه.
21. حضرت اسحاق د خپلې ښځې په خاطر چې شنډه وه څښتن ته دعا وکړه. څښتن د هغه دعا قبوله کړه او د هغه ښځه ربکا امیدواره شوه.
22. مخکې له دې چې ربکا اولاد وزېږوي هغه پوه شوه چې هغه به غبرګوني وزېږوي، ځکه چې هغې دا احساس کړه چې هغوی د مور په نس کې یو د بل سره جګړه کوي. هغې وویل: <زما سره ولې داسې کیږي؟> نو هغې د څښتن څخه پوښتنه وکړه.
23. څښتن هغې ته وفرمایل:<ستا د دواړو زامنو څخهبه دوه رقیب قومونه جوړ شيپه هغو دواړو کې به کشر قوي وياو مشر به د هغه غلام وي>
24. کله چې د هغې د اولاد د زېږولو وخت راورسېد، د هغې څخه غبرګوني پیدا شول.
25. اولنی زوی چې پیدا شو هغه سور ؤ او د هغه ټول بدن لکه د ببرې چپنې په شان ؤ، نو د هغه نوم یې عیسو کېښود.
26. د هغه څخه وروسته د هغه ورور پیدا شو او هغه د عیسو پونده په خپل لاس کې کلکه نیولې وه، نو ځکه د هغه نوم یعقوب شو. حضرت اسحاق د شپېتو کالو په عمر ؤ چې دوی پیدا شول.
27. هلکان لوی شول. عیسو یو ماهر ښکاري او داسې سړی ؤ چې صحرا یې خوښېدله، خو حضرت یعقوب یو ارام سړی ؤ او د کور څخه به نه ووت.
28. حضرت اسحاق د عیسو سره مینه کوله ځکه چې هغه د هغو حیواناتو غوښه خوړله چې عیسو ښکار کول. مګر ربکا د حضرت یعقوب سره مینه کوله.
29. یوه ورځ حضرت یعقوب د قورمې په پخولو باندې مشغول ؤ. عیسو د ښکار څخه راغی او ډېر وږی ؤ
30. او حضرت یعقوب ته یې وویل: <زه د لوږې له لاسه مړ کېږم، د دې لوبیا له قورمې څخه لږه راکړه!> (په دې خاطر یې په هغه باندې د ادوم نوم هم کېښود.)
31. حضرت یعقوب ځواب ورکړ: <اول په ما باندې خپل د مشرتوب حق خرڅ کړه.>
32. عیسو وویل: <ګوره، زه مړ کېږم. دا مشرتوب ماته څه ګټه رسوي؟>
33. مګر حضرت یعقوب وفرمایل: <اول ماته قسم وخوره>، نو هغه قسم وخوړ او خپل د مشرتوب حق یې په حضرت یعقوب باندې خرڅ کړ.
34. بیا حضرت یعقوب عیسو ته لږه ډوډۍ او قورمه ورکړه. هغه خوراک او څښاک وکړ، پاڅېده او لاړ. نو عیسو د خپل مشرتوب حق ته په سپکه سترګه وکتل.
About پیدایښت Chapter 25
Read پیدایښت Chapter 25 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of پیدایښت in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.
Book Information
Book: پیدایښت
Chapter: 25
Testament: Old Testament
How to Read this Chapter
Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading پیدایښت. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.
More Resources
Continue Reading the Bible
Continue reading پیدایښت Chapter 25 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.
Frequently Asked Questions
What is پیدایښت Chapter 25?
پیدایښت Chapter 25 is part of the Book of پیدایښت in the Holy Bible.
Can I read this chapter online?
Yes. You can read the complete پیدایښت Chapter 25 online for free with easy chapter navigation.
More Chapters from پیدایښت
- پیدایښت Chapter 39
- پیدایښت Chapter 12
- پیدایښت Chapter 9
- پیدایښت Chapter 10
- پیدایښت Chapter 1
- پیدایښت Chapter 38
- پیدایښت Chapter 5
Explore More from زوړ عهد
- غزل غزلونه Chapter 6
- حزقیال Chapter 38
- قاضیان Chapter 7
- ارمیا Chapter 9
- زبور Chapter 113
- پیدایښت Chapter 9
- زبور Chapter 79