ایوب Chapter 15

For English

Read ایوب Chapter 15 Online

Read ایوب Chapter 15 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of ایوب in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of ایوب and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

ایوب 15

فصل 15

1. نو تيمانى اليفز جواب ورکړو،

2. ”يو هوښيار کس دې تشې خبرې وکړى څۀ، او هغه دې هسې بې‌مطلبه خبرې وکړى څۀ؟

3. هغوئ دې په بې‌فائدې خبرو باندې بحث کوى څۀ، يا په داسې خبرو باندې چې د هغې هيڅ مقصد نۀ وى؟

4. خو تۀ د خُدائ پاک نه هيڅ يره نۀ لرې، او د خُدائ پاک د عبادت لاره نيسې.

5. ځکه چې ستا ګناه ستا ژبې ته ښودنه کوى، او تا د دوکه باز ژبه خوښه کړې ده.

6. دا زۀ نۀ يم، خپله ژبه تا ته بد وائى، ستا خپله خولۀ ستا خِلاف ګواهى ورکوى.

7. تۀ د بنى آدم د نسل وړومبے پېدا شوے کس يې څۀ؟ تۀ د غرونو نه مخکښې پېدا شوے يې څۀ؟

8. تا د خُدائ پاک د راز منصوبې واورېدې څۀ؟ او ستا څۀ خيال دے ولې تۀ يواځې هوښيار يې څۀ؟

9. تا سره داسې څۀ عِلم دے چې مونږ سره نشته؟ تۀ داسې په څۀ پوهېږې چې مونږ پرې نۀ پوهيږو؟

10. سپين‌ږيرى او بوډاګان زمونږ په طرف باندې دى، کوم چې ستا د پلار نه ډېر مشران دى.

11. د خُدائ پاک تسلى ستا دپاره کمه ده څۀ؟ د هغۀ نرمې خبرې ستا دپاره کافى نۀ دى څۀ؟

12. تۀ د خپلو جذباتو نه کار ولې اخلې؟ او ستا رنګ ولې دومره سور دے

13. چې خُدائ پاک ته غصه يې؟ او ستا د خولې نه داسې ګډې وډې خبرې وځى؟

14. بنى آدم څۀ وى، چې هغه صفا شى؟ او چې د ښځې نه پېدا شى، نو هغه صادق کېدے شى؟

15. ګوره، خُدائ پاک په خپلو فرښتو باندې هم اعتبار نۀ کوى، او د هغۀ په نظر کښې آسمانونه هم صفا نۀ دى،

16. نو بيا به بنى آدم نور هم ګنده او ګناه ګار وى، څوک چې هر وخت په ګناه کښې آخته وى.

17. کۀ تۀ زما خبرې ته غوږ کېږدې، نو زۀ به تا ته وښايم، او چې ما څۀ ليدلى وى نو زۀ به درته د هغې بيان وکړم.

18. څۀ چې هوښيارانو وئيلى دى، نو د هغوئ پلار نيکۀ دا خبرې د هغوئ نه پټى نۀ دې ساتلې،

19. کومو مشرانو له چې ډېره موده مخکښې دا مُلک ورکړے شو او چې په هغه وخت کښې لا غېر قومونه نۀ وو راغلى.

20. بدعمله خلق ټول عمر په خپل درد کړيږى، د تکليف کالونه په ظالمانو باندې راجمع شوى دى.

21. د هغوئ په غوږُونو کښې يروونکى آوازونه دى، د امن په وخت کښې به په هغوئ باندې تباهى راشى.

22. هغوئ تيارۀ ته د تلو همت نۀ شى کولے، د هغوئ ژوند هر وخت په خطره کښې وى.

23. ټپوسان انتظار کوى چې د هغوئ غوښې وخورى، او تباهى د هغوئ سر له راغلې ده،

24. پرېشانى او تکليف هغوئ ويروى، او دا څيزونه په هغوئ باندې غالِب شى، داسې لکه چې يو بادشاه د جنګ دپاره تيار شى.

25. ځکه چې هغوئ خپل لاسونه د خُدائ پاک خِلاف اوچت کړل، او هغوئ د قادر خُدائ نه بغاوت وکړو.

26. هغوئ د هغۀ خِلاف د سرکشۍ سره حمله کوى، او يو غټ ډال ورسره وى.

27. دا بدعمله خلق درانۀ او مالدار دى، د هغوئ څټونه په وازګه باندې غټ شوى دى.

28. هغوئ به په تباه شوى ښارونو کښې ژوند تېروى، او په داسې کورَنو کښې چې په هغې کښې هيڅ څوک هم نۀ اوسيږى، داسې کورونه چې په راغورزېدو بدل وى،

29. هغوئ به نۀ مالداره کيږى او د هغوئ مال دولت به نۀ پاتې کيږى، او هغوئ به د زمکې د مخ نه ورک شى.

30. هغوئ به د تيارې نه ونۀ تښتى، لمبې به د هغوئ څانګې وسوزوى، او د هغوئ ژوند به داسې ختم شى لکه چې هوا د ګلونو غوټۍ ختموى.

31. هغوئ دې نور خپل ځان په فانى مالدارۍ باندې نۀ دوکه کوى، ځکه چې هغوئ به تش لاس پاتې شى.

32. د ونو په شان، چې کله دا ښې شنې وى نو ووهلے شى، او د دې څانګې بيا هيڅکله شنې نۀ شى.

33. او د هغوئ انګور چې لا کچه وى نو وبه غورزيږى، او د زيتُونو د ونو په شان به خپلې د ګلونو غوټۍ ضائع کړى.

34. ځکه چې د خُدائ پاک نه د منکرو خلقو اولاد به نۀ وى، او څوک چې د رشوت سره مينه کوى نو اور به د هغوئ کورونه سوزوى.

35. داسې خلق نورو ته د نقصان رسولو په سوچ کښې وى، هغوئ شېطانى کوى او د هغوئ زړونه د دوکې نه ډک وى.“

About ایوب Chapter 15

Read ایوب Chapter 15 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of ایوب in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: ایوب
Chapter: 15
Testament: Old Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading ایوب. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading ایوب Chapter 15 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is ایوب Chapter 15?

ایوب Chapter 15 is part of the Book of ایوب in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete ایوب Chapter 15 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from ایوب

  1. ایوب Chapter 41
  2. ایوب Chapter 19
  3. ایوب Chapter 11
  4. ایوب Chapter 8
  5. ایوب Chapter 1
  6. ایوب Chapter 25
  7. ایوب Chapter 9

Explore More from زوړ عهد

  1. اشعیا Chapter 32
  2. دوهم تواریخ Chapter 34
  3. پیدایښت Chapter 7
  4. حزقیال Chapter 35
  5. زبور Chapter 71
  6. مرثیې Chapter 1
  7. ایوب Chapter 40

Related Chapters & Readings

  1. زبور Chapter 89
  2. خروج Chapter 22
  3. رومیانو ته Chapter 5
  4. پیدایښت Chapter 16
  5. عزرا Chapter 1
  6. مکاشفه Chapter 10
  7. حزقیال Chapter 43
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *