Read خروج Chapter 25 Online
Read خروج Chapter 25 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of خروج in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of خروج and the Holy Bible online.
Choose a Chapter
خروج 25
فصل 25
1. څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل:
2. <اسراییلیانو ته ووایه چې ماته یوه نذرانه راوړي. ته باید زما دپاره د هغه چا څخه نذرانه واخلې چې زړه یې غواړي وریې کړي.
3. دا هغه نذرانې دي چې ته یې باید د هغوی څخه واخلې: سره زر، سپین زر او برنج،
4. ښه کتان، آبي، بانجاني او سرې وړۍ، هغه ټوکر چې د وزو د وړیو څخه جوړ شوی وي،
5. سره رنګ شوي د پسه پوستکي، ښه څرمن، د غز لرګی،
6. د څراغونو دپاره د زیتون تېل، د مسح کولو د تېلو او د خوشبویۍ دپاره مسالې،
7. سلیماني تیږې او نورې قیمتي تیږې چې د مشر کاهن په مقدس پېشبند او د هغه په سینه پوښ باندې ولګول شي.
8. بیا په خلکو باندې زما دپاره یوه مقدسه خېمه جوړه کړه ترڅو وکولی شم د هغوی په منځ کې واوسېږم.
9. دا خېمه او د هغې ټول سامان کټ مټ د هغې نقشې په مطابق جوړ کړه چې زه یې درته ښایم.
10. په هغوی باندې د غز د لرګي څخه یو صندوق جوړ کړه چې یو متر او لس سانتي اوږد وي، پنځه شپېته سانتي پلن وي او پنځه شپېته سانتي لوړ وي.
11. د هغه منځنۍ او بیرونۍ برخې ته د سوچه سرو زرو پوښ ورکړه او ګردچاپېره څنډې یې د سرو زرو څخه جوړې کړه.
12. د هغه دپاره څلور د سرو زرو کړۍ ګانې جوړې کړه او هغه په څلورو پایو باندې وتړه، یعنې دوه کړۍ ګانې په یو خوا او دوه په بلې خوا.
13. د صندوق د وړلو دپاره د غز د لرګي څخه دوه میلې جوړې کړه او د سرو زرو پوښ ورته ورکړه.
14. هغه میلې هغو کړیو ته چې د صندوق په څنګونو کې دي ورننباسه ترڅو صندوق ورباندې یوړل شي.
15. میلې دې په کړیو کې پاتې شي او هغه باید راونه ایستل شي.
16. بیا به د تیږو هغه دوه لوحې چې حکمونه ورباندې لیکل شوي دي درکړم چې هغه په صندوق کې کېږدې.
17. د صندوق سرپوښ چې کفاره ورباندې ادا کیږي د سوچه سرو زرو څخه جوړ کړه چې یو متر او لس سانتي اوږد وي او پنځه شپېته سانتي پلن وي.
18. د سرپوښ په سرونو کې د ټکول شویو سرو زرو څخه دوه کروبیان جوړ کړه.
19. یو کروب په یو سر او دوهم کروب په بل سر کې جوړ کړه. په دوو سرونو کې د سرپوښ سره کروبیان د سرو زرو د یوې ټوټې څخه جوړ کړه.
20. د کروبیانو وزرونه دې پورته خپاره شوي وي چې په سرپوښ باندې سیوری وکړي. کروبیان دې یو بل ته مخامخ وي او د سرپوښ خواته دې ګوري.
21. په صندوق کې د تیږو دوه لوحې کېږده او هغه سرپوښ د صندوق دپاسه کېږده.
22. زه به د سرپوښ دپاسه د دوو کروبیانو ترمنځ چې د لوظ په صندوق باندې دي ستا سره لیدنه کتنه وکړم او د اسراییلو د قوم دپاره به خپل ټول حکمونه درکړم.
23. د غز د لرګي څخه یو داسې مېز جوړ کړه چې نوي سانتي اوږد وي، پنځه څلوېښت سانتي پلن وي او پنځه شپېته سانتي لوړ وي.
24. هغه ته د سوچه سرو زرو پوښ ورکړه او د هغه ګردچاپېره څنډې د سرو زرو څخه جوړې کړه.
25. همدارنګه د هغه ګردچاپېره یو چوکاټ جوړ کړه چې پراخوالی یې پنځه اویا ملي متره وي او په چوکاټ باندې د سرو زرو څنډې جوړې کړه.
26. د مېز دپاره څلور د سرو زرو کړۍ ګانې جوړې کړه او په هغو څلورو کنجونو کې چېرته چې څلور پایې دي وتړه.
27. کړۍ ګانې دې چوکاټ ته نژدې وي، د دې دپاره چې هغه میلې ونیسي چې د مېز په وړلو کې ورڅخه کار اخیستل کیږي.
28. د غز د لرګي څخه میلې جوړې کړه، د سرو زرو پوښ ورته ورکړه او مېز ورباندې وړئ.
29. ټولې کاسې، قابونه او د څښلو د نذرانو دپاره منګي او جامونه دې د سوچه سرو زرو څخه جوړ شي.
30. مېز باید د لوظ د صندوق مخې ته کېښودل شي او په هغه باندې دې همېشه هغه مقدسه ډوډۍ چې ماته نذرانه کیږي پرته وي.
31. د سوچه سرو زرو څخه یو څراغدان جوړ کړه او د هغه پایه او میله، د هغه د پیالو په شان ګلان، غوټۍ ګانې او ګلپاڼې د ټکول شویو سرو زرو څخه جوړ کړه چې ټول د یوې ټوټې سرو زرو څخه جوړ شوي وي.
32. شپږ څانګې دې د څراغدان د څنګونو څخه غزېدلې وي یعنې درې د یو څنګ څخه او درې د بل څخه.
33. درې پیالې چې شکل یې د بادام د ګل په شان دی، د غوټیو او ګلپاڼو سره باید په یوې څانګې باندې وي، درې په بلې څانګې باندې او همدا ډول د شپږو واړو څانګو دپاره چې د څراغدان څخه غزیږي.
34. په خپله په څراغدان باندې دې څلور د بادام د ګل په شان پیالې وي، د غوټۍ ګانو او ګلپاڼو سره.
35. یوه غوټۍ به د څانګو د اولې جوړې لاندې وي چې د څراغدان څخه غزیږي، دوهمه غوټۍ د دوهمې جوړې لاندې او دریمه غوټۍ د دریمې جوړې لاندې یعنې ټولې شپږ څانګې.
36. غوټۍ ګانې، څانګې او څراغدان دې د ټکول شویو سوچه سرو زرو د یوې ټوټې څخه وي.
37. د څراغدان دپاره اووه څراغونه جوړ کړه او ویې دروه ترڅو مخې ته رڼا ورکړي.
38. د هغه پلته پاکوونکي او پتنوسونه دې د سوچه سرو زرو وي.
39. د څراغدان او د هغه د ټول سامان په جوړولو کې د څلوردېرشو کیلوګرامه سوچه سرو زرو څخه کار واخله.
40. دې خبرې ته پام وکړه چې دا د هغې نقشې په مطابق جوړ کړې چې ما درته په غره باندې دروښودله.
About خروج Chapter 25
Read خروج Chapter 25 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of خروج in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.
Book Information
Book: خروج
Chapter: 25
Testament: Old Testament
How to Read this Chapter
Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading خروج. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.
More Resources
Continue Reading the Bible
Continue reading خروج Chapter 25 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.
Frequently Asked Questions
What is خروج Chapter 25?
خروج Chapter 25 is part of the Book of خروج in the Holy Bible.
Can I read this chapter online?
Yes. You can read the complete خروج Chapter 25 online for free with easy chapter navigation.
More Chapters from خروج
- خروج Chapter 35
- خروج Chapter 32
- خروج Chapter 13
- خروج Chapter 12
- خروج Chapter 3
- خروج Chapter 27
- خروج Chapter 18
Explore More from زوړ عهد
- نحمیا Chapter 4
- حزقیال Chapter 20
- هوشع Chapter 5
- اول سموئیل Chapter 24
- متلونه Chapter 17
- شمېر Chapter 8
- دوهم سموئیل Chapter 10