ایوب Chapter 18

For English

Read ایوب Chapter 18 Online

Read ایوب Chapter 18 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of ایوب in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of ایوب and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

A+ A A-

ایوب 18

فصل 18

1. بيا شوحى بِلداد جواب ورکړو،

2. ”تر کومې پورې به تۀ خبرې کوې؟ د مطلب خبره کوه، نو بيا به مونږ خبرې وکړُو.

3. مونږ په ځناورو کښې ولې شمېرلے شُو؟ مونږ ستاسو په نظر کښې ولې کم عقلان يُو؟

4. تۀ په غصه کښې هسې خپل ځان سوزوې، ستا دپاره دې دُنيا پرېښودلے شى څۀ، يا غرونه دې ستا دپاره د خپل ځائ نه لرې کړے شى څۀ؟

5. په حقيقت کښې د بدعمله خلقو ډيوه ختمه کړے شوې ده، او بيا به د هغې شُغلې بلې نۀ شى.

6. د هغوئ په خېمه کښې رڼا په تيارۀ بدله شوې ده، او د هغوئ دپاسه ډيوه مړه کړے شوې ده.

7. د هغوئ مضبوط قدمونه خطا شوى دى، او د هغوئ خپلو منصوبو هغوئ ناکامه کړى دى.

8. ځکه چې هغوئ په يو جال کښې انښتى دى، او هغوئ په يوه کنده کښې پرېوځى.

9. د هغوئ پونده په دام کښې ګېريږى، او هغه يې کلک ونيسى.

10. يو جال په زمکه کښې پټ دے، او د هغوئ په لاره کښې يو دام پټ دے.

11. هغوئ د هر طرف نه يريږى، او چې چرته هم ځى نو يره ورپسې وى.

12. د هغوئ طاقت د لوږې په وجه ختم شوے دے، او تباهى د هغوئ د غلطۍ په انتظار کښې ده.

13. بيمارى د هغوئ څرمن خورى، او مرګ د هغوئ اندامونه خورى.

14. چې په کومو خېمو کښې هغوئ په حِفاظت کښې وُو نو هغوئ ويستلے شوى دى، او هغوئ د دهشت بادشاه ته راوستلے شوى دى.

15. د هغوئ په خېمو کښې هيڅ څوک هم پاتې نۀ دى، او د هغوئ د کورونو دپاسه د ګوګړو باران دے.

16. د هغوئ جرړې لاندې اوچې شوې دى، او د هغوئ څانګې پاس مړاوې شوې دى.

17. د هغوئ نوم به د زمکې نه ختم شى، او په لارو کوڅو کښې به د هغوئ ذکر نۀ کيږى.

18. هغوئ د رڼا نه تيارې ته ديکه کړے شوى دى، او د دُنيا نه شړلے شوى دى.

19. د هغوئ اولاد نشته، او د هغوئ د خاندان يو کس هم ژوندے پاتې شوے نۀ دے.

20. د نمرخاتۀ طرف نه واخله تر نمرپرېواتۀ پورې چې څوک هم د هغوئ د اَنجام نه خبريږى، نو د يرې نه لړزيږى.

21. دوئ به وائى چې دا د بدعمله خلقو کور دے، د هغه چا څوک چې د خُدائ پاک نه منکر وى.“

About ایوب Chapter 18

Read ایوب Chapter 18 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of ایوب in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: ایوب
Chapter: 18
Testament: Old Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading ایوب. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading ایوب Chapter 18 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is ایوب Chapter 18?

ایوب Chapter 18 is part of the Book of ایوب in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete ایوب Chapter 18 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from ایوب

  1. ایوب Chapter 19
  2. ایوب Chapter 8
  3. ایوب Chapter 41
  4. ایوب Chapter 25
  5. ایوب Chapter 11
  6. ایوب Chapter 1
  7. ایوب Chapter 39

Explore More from زوړ عهد

  1. زبور Chapter 89
  2. زبور Chapter 135
  3. زبور Chapter 92
  4. اشعیا Chapter 63
  5. زبور Chapter 2
  6. اشعیا Chapter 65
  7. دوهم تواریخ Chapter 21

Related Chapters & Readings

  1. مکاشفه Chapter 6
  2. دوهم قرنتیانو ته Chapter 1
  3. دوهم تواریخ Chapter 27
  4. اول سموئیل Chapter 2
  5. قاضیان Chapter 15
  6. عبرانیانو ته Chapter 2
  7. ارمیا Chapter 35
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *