Read قاضیان Chapter 4 Online
Read قاضیان Chapter 4 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of قاضیان in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of قاضیان and the Holy Bible online.
Choose a Chapter
قاضیان 4
فصل 4
1. د ایهود له مړینې څخه وروسته د اسراییلو خلکو بیا داسې کارونه وکړل چې د څښتن په نظر کې بد وو.
2. نو څښتن هغوی یابین ته چې د کنعان یو پادشاه ؤ او په حاصور کې یې پادشاهي کوله په لاس ورکړل. د هغه د لښکر قوماندان سیسرا ؤ چې په حروشت حاجوئیم کې اوسېده.
3. یابین نهه سوه د اوسپنې جنګي ګاډۍ درلودلې او شل کاله یې په اسراییلو باندې سخت ظلم وکړ، نو اسراییلیانو د مرستې دپاره خدای ته فریاد وکړ.
4. په هغه وخت کې دبوره د لفیدوت ښځه پیغمبره وه او د قاضي په توګه یې د اسراییلو خدمت کاوه.
5. هغه به د خرما د یوې ونې لاندې چې د دبورې په نوم یادېدله او د رامه او بیت ئیل ترمنځ د افرایم په غرنۍ سیمه کې وه کښېناستله. اسراییلیان به د خپلو دعوو د فیصله کولو په خاطر هغې ته راتلل.
6. یوه ورځ هغې باراق د ابینوعم زوی چې د نفتالي په قادش کې اوسېده راوغوښت او ورته ویې ویل: <د اسراییلو څښتن خدای په تا باندې امر کوي چې لاړ شې او د نفتالي او زبولون د قبیلو څخه لس زره نفر د ځان سره واخلې او د تابور غره ته یې بوځې.
7. زه به د یابین د لښکر قوماندان سیسرا راولم چې د قیشون د سیند په غاړه ستاسو سره جګړه وکړي. د هغه سره به خپلې جنګي ګاډۍ او عسکر وي، خو زه به هغه تاته تسلیم کړم.>
8. بیا باراق هغې ته وویل: <که چېرې ته زما سره ځې نو زه به لاړ شم او که چېرې ته راسره نه ځې، زه به هم لاړ نه شم.>
9. دبورې وویل: <ډېر ښه، زه به ستا سره لاړه شم، خو دا یاد ساته چې که چېرې زه ستا سره لاړه شم او سیسرا مغلوب شي، نو ته به د دې بریالیتوب په خاطر هیڅ ویاړ ترلاسه نه کړې، ځکه چې څښتن به سیسرا یوې ښځې ته تسلیم کړي.> نو دبوره له باراق سره قادش ته لاړه.
10. باراق د زبولون او نفتالي د قبیلو خلک قادش ته راوغوښتل. لس زره نفره په هغه ځای کې سره راغونډ شول او باراق پسې روان شول. دبوره هم ورسره لاړه.
11. په هغه وخت کې حابر چې د قینیانو له طایفې څخه ؤ، ځان یې د نورو قینیانو څخه چې هغوی هم د حوڅپرکی له اولادې څخه وو، بېل کړی ؤ او خپله خېمه یې قادش ته نژدې په صعنایم کې د څېړۍ د ونې په څنګ کې ودرولې وه. (حوڅپرکی د موسیٰ د ښځې ورور ؤ.)
12. کله چې سیسرا خبر شو چې باراق د تابور غره ته تللی دی،
13. هغه خپلې ټولې نهه سوه جنګي ګاډۍ او خپل ټول نفر راوغوښتل او هغوی له حروشت حاجوئیم څخه د قیشون د سیند خواته روان شول.
14. بیا دبورې باراق ته وویل: <لاړ شه! دا هغه ورځ ده چې څښتن به سیسرا تاته تسلیموي. څښتن ستاسو په مخکې روان دی.> نو باراق د خپلو لسو زرو نفرو سره د تابور له غره څخه راکوز شو.
15. کله چې باراق د خپل لښکر سره حمله وکړه، څښتن سیسرا د خپلو ټولو جنګي ګاډیو او نفرو سره وارخطا کړ. سیسرا له خپلې ګاډۍ څخه کوز شو او وتښتېده.
16. باراق تر حروشت حاجوئیم پورې د جنګي ګاډیو او لښکرو پسې شو او د سیسرا ټول لښکر ووژل شو. یو نفر هم ژوندی پاتې نه شو.
17. سیسرا د یاعیل یعنې د قیني حابر د ښځې خېمې ته وروتښتېده، ځکه چې د حاصور د پادشاه یابین او د قیني د طایفې ترمنځ دوستانه اړیکې موجودې وې.
18. یاعیل د سیسرا هرکلي ته ورغله او ورته ویې ویل: <دننه راځه زما باداره، مه وېرېږه.> نو سیسرا د هغې خېمې ته ورننوت او یاعیل هغه په بړستن کې پټ کړ.
19. سیسرا هغې ته وویل: <زه تږی یم ماته لږې اوبه راکړه.> هغې د شیدو ژی خلاص کړ او لږې شیدې یې ورته ورکړې او هغه یې بېرته پټ کړ.
20. سیسرا هغې ته وویل: <د خېمې په دروازه کې ودرېږه، که چېرې څوک راشي او پوښتنه وکړي چې دلته څوک شته؟ ورته ووایه، نه.>
21. سیسرا ډېر ستړی شوی ؤ او په درانده خوب ویده شو. بیا یاعیل د حابر ښځې د خېمې یو مېخ او څټک راواخیستل او غلې غلې سیسرا ته ورغله. هغې دا مېخ د هغه په شقیقه باندې داسې ټک واهه چې سر یې په ځمکه کې ننوت او سیسرا مړ شو.
22. کله چې باراق د سیسرا د لټولو دپاره راغی، نو یاعیل د هغه مخې ته ورغله او ویې ویل: <راځه چې هغه سړی دروښایم چې ته یې لټوې.> نو باراق د هغې سره خېمې ته ننوت او هلته سیسرا په داسې حال کې چې مېخ یې په سر کې ننوتی ؤ، مړ پروت ؤ.
23. نو په هغه ورځ خدای اسراییلیانو ته د کنعان په پادشاه یابین باندې بری ورکړ.
24. له هغې ورځې څخه وروسته اسراییلیان د یابین په مقابل کې قوي کېدل، ترڅو چې هغه یې له منځه یووړ.
About قاضیان Chapter 4
Read قاضیان Chapter 4 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of قاضیان in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.
Book Information
Book: قاضیان
Chapter: 4
Testament: Old Testament
How to Read this Chapter
Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading قاضیان. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.
More Resources
Continue Reading the Bible
Continue reading قاضیان Chapter 4 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.
Frequently Asked Questions
What is قاضیان Chapter 4?
قاضیان Chapter 4 is part of the Book of قاضیان in the Holy Bible.
Can I read this chapter online?
Yes. You can read the complete قاضیان Chapter 4 online for free with easy chapter navigation.
More Chapters from زوړ عهد
- ارمیا Chapter 12
- ارمیا Chapter 21
- لاویان Chapter 10
- زبور Chapter 22
- اول پادشاهان Chapter 5
- لاویان Chapter 8
- اول پادشاهان Chapter 21
Explore More from قاضیان
- قاضیان Chapter 20
- قاضیان Chapter 14
- قاضیان Chapter 21
- قاضیان Chapter 9
- قاضیان Chapter 12
- قاضیان Chapter 2
- قاضیان Chapter 16