شمېر Chapter 33

For English

Read شمېر Chapter 33 Online

Read شمېر Chapter 33 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of شمېر in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of شمېر and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

شمېر 33

فصل 33

1. وروسته له دې چې اسراییلیان د حضرت موسیٰ او حضرت هارون تر مشرۍ لاندې د مصر څخه لاړل، نو د هغوی د سفر مختلفې مرحلې په لاندې ډول وې:

2. د څښتن په امر حضرت موسیٰ د هغه ځای نوم لیکه چې هرځل به هغوی خپلې خېمې په کې ودرولې.

3. ‏-

4. اسراییلیان د اولې میاشتې په پنځلسمه ورځ د اولنۍ فسحې په سبا د مصر د رعمسیس د ښار څخه لاړل. یوه ورځ مخکې څښتن د مصر خدایانو ته سزا ورکړې وه او په هرې مصري کورنۍ کې یې هر مشر زوی وژلی ؤ. نو په داسې حال کې چې مصریانو مړي ښخول، هغوی اسراییلیان لیدل چې په ویاړ سره د هغوی د هېواد څخه تلل.

5. د اسراییلو قوم د رعمسیس څخه لاړ او په سوکوت کې یې خېمې ودرولې

6. او د هغه ځای څخه لاړل او په ایتام کې یې چې د دښتې په یوه څنډه کې پروت ؤ خېمې ودرولې.

7. له هغه ځای څخه فم الحیروت ته چې د بعل صفون په ختیځ کې ؤ، بېرته راستانه شول او مجدل ته نژدې یې خېمې ودرولې.

8. هغوی د فم الحیروت څخه لاړل، د سرې بحیرې څخه تېر شول، درې ورځې یې د ایتام په دښته کې سفر وکړ او په ماره کې یې خېمې ودرولې.

9. بیا هغوی په ایلیم کې خېمې ودرولې چېرته چې د اوبو دولس چینې او اویا د خرما ونې وې.

10. هغوی د ایلیم څخه لاړل او د سرې بحیرې په غاړه یې خېمې ودرولې.

11. د سرې بحیرې څخه روان شول او د سین په دښته کې یې خېمې ودرولې.

12. بیا د سین له دښتې څخه لاړل او په دفقه کې یې خېمې ودرولې.

13. د دفقه څخه لاړل او په الوش کې یې خېمې ودرولې.

14. د الوش څخه لاړل او په رفیدیم کې یې خېمې ودرولې، چېرته چې د خلکو دپاره د څښلو اوبه نه وې.

15. هغوی د رفیدیم څخه لاړل او په آخر کې د سینا دښتې ته ورسېدل.

16. ‏-

36. څنګه چې اسراییلیانو د سینا له دښتې څخه قادش ته چې د صین په دښته کې ؤ سفر کاوه، هغوی په دغو ځایونو کې خېمې ودرولې: قبروت هتاوه، حصیروت، رتمه، رمون فارص، لبنه، رسه، قهیلاته، د شافر غر، حراده، مقهیلوت، تاحت، تارح، متقه، حشمونه، مسیروت، بني یعقان، حورالجدجاد، یطبات، عبرونه، عصیون جابر او په آخر کې قادش.

37. کله چې هغوی د قادش څخه لاړل، د هور د غره په څنګ کې یې د ادوم په سرحد کې خېمې ودرولې.

38. دا هغه ځای دی چېرته چې څښتن په حضرت هارون کاهن باندې امر وکړ چې د غره سرته وخېژي. حضرت هارون هلته د پنځمې میاشتې په اوله ورځ څلوېښت کاله وروسته له دې چې اسراییلیان د مصر څخه تللي وو، مړ شو.

39. په هغه وخت کې حضرت هارون د یوسلو درویشتو کالو په عمر ؤ.

40. د عراد کنعاني پادشاه چې د کنعان په جنوب کې اوسېده واورېدل چې اسراییلیان راروان دي.

41. ‏-

47. اسراییلیان د هور د غره څخه د موآب په لور روان شول. په لاره کې هغوی په دغو ځایونو کې خېمې ودرولې: صلمونه، فونون، اوبوت، عیی عباریم چې د موآب په سیمه کې ؤ، دیبون جاد، علمون دبلاتایم، د نبو غره ته نژدې یو ځای چې د عباریم په غرونو کې ؤ

48. او په آخر کې د موآب په ډاګونو کې د اردن د سیند په بله غاړه اریحا ته مخامخ.

49. د هغوی کمپ د بیت یشیموت څخه تر آبل شطیم پورې غزېدلی ؤ.

50. کله چې د اسراییلو قوم د موآب په ډاګونو کې د اردن د سیند په غاړه اریحا ته مخامخ خېمې ودرولې وې، څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل چې

51. هغوی ته دا پیغام ورسوي: <کله چې تاسو د اردن د سیند څخه تېر شئ او کنعان ته ورننوزئ،

52. باید د هغه ځای ټول اوسېدونکي وشړئ. د هغوی ټول د تیږو او فلزي بتان او ټولې عبادتخانې له منځه یوسئ.

53. هغه خاوره ونیسئ او په هغې کې واوسېږئ، ځکه چې هغه مې تاسو ته درکړې ده.

54. هغه ځمکه د مختلفو قبیلو او طایفو ترمنځ د پچې په اساس ووېشئ، لویې طایفې ته زیاته ځمکه او کوچنۍ طایفې ته لږه ځمکه ورکړئ.

55. که چېرې د هغه ځای ټول اوسېدونکي ونه شړئ، هغوی به ستاسو په سترګو کې د اغزیو او ستاسو په بدنونو کې به د کرکڼو په شان شي. هغوی به تل تاسو ته تکلیف درکوي.

56. که چېرې تاسو هغوی ونه شړئ، زه به تاسو تباه کړم لکه څنګه چې مې د هغوی د تباه کولو پلان جوړ کړی دی.>

About شمېر Chapter 33

Read شمېر Chapter 33 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of شمېر in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: شمېر
Chapter: 33
Testament: Old Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading شمېر. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading شمېر Chapter 33 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is شمېر Chapter 33?

شمېر Chapter 33 is part of the Book of شمېر in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete شمېر Chapter 33 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from زوړ عهد

  1. ارمیا Chapter 12
  2. ارمیا Chapter 21
  3. لاویان Chapter 10
  4. زبور Chapter 22
  5. اول پادشاهان Chapter 5
  6. لاویان Chapter 8
  7. اول پادشاهان Chapter 21

Explore More from شمېر

  1. شمېر Chapter 2
  2. شمېر Chapter 15
  3. شمېر Chapter 19
  4. شمېر Chapter 7
  5. شمېر Chapter 6
  6. شمېر Chapter 28
  7. شمېر Chapter 34

Related Chapters & Readings

  1. شمېر Chapter 24
  2. ایوب Chapter 6
  3. اول تواریخ Chapter 12
  4. اشعیا Chapter 3
  5. متی Chapter 6
  6. اشعیا Chapter 51
  7. مکاشفه Chapter 1
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *