حجی Chapter 1

For English

Read حجی Chapter 1 Online

Read حجی Chapter 1 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of حجی in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of حجی and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

حجی 1

فصل 1

1. د داريوس بادشاه د بادشاهۍ په دوېم کال د شپږمې مياشتې په اوله ورځ، د مالِک خُدائ کلام د حجى پېغمبر په وسيله زرُڅپرکیل د شلتى‌اېل په زوئ نازل شو چې د يهوداه حکمران وو، او يشوَع ته چې د مشر اِمام يهوصدق زوئ وو.

2. ”دا هغه څۀ دى چې مالِک خُدائ ربُ الافواج يې فرمائى، دا خلق وائى چې د مالِک خُدائ د کور بيا جوړولو وخت لا نۀ دے راغلے.“

3. بيا د مالِک خُدائ پېغام د حجى پېغمبر په ذريعه راغلو چې،

4. ”آيا تاسو ته دا ښۀ ښکارى چې زما کور کنډر پروت وى او تاسو په عالى شان کورونو کښې اوسېږئ؟

5. اوس مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى، تاسو سره چې څۀ کيږى ورباندې غور وکړئ.

6. تاسو ډېر تخم کَرلے دے، خو فصل مو لږ رېبلے دے. تاسو خوراک کوئ خو ورباندې مړېږئ نه. تاسو اوبۀ څښئ، خو تنده مو پرې نۀ ختميږى. تاسو جامې اغوندئ، خو پرې نۀ ګرمېږئ. تاسو تنخواه ګټئ، خو صرف په هغه بټوه کښې اچولو دپاره چې په کښې سورى وى.

7. مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى چې په خپلو کارونو ډېر غور کوئ.

8. بره غر ته لاړ شئ او لرګى ترې لاندې راوړئ، او زما کور جوړ کړئ، نو چې زۀ پرې خوشحاله شم او عزتمند شم، مالِک خُدائ داسې فرمائى.

9. تاسو د ډېرو په طمع وئ، خو وګورئ، دا لږ وختل. تاسو چې کور ته څۀ راوړل، هغه ما په هوا کښې والوځول. ولې؟ مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى. زما د کور په وجه چې ګډ‌وډ پروت دے، او تاسو ټول په خپلو کورونو جوړولو کښې مصروف يئ.

10. نو ځکه ستاسو په وجه، آسمانونو پرخه ورول او زمکې فصل کول بند کړل.

11. ما د اوچ کالۍ حکم کړے دے چې په زمکه او غرونو، په غله، په نوې ميو، په زيتُونو تېلو او په هر قسمه پېداوار چې زمکه يې کوى، په انسانانو او ځناورو، او ستاسو د لاسونو په محنت دې راشى.“

12. بيا زرُڅپرکیل د شلتى‌اېل زوئ، يشوَع د مشر اِمام يهوصدق زوئ، او د مالِک خُدائ پاتې شوو ټولو خلقو د مالِک خُدائ د هغوئ د خُدائ پاک خبرې ومنلې چې د حجى پېغمبر په ذريعه وئيلے شوې وې چې مالِک خُدائ د هغوئ خُدائ پاک هغه رالېږلے وو. او خلق د مالِک خُدائ نه ويرېدل.

13. بيا حجى، د خُدائ پاک پېغمبر، خلقو ته د مالِک خُدائ دا پېغام ورسولو، ”زۀ ستاسو مل يم، مالِک خُدائ فرمائى.“

14. نو مالِک خُدائ د زرُڅپرکیل د شلتى‌اېل د زوئ جذبه راپاروله چې د يهوداه حاکِم وو، او د يشوَع جذبه چې د مشر اِمام يهوصدق زوئ وو، او د مالِک خُدائ د ټولو ژوندى پاتې شوو خلقو جذبه. هغوئ راغلل او د مالِک خُدائ ربُ الافواج چې د هغوئ پاک خُدائ وو په کور يې کار شروع کړو.

15. دا کار د داريوس بادشاه د بادشاهۍ په دوېم کال د شپږمې مياشتې په څليريشتمه ورځ شروع شو.

About حجی Chapter 1

Read حجی Chapter 1 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of حجی in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: حجی
Chapter: 1
Testament: Old Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading حجی. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading حجی Chapter 1 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is حجی Chapter 1?

حجی Chapter 1 is part of the Book of حجی in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete حجی Chapter 1 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from حجی

  1. حجی Chapter 1
  2. حجی Chapter 2
  3. حَجَّی Chapter 1
  4. حَجَّی Chapter 2
  5. حجی Chapter 2

Explore More from زوړ عهد

  1. دوهم تواریخ Chapter 22
  2. خروج Chapter 25
  3. زبور Chapter 132
  4. دوهم تواریخ Chapter 14
  5. ایوب Chapter 33
  6. پیدایښت Chapter 29
  7. استر Chapter 3

Related Chapters & Readings

  1. عزرا Chapter 7
  2. متلونه Chapter 30
  3. دوهم تواریخ Chapter 25
  4. تثنیه Chapter 6
  5. اول تواریخ Chapter 5
  6. ارمیا Chapter 18
  7. ارمیا Chapter 33
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *