شمېر Chapter 7

For English

Read شمېر Chapter 7 Online

Read شمېر Chapter 7 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of شمېر in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of شمېر and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

شمېر 7

فصل 7

1. کله چې حضرت موسیٰ د مقدسې خېمې د ودرولو څخه وزګار شو، نو خېمه او د هغې ټول سامان او د قربانۍ ځای او د هغه ټول سامان یې مسح کړ او هغه یې څښتن ته وقف کړ.

2. بیا د اسراییلو دولس قبیلوي مشران یعنې هماغه نفر چې د خلکو د سرشمېرنې مشري یې په غاړه وه مقدسې خېمې ته

3. د هغو سوغاتونو سره راغلل چې د څښتن دپاره وو. هغوی شپږ ګاډۍ ګانې او دولس غوایان راوړل، هر مشر یو یو غویی او دوو مشرانو یوه یوه ګاډۍ راوستله.

4. څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل:

5. <دا سوغاتونه د هغوی څخه قبول کړه چې د مقدسې خېمې په کار کې ورڅخه ګټه واخیستل شي او هغه لاویانو ته د هغه کار دپاره ورکړه چې هر یو یې په مقدسه خېمه کې اجرا کوي.>

6. نو حضرت موسیٰ ګاډۍ ګانې او غوایان واخیستل او هغه یې لاویانو ته

7. ‏-

8. چې د حضرت هارون د زوی ایتامار تر مشرۍ لاندې وو ورکړل. حضرت موسیٰ جرشونیانو ته د هغوی د کار دپاره دوه ګاډۍ ګانې او څلور غوایان ورکړل او څلور ګاډۍ ګانې او اته غوایان یې مراریانو ته د هغوی د کار دپاره ورکړل.

9. مګر قهاتیانو ته یې هیڅ ورنه کړل، ځکه چې هغوی د هغو مقدسو شیانو مسوولان وو چې باید په خپلو اوږو باندې یې یوسي.

10. کله چې د قربانۍ ځای مسح کړای شو، مشرانو خپلې نذرانې د هغه د وقف کولو دپاره راوړلې او هغه یې د قربانۍ د ځای په مخ کې وړاندې کړې.

11. څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل: <مشرانو ته ووایه چې تر دولسو ورځو پورې دې یو یو مشر هره ورځ خپله نذرانه د قربانۍ د ځای د وقف کولو دپاره راوړي.>نو هر مشر دا لاندیني سوغاتونه راوړل:

12. ‏-د سپینو زرو یو پیشقاب چې وزن یې یونیم کیلوګرام ؤ او د وینې د شیندلو دپاره د سپینو زرو یوه کاسه چې وزن یې اته سوه ګرامه ؤ. دواړه د ښو اوړو او زیتونو د تېلو څخه ډک وو، دا د غلې دانې د نذرانې په توګه وو او وزن یې د مقدس ځای د اندازې په مطابق ؤ:- د خوشبویۍ څخه ډک د سرو زرو یو پیشقاب چې وزن یې یوسلو لس ګرامه ؤ- یو ځوان غویی، یو پسه او یو یو کلن وری د سوزېدونکې نذرانې په توګه- یو وز د ګناه د نذرانې په توګه- او د سلامتۍ د نذرانې په توګه دوه غوایان، پنځه پسونه، پنځه وزان او پنځه وري چې هر یو یو کلن ؤ.قبیلوي مشرانو خپل سوغاتونه او نذرانې په لاندیني ترتیب سره راوړلې:په اوله ورځ د یهودا د قبیلې څخه نحشون د عمیناداب زویپه دوهمه ورځ د یساکار د قبیلې څخه نتنائیل د صوغر زویپه دریمه ورځ د زبولون د قبیلې څخه الیاب د حیلون زویپه څلورمه ورځ د روبین د قبیلې څخه الیصور د شدیئور زویپه پنځمه ورځ د شمعون د قبیلې څخه شلومیئیل د صوریشدای زویپه شپږمه ورځ د جاد د قبیلې څخه الیاساف د دعوئیل زویپه اوومه ورځ د افرایم د قبیلې څخه الیشمع د عمیهود زویپه اتمه ورځ د منسي د قبیلې څخه جملیئیل د فدهصور زویپه نهمه ورځ د بنیامین د قبیلې څخه ابیدان د جدعوني زویپه لسمه ورځ د دان د قبیلې څخه اخیعزر د عمیشدای زویپه یوولسمه ورځ د اشیر د قبیلې څخه فجعیئیل د عکران زویپه دولسمه ورځ د نفتالي د قبیلې څخه اخیرع د عینان زوی.

84. ‏- –

88. په دې ډول کله چې د قربانۍ ځای مسح او څښتن ته وقف کړای شو، دغو دولسو مشرانو دا لاندیني سوغاتونه راوړل:- دولس د سپینو زرو قابونه او دولس د سپینو زرو کاسې چې د وینې د شیندلو دپاره وې او د ټولو وزن د مقدس ځای د اندازې په مطابق اته ویشت کیلوګرامه ؤ.- دولس د سرو زرو پشقابونه چې وزن یې یونیم کیلوګرامه ؤ او د خوشبویۍ څخه ډک وو.- دولس غوایان، دولس پسونه او دولس یو کلن وري د غلو دانو د نذرانو سره د سوزېدونکو نذرانو په توګه.- دولس وزان د ګناه د نذرانو په توګه.- څلورویشت غوایان، شپېته پسونه، شپېته وزان او شپېته یو کلن وري د سلامتۍ د نذرانو په توګه.

89. کله به چې حضرت موسیٰ غوښتل چې د څښتن سره خبرې وکړي نو مقدسې خېمې ته به ورننوت. هلته به هغه د دوو کروبیانو له منځ څخه د کفارې د پوښ دپاسه چې د لوظ په صندوق باندې پروت ؤ، د څښتن غږ اورېده چې د هغه سره یې خبرې کولې.

About شمېر Chapter 7

Read شمېر Chapter 7 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of شمېر in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: شمېر
Chapter: 7
Testament: Old Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading شمېر. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading شمېر Chapter 7 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is شمېر Chapter 7?

شمېر Chapter 7 is part of the Book of شمېر in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete شمېر Chapter 7 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from زوړ عهد

  1. ارمیا Chapter 12
  2. ارمیا Chapter 21
  3. اول پادشاهان Chapter 5
  4. لاویان Chapter 10
  5. زبور Chapter 22
  6. لاویان Chapter 8
  7. اول پادشاهان Chapter 21

Explore More from شمېر

  1. شمېر Chapter 12
  2. شمېر Chapter 22
  3. شمېر Chapter 11
  4. شمېر Chapter 2
  5. شمېر Chapter 34
  6. شمېر Chapter 31
  7. شمېر Chapter 30

Related Chapters & Readings

  1. متلونه Chapter 1
  2. خروج Chapter 5
  3. اول تواریخ Chapter 24
  4. عبرانیانو ته Chapter 11
  5. زبور Chapter 65
  6. مرقس Chapter 12
  7. متی Chapter 7
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *