شمېر Chapter 1

For English

Read شمېر Chapter 1 Online

Read شمېر Chapter 1 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of شمېر in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of شمېر and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

شمېر 1

فصل 1

1. د مصر څخه د اسراییلو د قوم د راوتلو څخه وروسته د دوهم کال د دوهمې میاشتې په اوله ورځ کله چې څښتن د حضرت موسیٰ سره د سینا په دښته کې په مقدسه خېمه کې خبرې وکړې هغه وفرمایل:

2. <ته او هارون طایفه په طایفه او کورنۍ په کورنۍ د اسراییلو د ټول قوم سرشمېرنه وکړئ او د هغو ټولو خلکو د نومونو لست ولیکئ

3. چې عمر یې شل کاله یا زیات وي او جنګ کولی شي.

4. د هرې قبیلې د طایفې د یو مشر څخه مرسته وغواړئ.

5. دا د هغو مشرانو نومونه دي چې تاسو سره باید مرسته وکړي:د روبین له قبیلې څخه الیصور د شدیئور زوی

6. د شمعون له قبیلې څخه شلومیئیل د صوریشدای زوی

7. د یهودا له قبیلې څخه نحشون د عمیناداب زوی

8. د یساکار له قبیلې څخه نتنائیل د صوغر زوی

9. د زبولون له قبیلې څخه الیاب د حیلون زوی

10. د حضرت یوسف له زامنو څخه:د افرایم له قبیلې څخه الیشمع د عمیهود زوید منسي له قبیلې څخه جملیئیل د فدهصور زوی

11. د بنیامین له قبیلې څخه ابیدان د جدعوني زوی

12. د دان له قبیلې څخه اخیعزر د عمیشدای زوی

13. د اشیر له قبیلې څخه فجعیئیل د عکران زوی

14. د جاد له قبیلې څخه الیاساف د دعوئیل زوی

15. د نفتالي له قبیلې څخه اخیرع د عینان زوی.>

16. دا خلک قبیلوي مشران وو چې د اسراییلو د قوم څخه د دې کار دپاره وټاکل شول.

17. د دې دولسو نفرو په مرسته حضرت موسیٰ او حضرت هارون

18. د دوهمې میاشتې په اوله ورځ ټول قوم راوغوښت. خلکو خپل نومونه طایفه په طایفه او کورنۍ په کورنۍ ولیکل او هغه نفر چې عمر یې شل کاله یا زیات ؤ د هر یو نوم په لست کې ولیکل شو.

19. څنګه چې څښتن په حضرت موسیٰ باندې امر کړی ؤ، هغوی یې د سینا په دښته کې وشمېرل:

20.

46. ټول نفر چې عمر یې شل کاله یا زیات ؤ او جنګ یې کولی شو نومونه یې په لست کې ولیکل شول. د هر یو نوم د خپلو طایفو او کورنیو د سوانحو په مطابق ولیکل شو او د حضرت یعقوب د مشر زوی روبین د قبیلې څخه شروع وشوه. د روبین د اولادې شمېر: ۴۶۵۰۰ تنه د شمعون د اولادې څخه: ۵۹۳۰۰ تنه د جاد د اولادې څخه: ۴۵۶۵۰ تنه د یهودا د اولادې څخه: ۷۴۶۰۰ تنه د یساکار د اولادې څخه: ۵۴۴۰۰ تنه د زبولون د اولادې څخه: ۵۷۴۰۰ تنه د حضرت یوسف د زامنو څخه: د افرایم د اولادې څخه: ۴۰۵۰۰ تنه د منسي د اولادې څخه: ۳۲۲۰۰ تنه د بنیامین د اولادې څخه: ۳۵۴۰۰ تنه د دان د اولادې څخه: ۶۲۷۰۰ تنه د اشیر د اولادې څخه: ۴۱۵۰۰ تنه د نفتالي د اولادې څخه: ۵۳۴۰۰ تنه د هغو نفرو شمېر چې د حضرت موسیٰ، حضرت هارون او د دولسو قبیلو د مشرانو له خوا لیکل شوی ؤ، ټول ۶۰۳۵۵۰ تنه وو.

47. مګر هغه خلک چې د لاوي د قبیلې څخه وو په دې کې شامل نه وو،

48. ځکه چې څښتن حضرت موسیٰ ته فرمایلي وو:

49. <کله چې ته د هغو نفرو سرشمېرنه کوې چې جنګ کولی شي، نو د لاوي قبیله په کې مه شاملوه.

50. د هغې په ځای لاویان د مقدسې خېمې او د هغې د ټول سامان مسوولان وټاکه. هغوی به دا خېمه او د هغې سامان انتقالوي، ساتنه به یې کوي او د هغې په شاوخوا کې به خپلې خېمې ودروي.

51. هرکله چې تاسو خپلې خېمې بل ځای ته وړئ، نو لاویان دې مقدسه خېمه راټوله کړي او په نوي ځای کې دې بیا ودروي. که بل هرڅوک ورته نژدې ورشي وبه وژل شي.

52. پاتې اسراییلیان به د خپلو ډلو په اساس خېمې ودروي، هر سړی به د خپل بیرغ لاندې د خپلې ډلې سره وي.

53. خو لاویان به خپلې خېمې د مقدسې خېمې په شاوخوا کې ودروي ترڅو د اسراییلو په قوم باندې زما قهر نازل نه شي. لاویان دې د مقدسې خېمې د ساتلو مسئولیت په غاړه واخلي.> ۵۴څنګه چې څښتن په حضرت موسیٰ باندې امر کړی ؤ، اسراییلیانو کټ مټ هماغسې وکړل.

About شمېر Chapter 1

Read شمېر Chapter 1 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of شمېر in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: شمېر
Chapter: 1
Testament: Old Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading شمېر. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading شمېر Chapter 1 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is شمېر Chapter 1?

شمېر Chapter 1 is part of the Book of شمېر in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete شمېر Chapter 1 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from زوړ عهد

  1. ارمیا Chapter 12
  2. ارمیا Chapter 21
  3. زبور Chapter 22
  4. اول پادشاهان Chapter 5
  5. لاویان Chapter 10
  6. لاویان Chapter 8
  7. لاویان Chapter 9

Explore More from شمېر

  1. شمېر Chapter 36
  2. شمېر Chapter 9
  3. شمېر Chapter 22
  4. شمېر Chapter 15
  5. شمېر Chapter 25
  6. شمېر Chapter 27
  7. شمېر Chapter 16

Related Chapters & Readings

  1. پیدایښت Chapter 18
  2. متی Chapter 21
  3. قاضیان Chapter 6
  4. متی Chapter 18
  5. یشوع Chapter 21
  6. حزقیال Chapter 31
  7. ارمیا Chapter 49
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *