شمېر Chapter 22

For English

Read شمېر Chapter 22 Online

Read شمېر Chapter 22 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of شمېر in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of شمېر and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

شمېر 22

فصل 22

1. اسراییلیان د هغه ځای څخه روان شول او د موآب په ډاګونو کې د اردن د سیند ختیځ خواته اریحا ته مخامخ یې خېمې ودرولې.

2. ‏-

3. کله چې د موآب پادشاه بالاق د صفور زوی واورېدل چې اسراییلیان څومره ډېر وو او د اموریانو سره یې څه کړي وو، نو هغه او د هغه خلک ډېر سخت ووېرېدل.

4. ‏-

5. موآبیانو د مدیانیانو مشرانو ته وویل: <هرڅه چې زمونږ په شاوخوا کې دي دا لوی لښکر به هغه داسې ژر له منځه یوسي لکه یو غویی چې په پټي کې واښه خوري.> نو بالاق پادشاه استازي ولېږل چې د بعور زوی بلعام چې د فرات سیند ته نژدې د فتور په ښار کې په خپل اصلي وطن کې اوسېده راوغواړي. هغوی دغه پیغام د بالاق څخه هغه ته راوړ: <زه ستا مرستې ته اړتیا لرم. د مصر څخه یو لوی قوم راغلی دی او خلک یې په هرځای کې خپاره شوي دي او زما سیمې ته نژدې اوسیږي.

6. هغوی ډېر قوي دي او مونږ ورته ماتې نه شو ورکولی، نو آیا ته به راشې او زما دپاره به په هغوی باندې لعنت ووایې؟ کېدای شي بیا مونږ وکولی شو چې هغوی ته ماتې ورکړو او له دې خاورې څخه یې وشړو. زه پوهېږم چې هر چاته چې ته برکت ورکړې هغه به برکت ومومي، مګر په هرچا باندې چې لعنت ووایې په هغه باندې به لعنت راشي.>

7. د موآب او د مدیان مشران لاړل او پیسې یې د ځانه سره واخیستلې چې بلعام ته یې د فال دپاره ورکړي. کله چې هغوی د هغه کور ته ورسېدل، د بالاق پیغام یې ورکړ.

8. بلعام په ځواب کې وویل: <شپه دلته تېره کړئ او سبا به بېرته تاسو ته د څښتن هغه ځواب راوړم چې ماته یې راکوي.> نو مشران د هغه په کور کې پاتې شول.

9. په هماغه شپه خدای پاک بلعام ته ورغی او پوښتنه یې ورڅخه وکړه: <ستا په کور کې دا خلک څوک دي؟>

10. بلعام په ځواب کې وویل: <دا د موآب د پادشاه بالاق استازي دي. هغه دوی رالېږلي دي

11. چې ما د دې دپاره د ځانه سره موآب ته بوځي چې په هغو خلکو باندې لعنت ووایم چې له مصر څخه هلته راغلي دي. هغوی په ټول وطن کې خپاره شوي دي او دی غواړي چې ویې شړي.>

12. مګر خدای پاک په ځواب کې وفرمایل: <د بالاق د استازو سره مه ځه. ما هغو خلکو ته چې له مصر څخه راغلي دي برکت ورکړی دی، نو په هغوی باندې لعنت مه وایه.>

13. سهار بلعام د بالاق استازو ته وویل: <بېرته خپل وطن ته لاړ شئ. څښتن ماته اجازه نه راکوي چې تاسو سره لاړ شم.>

14. نو هغوی لاړل او بالاق ته یې وویل چې بلعام د راتګ څخه انکار وکړ.

15. بیا بالاق زیات شمېر مشران ورولېږل چې د اولنۍ ډلې څخه ډېر مهم خلک په کې وو.

16. هغوی بلعام ته ورغلل او ورته ویې ویل چې بالاق وایي: <بلعامه، ته باید خامخا راشې!

17. زه به ډېرې پیسې درکړم او هرڅه چې ته غواړې هغه به وکړم. راشه او زما دپاره په دغو خلکو باندې لعنت ووایه.>

18. خو بلعام په ځواب کې وویل: <حتیٰ که چېرې بالاق ماته خپله ماڼۍ هم راکړي چې د سرو زرو او سپینو زرو څخه ډکه وي، حتیٰ زه به په یوې ډېرې کوچنۍ موضوع هم د خپل څښتن خدای د حکم څخه سرغړونه ونه کړم.

19. تاسو کولی شئ چې دلته شپه تېره کړئ لکه څنګه چې هغو نورو تېره کړه. زه به دا معلومه کړم چې څښتن په دې هکله ماته نور څه وایي یا نه.>

20. په هغه شپه خدای پاک بلعام ته وفرمایل: <که چېرې هغه نفر تاته راغلل او درڅخه یې وغوښتل چې ورسره لاړ شې نو ځان تیار کړه او ورسره لاړ شه، مګر یوازې هغه کار به کوې چې زه یې درته وایم.>

21. نو بلعام سهار راپاڅېده او په خپله خره باندې یې کته واچوله او د موآبیانو د مشرانو سره لاړ.

22. خدای پاک په قهر شو چې بلعام لاړ. بلعام په خپلې خرې باندې سپور ؤ او خپل دوه نوکران یې ورسره وو. د څښتن فرښته په لاره کې ودرېدله چې مخه یې ونیسي.

23. کله چې د بلعام خرې د څښتن فرښته ولیدله چې په لاره کې ولاړه ده او توره یې په لاس کې ده، نو لاره یې پرېښودله او په پټي کې روانه شوه. بلعام خره ووهله چې بېرته یې لارې ته راولي.

24. بیا فرښته د انګورو د دوو باغونو په منځ کې په یوه تنګه لاره کې چې دواړو خواو ته یې دېوال ؤ ودرېدله.

25. کله چې خرې فرښته ولیدله، هغه دېوال ته دومره نژدې روانه شوه چې د بلعام پښه په دېوال باندې وسولېدله. بلعام بیا خره ووهله.

26. فرښته یو ځل بیا مخکې لاړه او په یو داسې تنګ ځای کې ودرېدله چې د خرې دپاره بېخي ځای نه ؤ چې ښي یا چپ خوا ته وګرځي.

27. په دې وخت کې چې کله خرې فرښته ولیدله، نو هغه پرېوتله. بلعام په قهر شو او په خپله امسا باندې یې د خرې په وهلو شروع وکړه.

28. بیا څښتن خرې ته دا توان ورکړ چې خبرې وکړي او خرې بلعام ته وویل: <ما ستا سره څه کړي دي چې درې ځلې دې ووهلم؟>

29. بلعام په ځواب کې وویل: <تا راڅخه احمق جوړ کړ! که چېرې توره راسره وای نو ته به مې همدلته وژلې وای!>

30. خرې په ځواب کې وویل: <زه هماغه خره نه یم چې ټول عمر راباندې سپور شوی یې؟ آیا مخکې مې کله درسره داسې کار کړی ؤ؟>بلعام په ځواب کې وویل: <نه.>

31. بیا څښتن د بلعام سترګې پرانیستلې او هغه فرښته یې ولیدله چې د تورې سره په لاره کې ولاړه وه. بلعام خپل ځان پړمخې په ځمکه باندې وغورزاوه.

32. فرښتې وفرمایل: <ولې دې خپله خره درې ځلې ووهله؟ دا زه وم چې ستا لاره مې بنده کړې وه، ځکه چې ته باید موآب ته لاړ نه شې.

33. که چېرې ستا خرې زه درې ځلې لیدلې نه وای او ودرېدلې نه وای، ما به ته وژلی وای او خره به مې ژوندۍ پریښې وای.>

34. بلعام په ځواب کې وویل: <ما ګناه وکړه. زه نه پوهېدم چې ته په لاره کې ولاړه وې چې زما مخه ونیسې. که چېرې ته فکر کوې چې دا بده ده چې زه لاړ شم، زه به کور ته ستون شم.>

35. مګر فرښتې وفرمایل: <د دې خلکو سره لاړ شه، مګر یوازې هغه څه به وایې چې زه یې درته وایم.> نو بلعام د هغو مشرانو سره روان شو.

36. کله چې بالاق واورېدل چې بلعام راروان دی، هغه لاړ چې په عار کې یعنې هغه ښار کې چې د ارنون په سیند باندې د موآب د سرحد سره پروت دی د هغه سره ملاقات وکړي.

37. بالاق بلعام ته وویل: <کله چې اول ځل ما راوغوښتلې ولې رانغلې؟ آیا تا دا فکر کاوه چې ما نه شو کولی چې پوره انعام درکړم؟>

38. بلعام په ځواب کې وویل: <زه اوس تاته راغلی یم، مګر زه څه قدرت لرم؟ زه اوس یوازې هغه څه ویلی شم چې خدای پاک یې راته ووایي.>

39. نو بلعام د بالاق سره د حصوت ښار ته لاړ.

40. بالاق هلته غوایان او پسونه قرباني کړل او لږه غوښه یې بلعام او هغو مشرانو ته چې د هغه سره وو، ورکړه.

41. بالاق سهار بلعام د بموت بعل ښار ته پورته بوته. د هغه ځای څخه بلعام ځینې اسراییلیان لیدلی شول.

About شمېر Chapter 22

Read شمېر Chapter 22 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of شمېر in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: شمېر
Chapter: 22
Testament: Old Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading شمېر. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading شمېر Chapter 22 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is شمېر Chapter 22?

شمېر Chapter 22 is part of the Book of شمېر in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete شمېر Chapter 22 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from زوړ عهد

  1. ارمیا Chapter 12
  2. ارمیا Chapter 21
  3. زبور Chapter 22
  4. اول پادشاهان Chapter 5
  5. لاویان Chapter 10
  6. لاویان Chapter 8
  7. لاویان Chapter 9

Explore More from شمېر

  1. شمېر Chapter 17
  2. شمېر Chapter 10
  3. شمېر Chapter 26
  4. شمېر Chapter 8
  5. شمېر Chapter 1
  6. شمېر Chapter 31
  7. شمېر Chapter 23

Related Chapters & Readings

  1. خروج Chapter 9
  2. اشعیا Chapter 27
  3. اشعیا Chapter 51
  4. لوقا Chapter 15
  5. زبور Chapter 15
  6. زبور Chapter 121
  7. دوهم پادشاهان Chapter 12
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *