شمېر Chapter 21

For English

Read شمېر Chapter 21 Online

Read شمېر Chapter 21 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of شمېر in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of شمېر and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

شمېر 21

فصل 21

1. د عراد کنعانی پادشاه د کنعان په جنوب کې اوسېده او کله چې هغه واورېدل چې اسراییلیان د اتاریم کلي ته راروان دي، هغه ورباندې حمله وکړه او د هغو څخه یې ځینې ونیول.

2. نو اسراییلیانو څښتن ته نذر ومانه: <که چېرې ته مونږ په دې خلکو باندې بریالي کړې، مونږ به هغوی او د هغوی ښارونه بې له کوم شرط څخه تاته وقف کړو او هغوی به له منځه یوسو.>

3. څښتن د دوی دعا قبوله کړه او د هغوی سره یې مرسته وکړه چې په کنعانیانو باندې بریالي شي. نو اسراییلیانو هغوی او د هغوی ښارونه بېخي له منځه یوړل او هغه ځای یې د حرمه په نوم یاد کړ.

4. اسراییلیان د هور د غره څخه لاړل او په هغې لارې باندې روان شول چې سرې بحیرې ته تللې ده، د دې دپاره چې د ادوم د سیمې په شاوخوا باندې راوګرځي. مګر خلکو په لاره کې خپله حوصله له لاسه ورکړه

5. او د خدای پاک او حضرت موسیٰ په ضد یې خبرې وکړې. هغوی شکایت وکړ: <مونږه مو ولې د مصر څخه راوویستلو چې په دې دښته کې مړه شو، چېرته چې نه ډوډۍ شته او نه اوبه؟ مونږ نور د دې خراب خوراک څخه تنګ شوي یو!>

6. بیا څښتن په هغوی باندې زهر لرونکي ماران نازل کړل او ډېر اسراییلیان یې وچیچل او مړه شول.

7. خلک حضرت موسیٰ ته ورغلل او ویې ویل: <مونږ ګناه کړې ده چې د څښتن او ستا په ضد مو خبرې کړې دي. اوس څښتن ته دعا وکړه چې دا ماران لېرې کړي.> نو حضرت موسیٰ د خلکو دپاره دعا وکړه.

8. څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل: <یو فلزي مار جوړ کړه او د یوې پایې په سر باندې یې ځوړند کړه. هرڅوک چې چیچل کیږي نو کله چې هغه فلزي مار ته وګوري ژوندی به پاتې کیږي.>

9. نو حضرت موسیٰ یو برنجي مار جوړ کړ او هغه یې د یوې پایې په سر باندې ځوړند کړ. هرڅوک به چې مار چیچه هغه به برنجي مار ته کتل نو ژوندی به پاتې کېده.

10. اسراییلیان روان شول او د اوبوت سره یې خېمې ودرولې.

11. کله چې هغوی له هغه ځای څخه لاړل، د عیی عباریم په دښته کې د موآب د سیمې ختیځ خواته یې خېمې ودرولې،

12. بیا یې د زارد د خوړ په څنګ کې خېمې ودرولې.

13. بیا له هغه ځای څخه روان شول او د ارنون د سیند په شمال کې په هغې دښتې کې یې چې د اموریانو د سیمې پورې غزېدلې ده خېمې ودرولې. (ارنون د موآبیانو او اموریانو ترمنځ سرحد ؤ.)

14. له همدې کبله د څښتن د جنګونو په کتاب کې ویل شوي دي چې د واهیب ښار او د هغه ویالې د سوفه په سیمه کې دي، د ارنون سیند او

15. د هغه درې د موآبیانو د سرحد تر څنګ پرتې دي او د عار تر ښاره پورې رسېدلې دي.

16. له هغه ځای څخه دوی یو بل ځای ته چې د کوهي په نوم یادېده لاړل، یعنې هغه ځای ته چېرته چې څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل: <خلک سره راغونډ کړه چې د څښلو دپاره اوبه ورکړم.>

17. په هغه وخت کې د اسراییلو خلکو دا روحاني سندره وویله:<ای کوهیه! راوباسه اوبه خپلېهرکلی به ورته وایو په سندرې

18. هغه کوهی چې کیندل شوی شهزادګانو له خوااو د قوم د مشرانو له خوادی کیندل شوی په شاهي امسااو د هغوی په امساګانو باندې>هغوی له دښتې څخه متانې ته لاړل

19. او له هغه ځایه نحلیئیل ته لاړل او د نحلیئیل څخه باموت ته

20. او له باموت څخه هغې درې ته لاړل چې د موآبیانو په سیمه کې ده او د پیسګاه د غره لاندې ده او له هغه ځای څخه ښکته دښته لیدل کیږي.

21. د اسراییلو خلکو د اموریانو پادشاه سیحون ته استازي ورولېږل چې هغه ته داسې ووایي:

22. <مهرباني وکړئ مونږ پرېږدئ چې ستاسو په سیمه باندې تېر شو. مونږ به خپله لاره نه خوشې کوو او ستاسو پټیو او د انګورو باغونو ته به نه ورننوزو او ستاسو د کوهیانو څخه به هیڅ اوبه ونه څښو. مونږ به په عمومي لاره باندې ځو، ترڅو ستاسو د سیمې څخه ووزو.>

23. مګر سیحون اسراییلیان پرېنښودل چې د هغه د وطن له لارې سفر وکړي. د دې په ځای، هغه خپل ټول لښکر سره راغونډ کړ او دښتې ته ووت چې د یاهص ښار ته نژدې په اسراییلیانو باندې حمله وکړي.

24. مګر اسراییلیانو خپل ډېر دښمنان په دې جګړه کې ووژل او د هغوی سیمه یې په جنوب کې د ارنون د سیند څخه نیولې په شمال کې د یبوق تر سیند پورې ونیوله. د یبوق بلې خواته د عمونیانو سیمه وه او د هغوی سرحد ډېر قوي ؤ.

25. نو اسراییلیانو د اموریانو ټول ښارونه چې په هغو کې حشبون او د هغه شاوخوا کلي هم شامل وو ونیول او هلته اوسېدل.

26. حشبون د اموریانو د پادشاه سیحون پایتخت ؤ. سیحون د موآب د پخواني پادشاه سره جګړه کړې وه او د ارنون د سیند پورې یې د هغه ټوله خاوره نیولې وه.

27. په دې سبب شاعران وایي:<راشئ حشبون ته یعنې ښار ته د سیحون پادشاه!غواړو هغه بېرته آباد ووینو!

28. په یو وخت کې د حشبون له دغه ښارهد سیحون لښکرې لاړې مخکې لکه اورپه موآب کې یې برباد کړ د عار ښارکړې بربادې یې غونډۍ ارنون دپاسه

29. افسوس په تاسو موآبیانو باندې!ای د کموش عبادت کوونکو برباد شوئ تاسې!ستاسو خدای پرېښودل خلک چې مهاجر شيښځې شولې اسیرانې د اموریایي پادشاه په لاس

30. مګر اوس ده برباد شوې اولاده د هغویپه ټوله لاره د حشبون نه تر دیبونه پورېتر نوفح چې ده میدبا ته نژدې>

31. نو اسراییلیان د اموریانو په سیمه کې اوسېدل.

32. نو حضرت موسیٰ یو څو نفره ولېږل چې د یعزیر په ښار باندې د حملې دپاره یوه ښه لاره راپیدا کړي. اسراییلیانو هغه ښار او د هغه شاوخوا کلي ونیول او هغه اموریان چې هلته اوسېدل هغوی یې وشړل.

33. بیا اسراییلیان راوګرځېدل او د باشان په لاره باندې روان شول. د باشان پادشاه عوج د خپلو ټولو لښکرو سره روان شو چې په ادرعي کې په هغوی باندې حمله وکړي.

34. څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل: <د عوج څخه مه وېرېږه. زه به تاته په هغه، د هغه په ټولو خلکو او خاوره باندې بری درکړم. د هغه سره هغه کار وکړه چې د اموریانو د پادشاه سره دې چې حشبون یې پایتخت ؤ کړی ؤ.>

35. نو اسراییلیانو عوج، د هغه زامن او د هغه ټول خلک ووژل، یو هم ژوندی پاتې نه شو او بیا یې د هغه خاوره ونیوله.

About شمېر Chapter 21

Read شمېر Chapter 21 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of شمېر in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: شمېر
Chapter: 21
Testament: Old Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading شمېر. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading شمېر Chapter 21 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is شمېر Chapter 21?

شمېر Chapter 21 is part of the Book of شمېر in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete شمېر Chapter 21 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from زوړ عهد

  1. ارمیا Chapter 12
  2. ارمیا Chapter 21
  3. اول پادشاهان Chapter 5
  4. لاویان Chapter 10
  5. زبور Chapter 22
  6. لاویان Chapter 8
  7. اول پادشاهان Chapter 21

Explore More from شمېر

  1. شمېر Chapter 3
  2. شمېر Chapter 32
  3. شمېر Chapter 14
  4. شمېر Chapter 36
  5. شمېر Chapter 6
  6. شمېر Chapter 12
  7. شمېر Chapter 30

Related Chapters & Readings

  1. دوهم پادشاهان Chapter 24
  2. عزرا Chapter 1
  3. پیدایښت Chapter 48
  4. لوقا Chapter 14
  5. خروج Chapter 10
  6. اول قرنتیانو ته Chapter 10
  7. نحمیا Chapter 9
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *