متی Chapter 6

For English

Read متی Chapter 6 Online

Read متی Chapter 6 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of متی in the New Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of متی and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

متی 6

فصل 6

1. پام کوئ چې د خپلې دیندارۍ کارونه د دې دپاره د خلکو په مخکې ونه کړئ چې نور یې وویني، که داسې وکړئ، نو د اسماني پلار له خوا به ستاسو دپاره هېڅ اجر نه وي.

2. کله چې چاته خیرات ورکوئ، نو سرنی مه وهئ چې خلک پرې خبر شي لکه څنګه چې منافقان یې په کنیسو او کوڅو کې کوي، ترڅو خلک یې صفتونه وکړي. په یقین سره زه تاسو ته دا وایم چې هغوی خپل اجر تر لاسه کړی دی.

3. خو کله چې خیرات ورکوئ، نو هغه داسې ورکړئ چې چپ لاس مو خبر نه شي چې ښي لاس مو څه کوي.

4. نو خپل خیرات پټ ورکړئ بیا به ستاسو اسماني پلار چې په ټولو پټو رازونو باندې پوهیږي تاسو ته اجر درکړي.

5. کله چې دعا کوئ، نو د منافقانو په شان مه اوسئ. هغوی دا خوښوي چې په کنیسو او د کوڅو په غاړه ودریږي او دعا وکړي، ترڅو خلک هغوی وویني. په یقین سره زه تاسو ته دا وایم چې هغوی خپل اجر ترلاسه کړی دی.

6. خو کله چې تاسو دعا کوئ، نو خپلې کوټې ته ننوځئ، دروازه بنده کړئ او د خپل نه لیدونکي اسماني پلار په حضور کې دعا وکړئ او ستاسو اسماني پلار چې په ټولو پټو رازونو باندې پوهیږي تاسو ته به اجر درکړي.

7. تاسو په خپلو دعاګانو کې د کافرانو په شان بې معنی کلیمې مه تکراروئ. هغوی فکر کوي چې د دوی دا اوږدې اوږدې دعاګانې به قبولې شي.

8. د هغوی په شان مه کېږئ، ځکه چې ستاسو پلار د مخکې نه ستاسو د اړتیاوو څخه چې تاسو ورته سوال کوئ، خبر دی.

9. نو بیا داسې دعا وکړئ:‹ای زمونږ اسماني پلاره،ستا نوم دې پاک وي،

10. ستا پاچاهي دې راشي.ستا اراده دې په ځمکه هم پوره شيلکه څنګه چې په اسمان کې پوره کیږي.

11. مونږ ته خپل ورځنی رزق همدا نن راکړه.

12. زمونږ ګناهونه وبخښه،لکه څنګه چې مونږ هم هغه خلک بخښوچې زمونږ په وړاندې ګناه کوي.

13. مونږ په ازمایښت کې مه اچوه، خو مونږ د شیطان د بدۍ نه وساته،[ځکه چې پاچاهي، قدرت او لویي به تل ترتله ستا وي. امین.]›

14. که چېرې تاسو هغه خلک وبخښئ چې ستاسو په وړاندې یې ګناه کړې ده، نو ستاسو اسماني پلار به هم تاسو وبخښي.

15. خو که چېرې تاسو د نورو ګناهونه ونه بخښئ، نو ستاسو اسماني پلار به هم ستاسو ګناهونه ونه بخښي.

16. کله چې روژه نیسئ، نو د منافقانو په شان خپل ځانونه غمجن مه ښایئ، ځکه چې هغوی خپلې څېرې داسې بدلوي چې نور خلک یې وویني چې دوی روژه نیولې ده. په یقین سره زه تاسو ته دا وایم چې هغوی خپل اجر تر لاسه کړی دی.

17. خو کله چې ته روژه نیسې، نو خپل سر غوړوه او خپل مخ دې وینځه،

18. ترڅو نور خلک پوه نه شي چې تا روژه نیولې ده، یوازې ستا اسماني پلار به چې څوک یې لیدلی نه شي درباندې پوه شي او ستا اسماني پلار چې د پټو کارونو څخه خبر دی تاته اجر درکړي.

19. د خپلو ځانونو دپاره د ځمکې په مخ خزانې مه ذخیره کوئ، یعنې په کوم ځای کې چې چینجي او زنګ یې له منځه وړي او غله ورپسې دېوالونه سوري کوي او هغه غلا کوي.

20. د هغې په ځای د خپلو ځانونو دپاره په اسمان کې خزانې ذخیره کړئ چې چینجي او زنګ یې له منځه نه شي وړلی او نه غله ورپسې دېوالونه سوري کولای شي چې هغه غلا کړي.

21. ځکه په هرځای کې چې ستا خزانه وي نو هلته به ستا زړه هم وي.

22. سترګې د بدن څراغ دی. که سترګې دې روغې وي، نو ټول بدن به دې روښانه وي،

23. خو که سترګې دې روغې نه وي، نو ټول بدن به دې په تیاره کې وي. نو که چېرې هغه رڼا چې په تا کې ده هغه تیاره شي، نو دا به څومره لویه تیاره وي!

24. هېڅوک نه شي کولای چې د دوو بادارانو خدمت وکړي، ځکه چې یا خو به د یو څخه کرکه کوي او د بل سره مینه او یا به یو ته وفادار وي او بل ته به په بده سترګه ګوري. تاسو نه شئ کولای چې هم د خدای بندګي وکړئ او هم د پیسو.

25. نو له دې امله تاسو ته وایم چې د خپل ژوند دپاره اندېښنه مه کوئ چې څه به خورئ او څه به څښئ او نه د خپل بدن په هکله چې څه شی به اغوندئ. ایا ژوند د خوراک څخه او بدن د کالیو څخه مهم نه دی؟

26. د هوا مرغانو ته وګورئ، هغوی نه څه کري او نه څه رېبي او نه څه په ګودام کې ذخیره کوي، خو بیاهم ستاسو اسماني پلار هغوی ته روزي رسوي. ایا تاسو د هغو څخه ډېر ارزښت نه لرئ؟

27. ایا په تاسو کې څوک کولای شي چې په اندېښنو سره د خپل عمر یو ساعت هم زیات کړي؟

28. نو بیا ولې د خپلو کالیو دپاره اندېښنه کوئ؟ ځنګلي ګلانو ته وګورئ چې څنګه لوییږي. هغوی نه کار کوي او نه د ځان دپاره کالي جوړوي.

29. بیاهم زه تاسو ته وایم چې حتی سلیمان پاچا هم د خپل ټول شان او شوکت سره د دې ګلانو په شان ښکلي کالي نه وو اغوستي.

30. خو که چېرې خدای د صحرا واښو ته چې نن دلته دي او سبا په تنور کې اچول کیږي داسې کالي ورکولای شي، ستاسو ایمان ولې دومره کمزوری دی؟ ایا هغه به تاسو ته د هغو څخه ښه کالي در نه کړي؟

31. نو اندېښنه مه کوئ او مه وایئ: ‹مونږ به څه خورو؟ څه به څښو؟ او څه به اغوندو؟›

32. ځکه چې بې ایمانه خلک د دې ټولو شیانو په هکله اندېښنه کوي، خو ستاسو اسماني پلار پوهیږي چې تاسو دې ټولو شیانو ته اړتیا لرئ.

33. خو لومړی د خدای د پاچاهۍ او د هغه د رضا د پوره کولو کوښښ وکړئ، نو بیا به دا ټول شیان هم تاسو ته درکړل شي.

34. نو د سبا دپاره اندېښنه مه کوئ، ځکه چې د سبا اندېښنې د سبا دپاره دي. د نن ورځې ستونزې د نن دپاره بس دي.

About متی Chapter 6

Read متی Chapter 6 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of متی in the New Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: متی
Chapter: 6
Testament: New Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading متی. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading متی Chapter 6 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is متی Chapter 6?

متی Chapter 6 is part of the Book of متی in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete متی Chapter 6 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from متی

  1. متی Chapter 26
  2. متی Chapter 19
  3. متی Chapter 14
  4. متی Chapter 16
  5. متی Chapter 9
  6. متی Chapter 28
  7. متی Chapter 15

Explore More from نوی عهد

  1. اول تسالونیکیانو ته Chapter 1
  2. مرقس Chapter 16
  3. اعمال رسولان Chapter 17
  4. متی Chapter 27
  5. اول یوحنا Chapter 4
  6. لوقا Chapter 20
  7. مکاشفه Chapter 19

Related Chapters & Readings

  1. زبور Chapter 20
  2. حزقیال Chapter 38
  3. اعمال رسولان Chapter 14
  4. شمېر Chapter 2
  5. زبور Chapter 134
  6. اول پادشاهان Chapter 21
  7. زبور Chapter 98
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *