Read شمېر Chapter 27 Online
Read شمېر Chapter 27 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of شمېر in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of شمېر and the Holy Bible online.
Choose a Chapter
شمېر 27
فصل 27
1. محله، نوعه، حجله، ملکه او ترصه د صلفحاد لورګانې وې. صلفحاد د حافر زوی ؤ، حافر د جلعاد زوی ؤ، جلعاد د ماخیر زوی ؤ، ماخیر د منسي زوی ؤ او منسي د حضرت یوسف زوی ؤ.
2. یوه ورځ د هغه لورګانې د مقدسې خېمې دروازې ته لاړلې او هلته یې د حضرت موسیٰ، العازار کاهن، د اسراییلو نورو مشرانو او د اسراییلو د ټول قوم سره لیدنه کتنه وکړه. هغوی وویل:
3. <زمونږ پلار په دښته کې مړ شو او د هغه څخه هیڅ زامن پاتې نه شول. هغه د قورح د پیروانو څخه چې د څښتن په مقابل کې یې سرکشي کړې وه، نه ؤ بلکه هغه د خپلې ګناه له کبله مړ شو.
4. یوازې په دې خاطر چې هغه هیڅ زامن نه درلودل، ولې زمونږ د پلار نوم له خپلې طایفې څخه ورک شي؟ مونږ ته د خپل پلار د خپلوانو په منځ کې ځمکه راکړئ.>
5. حضرت موسیٰ د هغوی دعوه څښتن ته وړاندې کړه
6. او څښتن هغه ته وفرمایل:
7. <د صلفحاد لورګانې چې څه غواړي هغه صحیح دي. هغوی ته د خپل پلار د خپلوانو په منځ کې ځمکه ورکړه. پرېږده چې د هغه میراث د دوی شي.
8. اسراییلیانو ته ووایه: کله چې یو سړی بې زویه مړ شي، د هغه لور ته به د هغه ځمکه په میراث پاتې شي.
9. که چېرې هغه هیڅ لور ونلري، د هغه ورونو ته به ځمکه په میراث پاتې شي.
10. مګر که چېرې هغه هیڅ ورونه ونلري، د هغه ترونو ته به ځمکه په میراث پاتې شي.
11. که چېرې هغه ترونه ونلري، په هغه طایفه کې باید د هغه ترټولو نژدې خپلوان ته د هغه ځمکه ورکړل شي. د اسراییلو قوم باید دا د یو قانوني شرط په توګه رعایت کړي، لکه څنګه چې ما څښتن تاته حکم وکړ.>
12. څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل: <د عباریم غرونو ته وخېژه او هغه ځمکه وګوره چې زه یې اسراییلیانو ته ورکوم.
13. کله چې ته هغه ووینې، نو د خپل ورور هارون په شان به مړ شې،
14. ځکه چې تاسو دواړو د صین په دښته کې زما د امر څخه سرکشي وکړه. هغه وخت چې ټول قوم په مریبه کې زما په ضد شکایت وکړ، تاسو د هغوی په مخکې زما د پاک قدرت احترام ونه کړ.> (مریبه په قادش کې د صین په دښته کې یوه چینه ده.)
15. حضرت موسیٰ دعا وکړه:
16. <ای څښتن خدایه، ای د ژوندون سرچینې، زه دعا کوم چې داسې یو نفر وټاکه چې د قوم مشري کولی شي.
17. ستا قوم یو داسې نفر ته اړتیا لري چې په جګړه کې ورته لارښودنه وکړي. که نه، نو هغوی به د داسې مېږو په شان شي چې بې شپونه یو خوا او بل خوا سرګردانه ګرځي.>
18. څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل: <د نون زوی یوشع لایق سړی دی، خپل لاس د هغه په سر باندې کېږده.
19. بیا یې د العازار کاهن او اسراییلیانو په مخ کې ودروه او یوشع د هغوی د نوي مشر په توګه وټاکه.
20. د خپلو اختیاراتو څخه دې لږ څه هغه ته ورکړه، ترڅو د اسراییلو ټول قوم د هغه اطاعت وکړي.
21. کله چې د څښتن څخه د لارښوونې د اخیستلو دپاره ضرورت پېښ شي نو یوشع باید العازار ته ورشي. العازار به د اوریم او تمیم په استعمالولو سره د هغه رضا معلومه کړي. په دې ډول به یوشع او د اسراییلو ټول قوم ته معلومه شي چې څه باید وکړي.>
22. څنګه چې څښتن حضرت موسیٰ ته حکم کړی ؤ، هغه هماغسې وکړل. هغه یوشع د العازار کاهن او د ټول قوم په مخکې ودراوه،
23. بیا هغه د یوشع په سر باندې خپل لاس کېښود او هغه یې د اسراییلو مشر وټاکه.
About شمېر Chapter 27
Read شمېر Chapter 27 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of شمېر in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.
Book Information
Book: شمېر
Chapter: 27
Testament: Old Testament
How to Read this Chapter
Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading شمېر. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.
More Resources
Continue Reading the Bible
Continue reading شمېر Chapter 27 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.
Frequently Asked Questions
What is شمېر Chapter 27?
شمېر Chapter 27 is part of the Book of شمېر in the Holy Bible.
Can I read this chapter online?
Yes. You can read the complete شمېر Chapter 27 online for free with easy chapter navigation.
More Chapters from زوړ عهد
- ارمیا Chapter 12
- ارمیا Chapter 21
- زبور Chapter 22
- اول پادشاهان Chapter 5
- لاویان Chapter 10
- لاویان Chapter 8
- لاویان Chapter 9
Explore More from شمېر
- شمېر Chapter 21
- شمېر Chapter 29
- شمېر Chapter 22
- شمېر Chapter 11
- شمېر Chapter 23
- شمېر Chapter 36
- شمېر Chapter 25