شمېر Chapter 9

For English

Read شمېر Chapter 9 Online

Read شمېر Chapter 9 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of شمېر in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of شمېر and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

شمېر 9

فصل 9

1. د دوهم کال په اوله میاشت وروسته له دې چې د اسراییلو قوم د مصر څخه راووت، څښتن د سینا په دښته کې د حضرت موسیٰ سره خبرې وکړې. هغه وفرمایل:

2. ‏-

3. <د اسراییلو قوم باید د فسحې اختر په ټاکل شوي وخت یعنې د دې میاشتې په څوارلسمه ورځ د لمرپرېواته په وخت د دې اختر د ټولو قوانینو او مقرراتو په مطابق ولمانځي.>

4. نو حضرت موسیٰ قوم ته وفرمایل چې د فسحې اختر ولمانځي

5. او هغوی دا کار د اولې میاشتې د څوارلسمې ورځې په ماښام د سینا په دښته کې وکړ. قوم هرڅه هماغه شان وکړل لکه څنګه چې څښتن په حضرت موسیٰ باندې امر کړی ؤ.

6. مګر ځینې خلک په مذهبي لحاظ ناپاک وو ځکه چې د هغوی لاسونه په مړي باندې لګېدلي وو او هغوی ونه شو کولی چې په هغه ورځ د فسحې اختر ولمانځي. نو حضرت موسیٰ او حضرت هارون ته ورغلل

7. او ویې ویل: <مونږ ناپاک یو ځکه چې زمونږ لاسونه په مړي باندې لګېدلي دي، مګر ولې نه شو کولی چې د فسحې اختر ولمانځو او د نورو اسراییلیانو سره په یو وخت څښتن ته نذرانې وړاندې کړو؟>

8. حضرت موسیٰ په ځواب کې وفرمایل: <صبر وکړئ چې زه په دې باندې ځان پوه کړم چې څښتن ستاسو په باره کې څه حکم کوي.>

9. بیا څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل چې

10. د اسراییلو خلکو ته ووایي: <که چېرې تاسو یا ستاسو له اولادې څخه څوک په مړي باندې په لګېدلو سره ناپاک شوی وي او یا په لېرې سفر کې وي، خو وغواړي چې د فسحې اختر ولمانځي،

11. نو هغه دې د دوهمې میاشتې د څوارلسمې ورځې په ماښام یعنې یوه میاشت وروسته ولمانځي. هغه دې د فسحې وری د فطیرې ډوډۍ او ترخو بوټو سره وخوري.

12. له هغه څخه دې هیڅ شی تر سهاره پورې نه پرېږدي او د حیوان هیڅ یو هډوکی دې نه ماتوي. کله چې هغه د فسحې اختر لمانځي، باید د دغو ټولو مقرراتو څخه پیروي وکړي.

13. مګر که چېرې ستاسو څخه څوک په مذهبي لحاظ پاک وي او په سفر کې نه وي او د فسحې اختر نه لمانځي، هغه باید زما د قوم څخه وشړل شي. هغه ته به سزا ورکړل شي ځکه چې ماته یې په ټاکلي وخت نذرانې نه دي وړاندې کړې.

14. که چېرې هغه بېګانه خلک چې ستاسو په منځ کې اوسیږي وغواړي چې د فسحې اختر ولمانځي، باید د ټولو قوانینو او مقرراتو په مطابق یې ولمانځي. همدغه قانون په هرچا باندې که هغه اصلي اوسېدونکی وي یا بېګانه وي عملي کیږي.>

15. ‏-

16. په هغه ورځ چې مقدسه خېمه ودرول شوه، یوه ورېځ راغله او خېمه یې پټه کړه. ورېځ به هره ورځ هلته وه او د شپې له خوا به د اور په شان ښکاره کېدله.

17. هرکله چې به ورېځ د خېمې څخه پورته شوه نو اسراییلیان به روان شول. کله به چې ورېځ راکوزه شوه، هغوی به خېمې ودرولې.

18. قوم د څښتن په امر حرکت کاوه او د هغه په امر به یې خېمې ودرولې. تر هغه وخته پورې چې په خېمه باندې به ورېځ وه، هغوی به په هماغه کمپ کې پاتې کېدل.

19. کله چې به ورېځ په خېمې باندې تر ډېره وخته پورې پاتې کېدله، هغوی د څښتن اطاعت کاوه او کډه یې نه کوله.

20. کله کله به ورېځ په خېمې باندې یوازې د یو څو ورځو دپاره پاتې کېدله، په هر حال کې به هغوی د څښتن د امر په مطابق په کمپ کې پاتې کېدل یا به یې کډه کوله.

21. کله کله ورېځ یوازې د ماښام څخه تر سهاره پورې پاتې کېدله، څنګه به چې ورېځ پورته شوه هغوی به کډه کوله. هرکله چې ورېځ پورته کېدله، هغوی کډه کوله.

22. که دا به دوه ورځې، یوه میاشت یا به ډېره موده وه ترڅو چې په خېمې باندې به ورېځ وه هغوی کډه نه کوله. مګر کله چې ورېځ پورته کېدله، هغوی به کډه کوله.

23. هغوی به د څښتن په امر خېمې ودرولې او د هغه په امر به یې حرکت کاوه. هغوی د څښتن د حکمونو څخه چې د حضرت موسیٰ په وسیله یې کول، اطاعت کاوه.

About شمېر Chapter 9

Read شمېر Chapter 9 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of شمېر in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: شمېر
Chapter: 9
Testament: Old Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading شمېر. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading شمېر Chapter 9 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is شمېر Chapter 9?

شمېر Chapter 9 is part of the Book of شمېر in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete شمېر Chapter 9 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from زوړ عهد

  1. ارمیا Chapter 12
  2. ارمیا Chapter 21
  3. زبور Chapter 22
  4. اول پادشاهان Chapter 5
  5. لاویان Chapter 10
  6. لاویان Chapter 8
  7. لاویان Chapter 9

Explore More from شمېر

  1. شمېر Chapter 22
  2. شمېر Chapter 34
  3. شمېر Chapter 18
  4. شمېر Chapter 3
  5. شمېر Chapter 36
  6. شمېر Chapter 19
  7. شمېر Chapter 4

Related Chapters & Readings

  1. یعقوب Chapter 1
  2. پیدایښت Chapter 10
  3. اول سموئیل Chapter 26
  4. ارمیا Chapter 13
  5. هوشع Chapter 8
  6. دوهم پادشاهان Chapter 10
  7. دوهم تواریخ Chapter 3
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *