Read شمېر Chapter 35 Online
Read شمېر Chapter 35 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of شمېر in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of شمېر and the Holy Bible online.
Choose a Chapter
شمېر 35
فصل 35
1. په داسې حال کې چې اسراییلیانو د موآب په ډاګونو کې د اردن د سیند په بله غاړه اریحا ته مخامخ خېمې ودرولې، څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل:
2. <اسراییلیانو ته ووایه د هغه جایداد څخه چې هغوی یې ترلاسه کوي باید لاویانو ته د اوسېدلو دپاره څو ښارونه او د هغو شاوخوا څړځایونه ورکړي.
3. دا ښارونه به د لاویانو وي او هغوی به هلته اوسیږي. د څړځای به د هغوی د غوایانو او د هغوی د نورو ټولو حیواناتو دپاره وي.
4. څړځای باید د ښار د بیروني دېوالونو څخه هرې خواته څلورنیم سوه متره وغزول شي،
5. ترڅو یوه مربع شکله سیمه جوړه شي چې هره خوا یې نهه سوه متره وي او ښار به یې په منځ کې وي.
6. شپږ ښارونه چې تاسو یې هغوی ته ورکوئ هغه به د پناه اخیستلو ښارونه وي او یو نفر چې یو څوک یې په سهوې سره وژلی وي کولی شي چې هلته وتښتي. مګر تاسو باید لاویانو ته دوه څلوېښت نور ښارونه ورکړئ،
7. نو هغوی به د شاوخوا څړځایونو سره ټول اته څلوېښت ښارونه ولري.
8. د لاویانو د ښارونو شمېر باید په هره قبیله کې د هغې د سیمې د اندازې په مطابق معلوم کړای شي. لویې قبیلې به زیات ښارونه او کوچنۍ قبیلې به کم ښارونه ورکړي.>
9. بیا څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل چې
10. د اسراییلو قوم ته داسې ووایي: <کله چې تاسو د اردن له سیند څخه تېر شئ او د کنعان خاورې ته ورننوزئ،
11. د پناه اخیستلو ښارونه انتخاب کړئ چې داسې نفر د ساتنې دپاره ورتښتېدلی شي چې یو څوک یې په سهوې سره وژلی وي.
12. هغه به په هغه ځای کې د وژل شوي نفر د خپلوانو د یو نفر څخه چې د بدل اخیستلو په لټه کې وي په امن کې اوسي. هیڅوک چې هغه په قتل باندې تورن شوی وي د علني محاکمې څخه پرته نه شي وژل کېدای.
13. شپږ ښارونه انتخاب کړئ،
14. درې د اردن ختیځې خواته او درې د کنعان په خاوره کې.
15. دا به د اسراییلیانو او هغو بېګانه خلکو دپاره چې په موقت یا دایمي توګه اوسیږي د پناه اخیستلو ځایونه وي. هرڅوک چې په سهوې سره یو نفر مړ کړي هغه کولی شي چې د دې ښارونو څخه یو ښار ته وتښتي.
16. -
18. خو بیاهم، که چېرې څوک د اوسپنې، تیږې یا لرګي د وسلې څخه کار واخلي او یو نفر ووژني، نو هغه د هغه نفر د قتل په خاطر مجرم دی او باید ووژل شي.
19. د وژل شوي نفر یو ډېر نژدې خپلوان دا مسئولیت لري چې قاتل ووژني. کله چې هغه پیدا کړي، باید ویې وژني.
20. که چېرې څوک د کوم نفر سره کینه لري او هغه په ټېل وهلو یا په یو شي باندې په ویشتلو سره مړ کړي
21. یا هغه په سوک ووهي، هغه د هغه نفر د قتل په اړه مجرم دی او باید ووژل شي. د وژل شوي نفر یو ډېر نژدې خپلوان دا مسئولیت لري چې قاتل ووژني. کله چې هغه راپیدا کړي نو باید ویې وژني.
22. خو فرض کړئ څوک په سهوې سره یو داسې نفر مړ کړي چې د هغه سره کینه نه لري، که هغه په ټېل وهلو وي یا په کوم شي باندې په ویشتلو سره.
23. یا د هغه فکر نه وي او یو داسې سړی په تیږه باندې په ویشتلو مړ کړي چې د هغه نیت نه وي چې هغه ژوبل کړي او د هغه دښمن نه وي.
24. نو په داسې حالاتو کې دې د هغه ځای خلک د هغه چا په حق کې فیصله وکړي چې نفر یې مړ کړی دی، نه د مړي د خپلوانو څخه د هغه نفر په حق کې چې د بدل اخیستلو په لټه کې دی.
25. ټولنه باید هغه سړی چې په قتل باندې تورن دی د وژل شوي نفر د خپلوان څخه خلاص کړي او هغه باید د پناه اخیستنې هغه ښار ته چې هغه ورتښتېدلی ؤ بېرته ولېږي. هغه باید د مشر کاهن تر مړینې پورې په هغه ښار کې واوسیږي.
26. مګر که چېرې په قتل باندې تورن نفر د پناه اخیستلو ښار چې ورته تښتېدلی ؤ پرېږدي
27. او د وژل شوي نفر ډېر نژدې خپلوان هغه پیدا کړي او ویې وژني، نو دغه بدل اخیستنه قتل نه دی.
28. په قتل باندې تورن نفر باید د مشر کاهن تر مړینې پورې د پناه اخیستلو په ښار کې پاتې شي، خو وروسته بیا کولی شي چې خپل کور ته ستون شي.
29. دا قوانین به په تاسو او ستاسو په اولادې باندې چې په هرځای کې اوسیږي عملي کیږي.
30. په قتل باندې تورن نفر باید یوازې په هغه صورت کې مجرم وګڼل شي او ووژل شي چې دوه یا له هغه څخه زیات شاهدان شاهدي ورکړي. د قتل د تور د ثابتولو دپاره د یو نفر شاهدي ورکول کافي نه دي.
31. قاتل باید ووژل شي. هغه د پیسو په ورکولو سره د دې جزا څخه نه شي خلاصېدلی.
32. که چېرې څوک د پناه اخیستلو ښار ته تښتېدلی وي، نو هغه مه پرېږدئ چې د مشر کاهن د مړینې څخه مخکې خپل کور ته د بېرته ستنېدلو په خاطر بیه ادا کړي.
33. -
34. زه څښتن ستاسو اسراییلو د قوم په منځ کې اوسېږم، نو ستاسو خاوره باید پاکه وساتل شي. مګر کله چې قتل وشي نو د هغه په وینه باندې ځمکه پلیتیږي او ناپاکه کیږي. که چېرې داسې کیږي، قاتل باید ووژل شي نو ځمکه به بېرته پاکه شي. په اسراییلو کې دې قتل نه کیږي.>
About شمېر Chapter 35
Read شمېر Chapter 35 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of شمېر in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.
Book Information
Book: شمېر
Chapter: 35
Testament: Old Testament
How to Read this Chapter
Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading شمېر. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.
More Resources
Continue Reading the Bible
Continue reading شمېر Chapter 35 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.
Frequently Asked Questions
What is شمېر Chapter 35?
شمېر Chapter 35 is part of the Book of شمېر in the Holy Bible.
Can I read this chapter online?
Yes. You can read the complete شمېر Chapter 35 online for free with easy chapter navigation.
More Chapters from زوړ عهد
- ارمیا Chapter 12
- ارمیا Chapter 21
- زبور Chapter 22
- اول پادشاهان Chapter 5
- لاویان Chapter 10
- لاویان Chapter 8
- لاویان Chapter 9
Explore More from شمېر
- شمېر Chapter 13
- شمېر Chapter 16
- شمېر Chapter 25
- شمېر Chapter 12
- شمېر Chapter 28
- شمېر Chapter 5
- شمېر Chapter 18