Read شمېر Chapter 12 Online
Read شمېر Chapter 12 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of شمېر in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of شمېر and the Holy Bible online.
Choose a Chapter
شمېر 12
فصل 12
1. حضرت موسیٰ د یوې ایتوپیایۍ ښځې سره واده کړی ؤ او مریم او حضرت هارون په هغه باندې د دې کار په خاطر انتقاد وکړ.
2. هغوی وویل: <آیا څښتن یوازې د موسیٰ په وسیله خبرې کړې دي؟ آیا هغه زمونږ په وسیله خبرې نه دي کړې؟> څه چې هغوی وویل څښتن هغه واورېدل.
3. (حضرت موسیٰ د ځمکې پر مخ ترټولو عاجز سړی ؤ.)
4. څښتن سمدستي حضرت موسیٰ، حضرت هارون او مریم ته وفرمایل: <زه غواړم چې تاسو درې واړه مقدسې خېمې ته راشئ.> نو هغوی ورغلل.
5. څښتن په ورېځ کې راکوز شو، د خېمې د دروازې په خوله کې ودرېد او غږ یې وکړ: <ای هارونه! ای مریمې!> هغوی دواړه رامخکې شول
6. او څښتن وفرمایل: <اوس زما خبرې ته غوږ ونیسئ! زه خپل ځان نبیانو ته په رویاګانو کې ښکاره کوم او د هغوی سره په خوبونو کې خبرې کوم.
7. خو کله چې د خپل خدمتګار موسیٰ سره خبرې کوم هغه د نورو سره فرق لري. هغه مې د خپل ټول قوم مشر ټاکلی دی.
8. نو زه د هغه سره مخامخ او صفا خبرې کوم، نه په رموز سره، حتیٰ هغه زما څېره هم ویني! تاسو څنګه جرأت کوئ چې زما د خدمتګار موسیٰ په ضد خبرې وکړئ؟>
9. څښتن په حضرت هارون او مریم باندې په قهر شو. د څښتن د تګ
10. او د مقدسې خېمې د سر څخه د ورېځې د لېرې کېدو څخه وروسته مریم په جذام باندې اخته شوه او پوستکی یې لکه د واورې په شان سپین واوښت. کله چې حضرت هارون هغې ته وکتل نو ویې لیدل چې هغه په جذام باندې اخته شوه،
11. نو حضرت موسیٰ ته یې وفرمایل: <زما باداره، مونږ ته د داسې ګناه په خاطر چې په بې عقلۍ سره مو کړې ده سزا مه راکوه.
12. مه پرېږده چې د مریم غوښه د یو مړه زېږېدلي ماشوم په شان خوسا شي!>
13. نو حضرت موسیٰ څښتن ته فریاد وکړ: <ای خدایه، هغه روغه کړه!>
14. مګر څښتن په ځواب کې وفرمایل: <که چېرې پلار یې د هغې په مخ باندې لیاړې توکړې وای هغه به اووه ورځې خجالت نه وای؟ نو پرېږده چې یوه هفته د کمپ څخه دباندې ایساره وي او له هغې وروسته کېدای شي چې کمپ ته راوستل شي.>
15. مریم اووه ورځې د کمپ څخه دباندې ایساره پاتې شوه او قوم تر هغه وخته پورې حرکت ونه کړ ترڅو هغه بېرته کمپ ته راوستل شوه.
16. بیا هغوی د حضیروت څخه لاړل او د فاران په دښته کې یې خېمې ودرولې.
About شمېر Chapter 12
Read شمېر Chapter 12 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of شمېر in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.
Book Information
Book: شمېر
Chapter: 12
Testament: Old Testament
How to Read this Chapter
Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading شمېر. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.
More Resources
Continue Reading the Bible
Continue reading شمېر Chapter 12 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.
Frequently Asked Questions
What is شمېر Chapter 12?
شمېر Chapter 12 is part of the Book of شمېر in the Holy Bible.
Can I read this chapter online?
Yes. You can read the complete شمېر Chapter 12 online for free with easy chapter navigation.
More Chapters from زوړ عهد
- ارمیا Chapter 12
- ارمیا Chapter 21
- لاویان Chapter 10
- زبور Chapter 22
- اول پادشاهان Chapter 5
- لاویان Chapter 8
- اول پادشاهان Chapter 21
Explore More from شمېر
- شمېر Chapter 13
- شمېر Chapter 32
- شمېر Chapter 11
- شمېر Chapter 10
- شمېر Chapter 35
- شمېر Chapter 20
- شمېر Chapter 7