شمېر Chapter 16

For English

Read شمېر Chapter 16 Online

Read شمېر Chapter 16 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of شمېر in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of شمېر and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

شمېر 16

فصل 16

1. د یصهار زوی قورح چې د لاوي د زوی قهات اولاده وه د حضرت موسیٰ د مشرۍ په ضد سرکشي وکړه. هغه د روبین د قبیلې د دریو غړو یعنې د الیاب د زامنو داتان او ابیرام او اون د فالت زوی او د نورو دوه سوه پنځوسو مشهورو اسراییلي مشرانو سره چې د قوم له خوا ټاکل شوي وو یوځای شو.

3. هغوی حضرت موسیٰ او حضرت هارون ته ورغلل او ویې ویل: <تاسو ولې داسې فکر کوئ چې د نورو څخه بهتر یئ؟ د قوم ټول غړي د څښتن مقدس خلک دي او څښتن زمونږ ټولو سره مل دی. نو موسیٰ، بیا ولې خپل ځان د څښتن د قوم څخه لوړ ګڼې؟>

4. کله چې حضرت موسیٰ دا خبرې واورېدلې، په ځمکه باندې پړمخې پرېوت.

5. بیا هغه قورح او د هغه پیروانو ته داسې وفرمایل: <سبا سهار به څښتن مونږ ته هغه نفر راوښایي چې د خپل کاهن په توګه یې انتخاب کړی دی او هغه نفر به پرېږدي چې نژدې ورشي.

6. ‏-

7. قورح، اوس باید ته او ستا پیروان داسې کار وکړئ: یو څو د اور لوښي راپیدا کړئ، د سکرو او خوشبویۍ څخه یې ډک کړئ او مقدسې خېمې ته یې نژدې راوړئ. بیا به وګورو چې څښتن زمونږ څخه څوک انتخاب کړی دی. قورح، دا ځل تاسو لاویانو له خپل حد څخه تېری کړی دی!>

8. حضرت موسیٰ د قورح سره خپلو خبرو ته دوام ورکړ: <ای لاویانو، واورئ!

9. تاسو فکر کوئ چې دا وړه خبره ده چې د اسراییلو خدای تاسو د خپل قوم څخه انتخاب کړي یئ د دې دپاره چې هغه ته ورنژدې شئ، په مقدسه خېمه کې خپل کار وکړئ او د قوم خدمت وکړئ؟

10. څښتن تاسو ته یو ځانګړی مسئولیت در په غاړه کړی دی او اوس فکر کوئ چې تاسو به هم کاهنان شئ.

11. تا او ستا پیروانو د څښتن په مقابل کې سرکشي کړې ده، د حضرت هارون په مقابل کې مو نه ده کړې.>

12. بیا حضرت موسیٰ داتان او ابیرام راوغوښتل، مګر هغوی بېرته دا پیغام ورولېږه: <مونږ نه راځو!

13. آیا دا کافي نه ده چې مونږ دې د مصر د حاصلخېزې ځمکې څخه راوستلو چې دلته په دښته کې مو ووژنې؟ اوس ته غواړې چې په مونږ باندې خپل ځان بادار کړې؟

14. بله دا چې تا مونږ حاصلخېزې ځمکې ته رانه وستلو او نه دې مونږ ته هغه ځمکه د خپل ملکیت په توګه راکړه چې پټي او د انګورو باغونه په کې دي او اوس هڅه کوې چې مونږ وغولوې. مونږ به رانه شو.>

15. حضرت موسیٰ ډېر په قهر شو او څښتن ته یې وفرمایل: <د هغوی نذرانې مه قبلوه! ما د هغوی سره هیڅ غلطي نه ده کړې. حتیٰ د هغوی څخه مې یو خر هم نه دی اخیستی.>

16. بیا حضرت موسیٰ قورح ته وفرمایل: <سبا ته او ستا دوه سوه پنځوس تنه پیروان باید د حضرت هارون سره د څښتن حضور ته مقدسې خېمې ته لاړ شئ.

17. تاسو هر یو د ځان سره خپل د اور لوښی چې خوشبویي په کې وي یوسئ او څښتن ته خوشبویي وړاندې کړئ.>

18. نو بله ورځ هغوی هر یو خپل د اور لوښی واخیست او بل شوي سکاره او خوشبویي یې په کې واچول او د حضرت موسیٰ او حضرت هارون سره د مقدسې خېمې د دروازې په خوله کې ودرېدل.

19. بیا قورح ټول قوم راغونډ کړ او هغوی حضرت موسیٰ او حضرت هارون ته مخامخ د مقدسې خېمې د دروازې په خوله کې ودرېدل. یوناڅاپه د څښتن جلال ټول قوم ته ښکاره شو

20. او څښتن حضرت موسیٰ او حضرت هارون ته وفرمایل:

21. <د دې خلکو څخه لېرې شئ، زه به همدا اوس هغوی ووژنم!>

22. مګر حضرت موسیٰ او حضرت هارون په ځمکه باندې پړمخې پرېوتل او داسې دعا یې وکړه: <زمونږ خدایه، تا دغو خلکو ته ژوند ورکړ. ولې د یو سړي د ګناه په خاطر ټول قوم ته سزا ورکوې؟>

23. څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل:

24. <خلکو ته ووایه چې د قورح، داتان او ابیرام د خېمو څخه لېرې شي.>

25. حضرت موسیٰ داتان او ابیرام ته ورغی او د اسراییلو نور مشران ورپسې شول.

26. بیا حضرت موسیٰ قوم ته داسې خبرداری ورکړ: <د دغو بدکارو خلکو د خېمو څخه لېرې شئ! د هغوی شیانو ته لاس مه وروړئ. که نه، نو د هغوی د ګناهونو له کبله به تاسو هم له منځه لاړ شئ.>

27. نو هغوی د قورح، داتان او ابیرام له خېمو څخه لېرې شول. داتان او ابیرام راوتلي وو او د خپلو ښځو او ماشومانو سره د خپلو خېمو په دروازو کې ولاړ وو.

28. حضرت موسیٰ قوم ته وفرمایل: <تاسو به په دې پوه شئ چې څښتن زه رالېږلی یم چې دا ټول کارونه وکړم، دا کارونه مې په خپله خوښه نه دي کړي.

29. که چېرې دا خلک د خدای پاک له سزا څخه پرته په خپل مرګ مړه شي، د دې معنیٰ به دا وي چې څښتن زه نه یم رالېږلی.

30. مګر فرض کړئ څښتن داسې کار وکړي چې پخوا هیڅکله نه وي شوی. که چېرې ځمکه پرانیستل شي او هغوی د خپلو ټولو شیانو سره ژوندي تېر کړي ترڅو هغوی ژوندي په ځمکه کې ښخ شي، بیا به تاسو پوه شئ چې هغوی د څښتن څخه مخ اړولی دی!>

31. څنګه چې د حضرت موسیٰ خبرې خلاصې شوې، د داتان او ابیرام د پښو لاندې ځمکه سره جدا شوه

32. او هغوی او د هغوی کورنۍ یې د قورح د ټولو پیروانو او د هغوی د مالونو سره ژوندي تېر کړل.

33. نو هغوی د خپلو مالونو سره ژوندي په ځمکه ننوتل. ځمکه بېرته په هغوی باندې بنده شوه او هغوی له سترګو څخه پناه شول.

34. کله چې د اسراییلو ټولو خلکو چې په هغه ځای کې وو د هغوی فریادونه واورېدل، نو وتښتېدل. هغوی چیغې ووهلې: <تښتئ، کېدای شي چې ځمکه مونږ هم ژوندي تېر کړي!>

35. بیا څښتن اور نازل کړ او هغه دوه سوه پنځوس نفره یې چې څښتن ته یې خوشبویي وړاندې کړې وه، وسوزول.

36. بیا څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل:

37. <د هارون زوی العازار ته ووایه چې د سوزېدل شویو خلکو څخه د اور لوښي لېرې کړي او سکاره دې په یو لېرې ځای کې وشیندي. دا لوښي مقدس دي،

38. ځکه چې ماته د خوشبویۍ د وړاندې کولو دپاره ورڅخه کار اخیستل شوی ؤ. هغه په چا باندې په څټک وټکوه چې د قربانګاه دپاره نری پوښ ورڅخه جوړ شي. هغه خلک د خپلې ګناه له کبله مړه شول او اوس به د هغوی د اور لوښي د پاتې خلکو دپاره یو خبرداری وي.>

39. ‏-

40. لکه څنګه چې څښتن العازار کاهن ته د حضرت موسیٰ په وسیله فرمایلي وو هغه لوښي راټول کړل او په یو چا باندې یې په څټک وټکول او د قربانګاه دپاره یې ورڅخه نری پوښ جوړ کړ. دا لوښي د اسراییلیانو دپاره یو خبرداری ؤ چې یوازې کاهنان یعنې د هارون اولاده به اجازه لري چې څښتن ته خوشبویي وړاندې کړي. که چېرې بل څوک دا هڅه وکړي، د قورح او د هغه د پیروانو په شان به ورته سزا ورکړل شي.

41. په راتلونکې ورځ د اسراییلو قوم د حضرت موسیٰ او حضرت هارون په ضد شکایت وکړ او ویې ویل: <تاسو د څښتن خلک ووژل!>

42. کله چې هغوی ټول راغونډ شول چې د حضرت موسیٰ او حضرت هارون په ضد احتجاج وکړي، حضرت موسیٰ او حضرت هارون د مقدسې خېمې په لور مخ واړاوه او ویې لیدل چې خېمه ناڅاپه په ورېځ کې پټه شوه او د څښتن جلال ښکاره شو.

43. نو حضرت موسیٰ او حضرت هارون د خېمې مخې ته ورغلل ۴۴او هلته څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل:

45. <شاته شئ! زه دا اسراییلیان دلته ځای په ځای له منځه وړم.>هغوی دواړه په ځمکه باندې پړمخې پرېوتل.

46. بیا حضرت موسیٰ هارون ته وفرمایل: <خپل د اور لوښی راواخله او په هغه کې د قربانګاه څخه سره سکاره واچوه او په سکارو باندې لږه خوشبویي واچوه. بیا د هغه سره سمدستي خلکو ته ورشه او د هغوی دپاره کفاره ادا کړه. ژر شه! ځکه چې څښتن ډېر په قهر دی او وبا لا د مخکې څخه شروع شوې ده!> ۴۷نو څنګه چې حضرت موسیٰ فرمایلي وو حضرت هارون هماغسې وکړل او د خلکو منځ ته یې ورمنډه کړه. وبا لا مخکې په خلکو کې شروع شوې وه، خو حضرت هارون خوشبویي وړاندې کړه او د هغوی دپاره یې کفاره ادا کړه.

48. هغه د مړو او ژوندیو ترمنځ ودرېد او وبا بنده شوه.

49. مګر ۱۴۷۰۰ تنه اسراییلیان مړه شوي وو، پرته له هغو خلکو څخه چې د قورح او د هغه د پیروانو سره مړه شوي وو.

50. کله چې وبا ودرېدله، حضرت هارون بېرته د مقدسې خېمې دروازې ته حضرت موسیٰ ته ورستون شو..

About شمېر Chapter 16

Read شمېر Chapter 16 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of شمېر in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: شمېر
Chapter: 16
Testament: Old Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading شمېر. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading شمېر Chapter 16 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is شمېر Chapter 16?

شمېر Chapter 16 is part of the Book of شمېر in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete شمېر Chapter 16 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from زوړ عهد

  1. ارمیا Chapter 12
  2. ارمیا Chapter 21
  3. زبور Chapter 22
  4. اول پادشاهان Chapter 5
  5. لاویان Chapter 10
  6. لاویان Chapter 8
  7. لاویان Chapter 9

Explore More from شمېر

  1. شمېر Chapter 1
  2. شمېر Chapter 21
  3. شمېر Chapter 23
  4. شمېر Chapter 19
  5. شمېر Chapter 28
  6. شمېر Chapter 35
  7. شمېر Chapter 27

Related Chapters & Readings

  1. زبور Chapter 131
  2. زبور Chapter 74
  3. اول یوحنا Chapter 2
  4. اول تواریخ Chapter 15
  5. اعمال رسولان Chapter 19
  6. لاویان Chapter 6
  7. یونس Chapter 4
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *