شمېر Chapter 10

For English

Read شمېر Chapter 10 Online

Read شمېر Chapter 10 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of شمېر in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of شمېر and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

شمېر 10

فصل 10

1. څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل:

2. <د ټکول شویو سپینو زرو څخه دوه سرني جوړ کړه. له هغو څخه به د خلکو د راغونډولو او د کمپ د لېرې کولو دپاره کار اخیستل کیږي.

3. کله چې دواړه سرني په اوږد اواز سره ووهل شي، ټول قوم دې د مقدسې خېمې د دروازې په خوله کې تاته راغونډ شي.

4. که چېرې یو سرنی ووهل شي، یوازې د قبیلو مشران دې درته راغونډ شي.

5. کله چې هغه په لنډ اواز سره ووهل شي، کومې قبیلې چې په ختیځ کې کمپ لري، هغه به حرکت کوي.

6. کله چې هغه د دوهم ځل دپاره په لنډ اواز سره ووهل شي، کومې قبیلې چې په جنوب کې دي، هغه به حرکت کوي. نو هغه دې په لنډ اواز سره ووهل شي د دې دپاره چې کمپ ته حرکت ورکړای شي.

7. مګر د دې دپاره چې ټول خلک راغونډ شي، هغه دې په اوږده اواز سره ووهل شي.

8. د هارون زامن چې کاهنان دي، سرني دې ووهي. دا قانون باید د همېش دپاره ستاسو او ستاسو د راتلونکو نسلونو له خوا مراعت شي.

9. کله چې تاسو په خپله خاوره کې جنګېږئ او د هغو دښمنانو په مقابل کې چې په تاسو باندې یې حمله کړې ده د خپلو ځانونو څخه دفاع کوئ، نو په دې سرنیو باندې د جګړې دپاره اشاره ورکړئ. زه یعنې ستاسو څښتن خدای به ستاسو سره مرسته وکړم او د خپلو دښمنانو څخه به مو وژغورم.

10. همدارنګه د خپلې خوشالۍ په وختونو کې، ستاسو د نوې میاشتې په اخترونو او په نورو اخترونو کې کله چې تاسو سوزېدونکې او د سلامتۍ نذرانې وړاندې کوئ باید سرني ووهئ. بیا به زه درسره مرسته وکړم. زه ستاسو څښتن خدای یم.>

11. د دوهم کال د دوهمې میاشتې په شلمه ورځ یعنې وروسته له دې چې اسراییلیان د مصر څخه راووتل، هغه ورېځ چې په مقدسې خېمې باندې ولاړه وه پورته شوه.

12. نو اسراییلیان د سینا له دښتې څخه روان شول او د یو ځای څخه یې بل ځای ته سفر کاوه ترڅو چې ورېځ د فاران په دښته کې ودرېدله.

13. دا اول ځل ؤ چې څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل چې د اسراییلو په قوم باندې امر وکړي چې حرکت وکړي.

14. هغه کمپ چې د یهودا قبیلې یې مشري کوله، د خپل بیرغ لاندې د عمیناداب د زوی نحشون په مشرۍ اول حرکت وکړ.

15. نتنائیل د صوغر زوی د یساکار د قبیلې مشر ؤ

16. او الیاب د حیلون زوی د زبولون د قبیلې مشر ؤ.

17. بیا مقدسه خېمه راټوله کړای شوه او جرشونیانو او مراریانو چې هغه یې وړله، حرکت وکړ.

18. ورپسې هغه کمپ چې د روبین قبیلې یې مشري کوله، د خپل بیرغ لاندې د شدیئور د زوی الیصور په مشرۍ حرکت وکړ.

19. شلومیئیل د صوریشدای زوی د شمعون د قبیلې مشر ؤ

20. او الیاساف د دعوئیل زوی د جاد د قبیلې مشر ؤ.

21. د هغوی پسې قهاتیانو چې د لاویانو د طایفو څخه وو حرکت وکړ او مقدس شیان یې وړل. کله چې هغوی بل کمپ ته ورسېدل، خېمه ودرول شوې وه.

22. ورپسې هغه کمپ چې د افرایم قبیلې یې مشري کوله، د خپل بیرغ لاندې د عمیهود د زوی الیشمع په مشرۍ حرکت وکړ.

23. جملیئیل د فدهصور زوی د منسي د قبیلې مشر ؤ

24. او ابیدان د جدعوني زوی د بنیامین د قبیلې مشر ؤ.

25. په آخره کې هغه کمپ چې د دان قبیلې یې مشري کوله او د شا له خوا حملې په مقابل کې به یې د اسراییلیانو ساتنه کوله د خپل بیرغ لاندې د عمیشدای د زوی اخیعزر په مشرۍ حرکت وکړ.

26. فجعیئیل د عکران زوی د اشیر د قبیلې مشر ؤ

27. او اخیرع د عینان زوی د نفتالي د قبیلې مشر ؤ.

28. په دې توګه هرځل چې هغوی خپل کمپ د یو ځای څخه بل ځای ته وړه نو د اسراییلو خلکو به حرکت کاوه.

29. حضرت موسیٰ خپل د ښځې ورور حوڅپرکی ته چې د مدیاني یترون زوی ؤ، وفرمایل: <مونږ هغه ځای ته روان یو چې څښتن فرمایلي دي چې هغه مونږ ته راکوي. هغه زمونږ سره دا وعده کړې ده چې اسراییلیان به خوشبخته کړي. نو زمونږ سره راشه او مونږ به دا خوشبختي ستاسو سره شریکه کړو.>

30. حوڅپرکی په ځواب کې وویل: <نه، زه نه ځم، زه بېرته خپل وطن او خپلو خلکو ته ځم.>

31. حضرت موسیٰ ورته وفرمایل: <مهرباني وکړه زمونږ سره لاړ شه! ته به زمونږ لارښودونکی اوسې، ځکه چې په دښته کې د خېمو د ودرولو ځایونه پېژنې.

32. که چېرې ته زمونږ سره لاړ شې، مونږ به درته د هغو ښو شیانو برخه درکړو چې څښتن یې مونږ ته راکوي.>

33. نو د اسراییلو قوم د سینا یعنې د مقدس غره څخه روان شو او هغوی درې ورځې سفر وکړ. د څښتن د لوظ صندوق همېشه د هغوی په مخ کې روان ؤ ترڅو د هغوی دپاره ځای پیدا کړي چې خېمې په کې ودروي.

34. څنګه به چې هغوی د هر کمپ څخه حرکت کاوه، د څښتن ورېځ به د ورځې له خوا د هغوی په سر باندې ولاړه وه.

35. هرکله به چې د لوظ صندوق روان شو، حضرت موسیٰ به ویل: <ای څښتنه، خپل دښمنان دې خپاره واره کړه او هغوی چې ستا څخه کرکه کوي په تېښته مجبور کړه!>

36. او چې کله به د لوظ صندوق ودرېد، حضرت موسیٰ به داسې دعا کوله: <ای څښتنه، د اسراییلو د زرګونو، زرګونو خلکو سره نژدې اوسه.>

About شمېر Chapter 10

Read شمېر Chapter 10 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of شمېر in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: شمېر
Chapter: 10
Testament: Old Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading شمېر. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading شمېر Chapter 10 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is شمېر Chapter 10?

شمېر Chapter 10 is part of the Book of شمېر in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete شمېر Chapter 10 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from زوړ عهد

  1. ارمیا Chapter 12
  2. ارمیا Chapter 21
  3. زبور Chapter 22
  4. اول پادشاهان Chapter 5
  5. لاویان Chapter 10
  6. لاویان Chapter 8
  7. لاویان Chapter 9

Explore More from شمېر

  1. شمېر Chapter 8
  2. شمېر Chapter 19
  3. شمېر Chapter 16
  4. شمېر Chapter 11
  5. شمېر Chapter 31
  6. شمېر Chapter 9
  7. شمېر Chapter 7

Related Chapters & Readings

  1. زبور Chapter 125
  2. دوهم تواریخ Chapter 28
  3. قاضیان Chapter 21
  4. شمېر Chapter 8
  5. خروج Chapter 12
  6. عبرانیانو ته Chapter 11
  7. حزقیال Chapter 30
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *