Read شمېر Chapter 14 Online
Read شمېر Chapter 14 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of شمېر in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of شمېر and the Holy Bible online.
Choose a Chapter
شمېر 14
فصل 14
1. کله چې اسراییلیانو د هغو دولسو نفرو راپور چې د کنعان خاوره یې کتلې وه واورېد، نو خلکو ټوله شپه وژړل
2. او حضرت موسیٰ او حضرت هارون ته یې داسې ګیله وکړه: <کاشکې مونږ په مصر کې یا دلته په دښته کې مړه شوي وای!
3. څښتن ولې مونږ کنعان ته ورولي؟ مونږ به په جنګ کې مړه شو او زمونږ ښځې او ماشومان به اسیران شي. آیا دا به ښه نه وي چې بېرته مصر ته لاړ شو؟>
4. بیا هغوی یو بل ته وویل: <راځئ چې خپل مشر انتخاب کړو او بېرته مصر ته لاړ شو.>
5. حضرت موسیٰ او حضرت هارون د ټول قوم په مخکې پړمخې پرېوتل.
6. د نون زوی یوشع او د یفنه زوی کالیب چې د هغو نفرو څخه وو چې هغه خاوره یې کتلې وه، له خفګانه خپل کالي وشلول
7. او خلکو ته یې وویل: <هغه ځمکه چې مونږ وکتله هغه ډېره ښه ځمکه ده.
8. که چېرې خدای پاک زمونږ څخه راضي وي، هغه به مو هلته یوسي او هغه غني او حاصلخېزه ځمکه به راته راکړي.
9. نو د څښتن په مقابل کې سرکشي مه کوئ او د هغه ځای د خلکو څخه مه وېرېږئ. مونږ به په اسانۍ سره په هغوی باندې بریالي شو. څښتن زمونږ سره مل دی او هغو خدایانو ته یې ماتې ورکړې ده کومو چې د هغوی ساتنه کوله. نو مه وېرېږئ.>
10. ټول قوم ګواښ وکړ چې حضرت موسیٰ او حضرت هارون سنګسار کړي چې مړه شي. مګر ناڅاپه د څښتن جلال په مقدسې خېمې باندې ټولو اسراییلیانو ته راښکاره شو.
11. څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل: <ترڅو پورې به دا خلک ما نه مني؟ که څه هم ما هغوی ته ډېرې معجزې ښودلې دي خو بیاهم هغوی په ما باندې باور نه لري.
12. زه به په هغوی باندې وبا نازله کړم او له منځه به یې یوسم، مګر ستا څخه به د یو داسې قوم نیکه جوړ کړم چې د هغوی د قوم څخه لوی او قوي وي.>
13. مګر حضرت موسیٰ څښتن ته وفرمایل: <تا په خپل قدرت سره دا قوم د مصر څخه راوویست. کله چې مصریان واوري چې تا د خپل قوم سره داسې وکړل،
14. نو هغوی به دا د کنعان خلکو ته ووایي. دغه خلک له مخکې څخه خبر دي چې ته، ای څښتنه زمونږ سره مل یې او کله چې ستا ورېځ زمونږ دپاسه ودریږي نو مونږ ته مخامخ ښکارې. د ورځې له خوا په ورېځ کې زمونږ په مخکې ځې او د شپې له خوا په اور کې.
15. اوس که چېرې ته خپل ټول قوم ووژنې نو هغه قومونه چې ستا د شهرت په هکله یې اورېدلي دي داسې به وایي
16. چې خپل خلک دې ځکه په دښته کې ووژل چې تا نه شو کولی هغوی هغې ځمکې ته ورولې چې د هغې وعده دې ورسره کړې ده.
17. ای څښتنه، مونږ ته دې خپل لوی قدرت وښایه او هغه وعده دې پوره کړه چې کړې دې وه. تا فرمایلي وو:
18. زه څښتن په اسانۍ سره نه په قهرېږم او ډېره مینه او وفاداري کوم او ګناه او سرغړونه بخښم. خو بیاهم اولادونو او لمسیو ته تر دریم او څلورم نسله پورې د هغوی د پلرونو د ګناه په خاطر سزا ورکوم.
19. ته رحیم یې او ته د خلکو سره ډېره ښه رویه کوې که څه هم د ښې رویې وړ نه دي. نو مهرباني وکړه دا قوم داسې وبخښه لکه څنګه چې دې له هغه وخته راهیسې بخښلی دی چې هغوی له مصر څخه راووتل.>
20. څښتن په ځواب کې وفرمایل: <لکه څنګه چې تا سوال وکړ زه هغوی بخښم.
21. مګر زه په خپل ژوند او خپل جلال باندې چې ټوله ځمکه ډکوي قسم خورم،
22. د دې خلکو څخه به هیڅوک ژوندی پاتې نه شي چې هغې خاورې ته ورداخل شي. هغوی زما جلال او معجزې چې په مصر او دښته کې مې ښودلې وې لیدلې دي، مګر هغوی زه څو څو ځلې ازمایلی یم او زما د امر څخه یې سرغړونه کړې ده.
23. هغوی به هیڅکله هغې خاورې ته ورداخل نه شي چې د هغوی د نیکونو سره مې وعده کړې ده. هغه چا چې زه یې نه یم منلی هغه به هیڅکله هم ورداخل نه شي.
24. مګر په دې خاطر چې زما خدمتګار کالیب د نورو په شان نه دی او هغه ماته وفادار پاتې دی، زه به هغه هغې ځمکې ته ورولم چې هغه کتلې وه او هغه ځمکه به د هغه د اولادې ملکیت شي.
25. څرنګه چې عمالیقیان او کنعانیان په درو کې اوسیږي، نو سهار بېرته راوګرځئ او د سرې بحیرې له لارې د دښتې خواته لاړ شئ.>
26. څښتن حضرت موسیٰ او حضرت هارون ته وفرمایل:
27. <ترڅو پورې به دا بدکاره قوم زما په ضد شکایت کوي؟ ما دا شکایتونه ډېر واورېدل!
28. اوس هغوی ته دغه ځواب ورکړئ: زه په خپل ژوند قسم خورم، څه چې تاسو غوښتي دي هماغسې به درباندې وکړم. ما څښتن دا خبرې وکړې.
29. تاسو به مړه شئ او ستاسو مړي به په دې دښته کې خپاره شي. ستاسو څخه به هیڅوک چې عمر یې له شلو کالو څخه زیات وي هغې خاورې ته داخل نه شي ځکه چې تاسو زما په ضد شکایت کړی دی.
30. ما قسم خوړلی ؤ چې تاسو به هلته واوسېږئ، مګر پرته له کالیب او یوشع څخه به نور هیڅوک هلته ژوند ونه کړي.
31. تاسو ویل چې اولادونه به مو اسیران شي، خو زه به هغوی هغې ځمکې ته راولم کومه چې تاسو رد کړې وه او هغه به یې وطن وي.
32. خو تاسو به په دې دښته کې مړه شئ!
33. ستاسو اولادونه به په دښته کې څلوېښت کاله سرګردانه ګرځي او ستاسو د بې وفایۍ له کبله به ځوریږي ترڅو پورې چې تاسو ټول مړه شئ.
34. تاسو به څلوېښت کاله یعنې هغه څلوېښت ورځې چې تاسو هغه ځمکه کتلې وه د هرې ورځې په ځای به یو کال د خپلې ګناه په خاطر ځورېږئ. تاسو به زما د مخالفت په معنیٰ باندې پوه شئ.
35. زه قسم خورم چې تاسو بدکاره خلکو سره به چې زما په مقابل کې راغونډ شوي یئ دا کار وکړم. تاسو هر یو به په دښته کې مړه شئ. دا زما یعنې څښتن خبره ده.>
36. هغو نفرو چې د ځمکې د کتلو دپاره لېږل شوي وو، غلط خبر راوړی ؤ او قوم یې دې ته اړ کړی ؤ چې د څښتن په ضد شکایت وکړي.
37. نو هغه ورباندې یوه وژونکې ناروغي نازله کړه او هغوی یې ووژل،
38. مګر یوشع او کالیب یې ژوندي پرېښودل.
39. کله چې حضرت موسیٰ د اسراییلو قوم ته د څښتن پیغام ورساوه، هغوی ډېر غمجن شول.
40. نو هغوی سهار وختي پاڅېدل او ځانونه یې تیار کړل چې د کنعان د غرنۍ سیمې په لور روان شي. هغوی وویل: <دا زمونږ ګناه وه چې د څښتن په هکله مو شکایت وکړ. راځئ چې هغې ځمکې ته لاړ شو چې هغه یې راسره وعده کړې ده.>
41. مګر حضرت موسیٰ په ځواب کې وفرمایل: <بیا ولې د څښتن د امر څخه سرغړونه کوئ؟ تاسو به بریالي نه شئ!
42. مه ځئ. څښتن ستاسو سره مل نه دی او ستاسو دښمنان به تاسو ته ماتې درکړي.
43. کله چې تاسو د عمالیقیانو او کنعانیانو سره مخامخ شئ، تاسو به په جګړه کې مړه شئ. څښتن به ستاسو سره مل نه وي، ځکه چې تاسو د هغه د پیروۍ څخه انکار کړی دی.>
44. مګر بیاهم هغوی جرأت وکړ چې غرنۍ سیمې ته لاړ شي، که څه هم نه حضرت موسیٰ او نه د څښتن د لوظ صندوق ورسره لاړ.
45. عمالیقیان او کنعانیان د غرنۍ سیمې څخه راښکته شول، اسراییلیانو ته یې ماتې ورکړه او د حرمه تر ښاره پورې ورپسې شول.
About شمېر Chapter 14
Read شمېر Chapter 14 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of شمېر in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.
Book Information
Book: شمېر
Chapter: 14
Testament: Old Testament
How to Read this Chapter
Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading شمېر. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.
More Resources
Continue Reading the Bible
Continue reading شمېر Chapter 14 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.
Frequently Asked Questions
What is شمېر Chapter 14?
شمېر Chapter 14 is part of the Book of شمېر in the Holy Bible.
Can I read this chapter online?
Yes. You can read the complete شمېر Chapter 14 online for free with easy chapter navigation.
More Chapters from زوړ عهد
- ارمیا Chapter 12
- ارمیا Chapter 21
- لاویان Chapter 10
- زبور Chapter 22
- اول پادشاهان Chapter 5
- لاویان Chapter 8
- لاویان Chapter 9
Explore More from شمېر
- شمېر Chapter 7
- شمېر Chapter 17
- شمېر Chapter 31
- شمېر Chapter 6
- شمېر Chapter 36
- شمېر Chapter 1
- شمېر Chapter 24