شمېر Chapter 24

For English

Read شمېر Chapter 24 Online

Read شمېر Chapter 24 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of شمېر in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of شمېر and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

A+ A A-

شمېر 24

فصل 24

1. بلعام په دې یقین درلود چې څښتن به ورته وفرمایي چې اسراییلیانو ته بیا برکت ورکړه. نو هغه د فال څخه هیڅ کار وانه خیست چې معلومه کړي څښتن د هغه څخه څه غواړي چې ویې کړي، لکه څنګه یې چې دوه ځلې مخکې کړي وو. د دې په ځای یې د دښتې خواته وکتل

2. او د اسراییلو خلک یې ولیدل چې قبیله په قبیله یې خېمې ودرولې وې. بیا د خدای پاک روح په هغه باندې نازل شو

3. او بلعام دا پیغام ورکړ:<د بعور د زوی بلعام پیغام دید هغه چا خبرې چې سترګې یې خلاصې شولې

4. چې اورېدلی شي خبرې د خدایڅوک چې رویا ویني د مطلق قادر خدای له خواڅوک چې پړمخې پرېوزي او خلاصې یې دي سترګې

5. د اسراییلو قومهستاسو کمپ دی څومره ښکلی

6. د خرماګانو د اوږدو قطارونو په شاند سیند په غاړه د باغونو په شانچې دي کرلي څښتن د عود د ونو په شاند سیند په غاړه د صبر د ونو په شان

7. په دوی به وي باران پرېمانهپه آبي ځمکو کې کري به خپل تخمونهله اجاج څخه به لوی د دوی پادشاه ويوي به سرلوړې پادشاهي د هغه

8. خدای دوی راوویستل له مصر څخهپه ډېر قوت سره جنګیږي دی هغوی دپارهخپل دښمنان تباه کوي هغهماتوي د دوی هډوکياو په غشو هغوی ولي

9. دغه قوم د قوي زمري په شان دیچې ویده وي هیڅوک نه شي کړای جرأتچې یې راویښ کړيپه هغو به برکت وي څوک چې وایي برکت په اسراییلووي لعنت به په هغوی چې لعنت په اسراییلو باندې وایي>

10. کله چې بالاق دا واورېدل، نو د قهره یې خپل لاسونه سره ومروړل او ویې ویل: <ما د دې دپاره راوغوښتلې چې زما په دښمنانو باندې لعنت ووایې، مګر تا هغوی ته درې ځلې برکت ورکړ.

11. اوس ځه ورک شه، خپل کور ته لاړ شه! ما ستا سره وعده کړې وه چې ښه انعام به درکړم، خو څښتن ورڅخه بې برخې کړې.>

12. بلعام په ځواب کې وویل: <ما ستا استازو ته چې ماته دې رالېږلي وو، ویلي وو

13. چې حتیٰ که چېرې ته ماته خپله ماڼۍ چې د سرو زرو او سپینو زرو څخه ډکه ده هم راکړې، بیاهم زه نه شم کولی چې د څښتن د امر په خلاف کوم کار وکړم. زه به یوازې هغه څه وایم چې څښتن یې راته وایي.

14. اوس زه بېرته خپلو خلکو ته ورځم، خو مخکې له دې چې لاړ شم، زه تاته د هغه څه په هکله یو خبرداری درکوم چې اسراییلیان به یې یوه ورځ ستا د قوم سره وکړي.>

15. بیا بلعام دا پیغام ورکړ:<د بعور د زوی بلعام پیغام دید هغه چا خبرې چې سترګې یې خلاصې شولې

16. چې اورېدلی شي خبرې د خدایاو هغه پوهه مومي د خدای تعالیٰ له خوا نهڅوک چې رویا ویني د مطلق قادر خدای له خواڅوک چې پړمخې پرېوزي او خلاصې یې دي سترګې

17. خپلې رویا کې چې څه ما لیدليپېښ شوي نه دي لا تر اوسه پورېخو یوه ورځ به راښکاره شي لکه ستوري په شاند اسراییلو یو پادشاههغه به تاسو موآبیان ورک کړياو د شیث ټول قوم به له منځه یوسي

18. هغه به ومومي بری په دښمنانو په ادوم کېاو د هغوی خاوره به کړي خپل ملکیتخو قوي به اسراییل شي

19. پادشاهي به وکړي د اسراییلو پادشاهد هر ښار پاتې شوي ژوندي خلکبه له منځه یوسي>

20. بیا بلعام په خپله رویا کې عمالیقیان ولیدل او دا پیغام یې ورکړ:<عمالیق د ټولو قومونو څخه ډېر قوي دیمګر په آخر کې به هغه د تل دپاره له منځه لاړ شي>

21. هغه په خپله رویا کې قینیان ولیدل او دا پیغام یې ورکړ:<ستاسو ځای د اوسېدلو دی په امنداسې امن لکه ځاله چې وي جوړه په ګټ باندې

22. مګر تاسو قینیان به شئ تباهآشوریان چې کله تاسو اسیران کړي>

23. بلعام دغه پیغام ورکړ:<هیڅوک ژوندی پاتې کېدلی نه شيکه خدای پلان د تباهۍ ولري

24. رابه شي له سواحله د قبرسه کشتۍ ګانېرابه وړي خلک چې کړي فتح آشور او عابرخو په آخر کې به قبرس په خپله هم برباد شي>

25. بیا بلعام راپاڅېده او بېرته خپل کور ته روان شو او بالاق هم لاړ.

About شمېر Chapter 24

Read شمېر Chapter 24 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of شمېر in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: شمېر
Chapter: 24
Testament: Old Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading شمېر. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading شمېر Chapter 24 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is شمېر Chapter 24?

شمېر Chapter 24 is part of the Book of شمېر in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete شمېر Chapter 24 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from زوړ عهد

  1. ارمیا Chapter 12
  2. ارمیا Chapter 21
  3. لاویان Chapter 10
  4. زبور Chapter 22
  5. اول پادشاهان Chapter 5
  6. لاویان Chapter 8
  7. لاویان Chapter 9

Explore More from شمېر

  1. شمېر Chapter 2
  2. شمېر Chapter 25
  3. شمېر Chapter 23
  4. شمېر Chapter 26
  5. شمېر Chapter 1
  6. شمېر Chapter 14
  7. شمېر Chapter 18

Related Chapters & Readings

  1. اول تسالونیکیانو ته Chapter 3
  2. شمېر Chapter 22
  3. پیدایښت Chapter 18
  4. شمېر Chapter 2
  5. ارمیا Chapter 45
  6. صفنیا Chapter 1
  7. تثنیه Chapter 21
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *