Read شمېر Chapter 30 Online
Read شمېر Chapter 30 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of شمېر in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of شمېر and the Holy Bible online.
Choose a Chapter
شمېر 30
فصل 30
1. حضرت موسیٰ د اسراییلو د قبیلو مشرانو ته د څښتن دغه حکمونه ورکړل:
2. <کله چې یو سړی څښتن ته یو شی نذر ورکوي، یا داسې قسم وخوري چې د ځینو شیانو څخه به ځان لېرې ساتي، نو هغه باید خپله وعده ماته نه کړي، بلکه څه چې یې ویلي دي هغه دې سرته ورسوي.
3. که چېرې یوه پېغله چې د خپل پلار په کور کې اوسیږي څښتن ته کوم شی نذر ورکوي یا داسې وعده کوي چې د ځینو شیانو څخه به ځان لېرې ساتي،
4. که چېرې د هغې پلار له هغې څخه خبر شي او څه ونه وایي، نو هغه باید خپل نذر ورکړي یا خپله وعده پوره کړي.
5. مګر که چېرې د هغې پلار له هغې څخه خبر شي او هغه د نذر ورکولو څخه منع کړي، هغه د خپلې وعدې په پوره کولو باندې مجبوره نه ده. څښتن به هغه وبخښي ځکه چې پلار یې منع کړې ده.
6. -
7. فرض کړئ یوې پېغلې څښتن ته نذر منلی وي او یا یې کومه وعده کړې وي او بیا واده شي. که چېرې د هغې مېړه د نذر په هکله وروسته خبر شي او څه ونه وایي نو څه چې هغې ویلي دي هغه دې سرته ورسوي، که هغې یې نیت درلود یا نه.
8. مګر که چېرې د هغې مېړه ورڅخه خبر شي او هغه د نذر د پوره کولو څخه منع کړي، نو هغه ښځه د خپلې وعدې په پوره کولو باندې مجبوره نه ده. څښتن به هغه وبخښي.
9. کونډې او طلاق شوې ښځې باید هر هغه نذر او یا خپله وعده سرته ورسوي چې څښتن سره یې کړې ده.
10. فرض کړئ یوه واده شوې ښځه څښتن ته یو نذر ومني او یا کومه وعده وکړي.
11. که چېرې د هغې مېړه ورڅخه خبر شي او څه ونه وایي، نو هغې ښځې چې کومه وعده کړې یا هر نذر چې هغې منلی وي باید هغه سرته ورسوي.
12. مګر که چېرې د هغې مېړه خبر شي او هغه د نذر د پوره کولو څخه منع کړي، نو هغه یې په سرته رسولو مجبوره نه ده. څښتن به هغه وبخښي، ځکه چې مېړه یې د نذر پوره کولو څخه منع کړې ده.
13. د هغې مېړه دا حق لري چې کوم نذر هغې منلی دی او یا یې کومه وعده کړې ده، هغه تائید او یا باطل کړي.
14. که چېرې د هغې مېړه په هماغه ورځ د نذر څخه خبر شي او څه ونه وایي، نو د هر شي نذر چې هغې منلی وي او یا یې وعده کړې وي هغه باید سرته ورسوي.
15. مګر که چېرې د هغې مېړه دا نذر وروسته باطل کړي، نو د هغې ګناه به د هغه په غاړه وي.>
16. دا هغه قوانین دي چې څښتن حضرت موسیٰ ته د هغو نذرونو په باره کې ورکړل چې د پېغلو له خوا چې د پلار په کور کې اوسیږي ورکول کیږي او د هغو ښځو له خوا چې واده شوې وي.
About شمېر Chapter 30
Read شمېر Chapter 30 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of شمېر in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.
Book Information
Book: شمېر
Chapter: 30
Testament: Old Testament
How to Read this Chapter
Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading شمېر. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.
More Resources
Continue Reading the Bible
Continue reading شمېر Chapter 30 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.
Frequently Asked Questions
What is شمېر Chapter 30?
شمېر Chapter 30 is part of the Book of شمېر in the Holy Bible.
Can I read this chapter online?
Yes. You can read the complete شمېر Chapter 30 online for free with easy chapter navigation.
More Chapters from زوړ عهد
- ارمیا Chapter 12
- ارمیا Chapter 21
- زبور Chapter 22
- اول پادشاهان Chapter 5
- لاویان Chapter 10
- لاویان Chapter 8
- لاویان Chapter 9
Explore More from شمېر
- شمېر Chapter 32
- شمېر Chapter 8
- شمېر Chapter 18
- شمېر Chapter 12
- شمېر Chapter 25
- شمېر Chapter 4
- شمېر Chapter 26