Read شمېر Chapter 2 Online
Read شمېر Chapter 2 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of شمېر in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of شمېر and the Holy Bible online.
Choose a Chapter
شمېر 2
فصل 2
1. اڅښتن حضرت موسیٰ او حضرت هارون ته وفرمایل:
2. <کله چې اسراییلیان خېمې ودروي، هر سړی به د خپلې ډلې د بیرغ او د خپلې طایفې د نښان لاندې خېمې ودروي. کمپ دې د مقدسې خېمې په شاوخوا کې جوړ شي.>
3. د یهودا د کمپ ډلې دې په ختیځ کې د لمرخاته خواته د خپل بیرغ لاندې خېمې ودروي. د یهودا د خلکو مشر د عمیناداب زوی نحشون دی.
4. د هغه د ډلې شمېر ۷۴۶۰۰ تنه دی.
5. د یساکار قبیله به د هغوی په څنګ کې خېمې ودروي. د یساکار د خلکو مشر د صوغر زوی نتنائیل دی.
6. د هغه د ډلې شمېر ۵۴۴۰۰ تنه دی.
7. ورپسې به د زبولون قبیله وي. د زبولون د خلکو مشر د حیلون زوی الیاب دی.
8. د هغه د ډلې شمېر ۵۷۴۰۰ تنه دی.
9. هغه ټول نفر چې د یهودا کمپ ته د هغوی د ډلو په مطابق ورکړل شوي دي، د هغوی شمېر ۱۸۶۴۰۰ تنه دی. اول به دوی روان شي.
10. د روبین د کمپ ډلې به په جنوب کې د خپل بیرغ لاندې وي. د روبین د خلکو مشر د شدیئور زوی الیصور دی.
11. د هغه د ډلې شمېر ۴۶۵۰۰ تنه دی.
12. د شمعون قبیله به د هغوی په څنګ کې خېمې ودروي. د شمعون د خلکو مشر د صوریشدای زوی شلومیئیل دی.
13. د هغه د ډلې شمېر ۵۹۳۰۰ تنه دی.
14. ورپسې به د جاد قبیله وي. د جاد د خلکو مشر د دعوئیل زوی الیاساف دی.
15. د هغه د ډلې شمېر ۴۵۶۵۰ تنه دی.
16. هغه ټول نفر چې د روبین کمپ ته د هغوی د ډلو په مطابق ورکړل شوي دي، د هغوی شمېر ۱۵۱۴۵۰ تنه دی. دوهم به دوی روان شي.
17. بیا د اولنیو او آخرنیو دوو کمپونو په منځ کې دې لاویان روان شي او مقدسه خېمه دې یوسي. هر کمپ دې په هماغه ترتیب سره روان شي لکه څنګه چې هغوی خېمې ودروي. هر یو به په خپل ځای کې د خپل بیرغ لاندې وي.
18. د افرایم د کمپ ډلې به په لوېدیځ کې د خپل بیرغ لاندې وي. د افرایم د خلکو مشر د عمیهود زوی الیشمع دی.
19. د هغه د ډلې شمېر ۴۰۵۰۰ تنه دی.
20. د منسي قبیله به د هغوی په څنګ کې وي. د منسي د خلکو مشر د فدهصور زوی جملیئیل دی.
21. د هغه د ډلې شمېر ۳۲۲۰۰ تنه دی.
22. ورپسې به د بنیامین قبیله وي. د بنیامین د خلکو مشر د جدعوني زوی ابیدان دی.
23. د هغه د ډلې شمېر ۳۵۴۰۰ تنه دی.
24. هغه ټول نفر چې د افرایم کمپ ته د هغوی د ډلو په مطابق ورکړل شوي دي، د هغوی شمېر ۱۰۸۱۰۰ تنه دی. دریم به دوی روان شي.
25. د دان د کمپ ډلې به په شمال کې د خپل بیرغ لاندې وي. د دان د خلکو مشر د عمیشدای زوی اخیعزر دی.
26. د هغه د ډلې شمېر ۶۲۷۰۰ تنه دی.
27. د اشیر قبیله به د هغوی په څنګ کې خېمې ودروي. د اشیر د خلکو مشر د عکران زوی فجعیئیل دی.
28. د هغه د ډلې شمېر ۴۱۵۰۰ تنه دی.
29. ورپسې به د نفتالي قبیله وي. د نفتالي د خلکو مشر د عینان زوی اخیرع دی.
30. د هغه د ډلې شمېر ۵۳۴۰۰ تنه دی.
31. هغه ټول نفر چې د دان کمپ ته ورکړل شوي دي، د هغوی شمېر ۱۵۷۶۰۰ تنه دی. هغوی به د خپلو بیرغونو لاندې په آخر کې روان شي.
32. نو دا د اسراییلو د قوم سرشمېرنه وه چې د هغوی د کورنیو په اساس ترسره شوه. هغه ټول خلک چې په ډلو ډلو په کمپونو کې وو، شمېر یې ۶۰۳۵۵۰ تنه وو.
33. لکه څنګه چې څښتن په حضرت موسیٰ باندې امر کړی ؤ لاویان د نورو اسراییلیانو سره یوځای ونه شمېرل شول.۳۴نو د اسراییلو قوم هغه ټول کارونه سرته ورسول چې څښتن په حضرت موسیٰ باندې امر کړی ؤ. په دې ډول هغوی هر یو د خپل بیرغ لاندې خېمې ودرولې او د خپلې طایفې او خپلې کورنۍ سره روان شو.
About شمېر Chapter 2
Read شمېر Chapter 2 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of شمېر in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.
Book Information
Book: شمېر
Chapter: 2
Testament: Old Testament
How to Read this Chapter
Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading شمېر. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.
More Resources
Continue Reading the Bible
Continue reading شمېر Chapter 2 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.
Frequently Asked Questions
What is شمېر Chapter 2?
شمېر Chapter 2 is part of the Book of شمېر in the Holy Bible.
Can I read this chapter online?
Yes. You can read the complete شمېر Chapter 2 online for free with easy chapter navigation.
More Chapters from زوړ عهد
- ارمیا Chapter 12
- ارمیا Chapter 21
- زبور Chapter 22
- اول پادشاهان Chapter 5
- لاویان Chapter 10
- لاویان Chapter 8
- لاویان Chapter 9
Explore More from شمېر
- شمېر Chapter 33
- شمېر Chapter 34
- شمېر Chapter 26
- شمېر Chapter 25
- شمېر Chapter 11
- شمېر Chapter 3
- شمېر Chapter 31