مکاشفه Chapter 1

For English

Read مکاشفه Chapter 1 Online

Read مکاشفه Chapter 1 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of مکاشفه in the New Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of مکاشفه and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

مکاشفه 1

فصل 1

1. دا د عیسی مسیح مکاشفه ده چې خدای هغه ته ورکړې وه، ترڅو هغه پېښې چې ډېر زر باید رامنځته شي خپلو خدمتګارانو ته وښایي. هغه دا مکاشفه خپل خدمتګار یوحنا ته د فرښتې د لېږلو په وسیله ښکاره کړه.

2. یوحنا چې هرڅه لیدلي وو هغه یې بیان کړل. دا د خدای د کلام او هغه شاهدۍ چې د عیسی مسیح په هکله ده.

3. بختور دی هغه څوک چې د دې کتاب پېشګویانې او پیغام نورو ته په لوړ اواز لولي او بختور دي هغه خلک چې غوږ ورته نیسي او هغه څه چې لیکل شوي دي عمل ورباندې کوي، ځکه چې هغه وخت نژدې دی چې دا هرڅه به پېښ شي.

4. د یوحنا له خوا هغو اوو کلیساګانو ته چې د اسیا په ولایت کې دي. په تاسو دې د هغه چا له خوا فضل او سلامتي وي چې هغه دی، هغه ؤ او هغه راتلونکی دی او د هغو اووه روحونو له خوا چې د هغه د پاچاهۍ د تخت په مخکې خدمت کوي،

5. او د عیسی مسیح له خوا چې وفادار شاهد دی او لومړنی زېږېدلی دی چې له مړو نه اول راپاڅېده او د نړۍ د ټولو پاچاهانو سردار دی.هغه زمونږ سره مینه کوي او په خپله وینه یې مونږ د خپلو ګناهونو نه خلاص کړي یو.

6. هغه مونږ پاچاهۍ ته ورسولو او زمونږ څخه یې کاهنان جوړ کړل، ترڅو د هغه د خدای یعنې د هغه د پلار خدمت وکړو. په هغه دې تل ترتله جلال او قدرت وي! امین.

7. ګورئ، هغه په ورېځو کې راځي! هرڅوک به یې په خپلو سترګو وویني او حتی هغه خلک به یې هم وویني چې هغه یې په نېزې وواهه او د نړۍ ټول قومونه به په هغه باندې ویر کوي. هو، همداسې به وشي! امین.

8. څښتن خدای وایي: «زه الف او یا یم. چې زه هغه څوک یم چې وم، یم او راتلونکی یم، یعنې مطلق قادر خدای.»

9. زه ستاسو ورور یوحنا او د عیسی پیرو یم چې په کړاوونو، د خدای په پاچاهۍ او په صبر او زغم کې ستاسو سره شریک یم. زه د خدای د کلام د موعظې او د عیسی په هکله د شاهدۍ د ورکولو په خاطر د پاتموس په نوم جزیرې ته د سزا دپاره ولېږل شوم.

10. دا د څښتن ورځ وه او روح القدس زه تر خپلې اغېزې لاندې راوستلم، بیا ما د شا له خوا د سرني په شان یو لوړ اواز واورېد

11. چې ماته یې وویل: «څه چې وینې، هغه په یو کتاب کې ولیکه او هغو اووه کلیساګانو یعنې د افسیس، اسمیرنا، پرګاموم، تیاتیرا، ساردیس، فیلادلفیا او لایودیکیه کلیساګانو ته یې ولېږه.»

12. ما خپل مخ راواړاوه چې ووینم دا څوک دی چې زما سره خبرې کوي. په هغه وخت کې مې د سرو زرو اووه څراغدانونه ولیدل.

13. د هغو څراغدانونو په منځ کې د انسان په شان یو څوک ؤ چې یوه اوږده چپنه یې اغوستې وه او د سرو زرو یوه پټۍ یې د سینې څخه تاوه کړې وه.

14. د سر ویښتان یې لکه د سپینې وړۍ یا واورې په شان سپین وو او سترګې یې د اور د لمبو په شان وې،

15. پښې یې د هغو برنجو په شان چې په داش کې پاک شوي وي، ځلېدلې او اواز یې لکه د تېزو اوبو د غرهار په شان ؤ.

16. هغه په خپل ښي لاس کې اووه ستوري نیولي وو او د خولې نه یې دوه مخې تېره توره راوتلې وه او مخ یې لکه د تېز لمر په شان ځلېده.

17. کله چې ما هغه ولیده نو زه لکه د مړي په شان د هغه په پښو کې پرېوتلم، خو هغه خپل ښي لاس په ما کېښود او ویې ویل: «مه وېرېږه، زه اول او اخر یم.

18. زه ژوندی یم، زه مړ شوم او اوس تل ترتله ژوندی یم او د مرګ او قبر کیلي ګانې زما سره دي.

19. نو څه چې دې لیدلي دي هغه ولیکه، هغه څه چې اوس شته او هغه څه چې وروسته به پېښ شي.

20. د هغو اووه ستورو معنی او پټ راز چې تا زما په ښي لاس کې لیدلي دي او د سرو زرو د څراغدانونو معنی دا ده: هغه اووه ستوري د اووه کلیساګانو فرښتې دي او هغه اووه څراغدانونه اووه کلیساګانې دي.»

About مکاشفه Chapter 1

Read مکاشفه Chapter 1 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of مکاشفه in the New Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: مکاشفه
Chapter: 1
Testament: New Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading مکاشفه. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading مکاشفه Chapter 1 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is مکاشفه Chapter 1?

مکاشفه Chapter 1 is part of the Book of مکاشفه in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete مکاشفه Chapter 1 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from مکاشفه

  1. مکاشفه Chapter 15
  2. مکاشفه Chapter 22
  3. مکاشفه Chapter 8
  4. مکاشفه Chapter 13
  5. مکاشفه Chapter 18
  6. مکاشفه Chapter 10
  7. مکاشفه Chapter 6

Explore More from نوی عهد

  1. لوقا Chapter 14
  2. لوقا Chapter 19
  3. اول تیموتاوس Chapter 5
  4. اول پطروس Chapter 1
  5. اول قرنتیانو ته Chapter 15
  6. عبرانیانو ته Chapter 1
  7. مکاشفه Chapter 4

Related Chapters & Readings

  1. اشعیا Chapter 65
  2. مرثیې Chapter 4
  3. دوهم قرنتیانو ته Chapter 5
  4. اول تواریخ Chapter 28
  5. متلونه Chapter 8
  6. هوشع Chapter 2
  7. ارمیا Chapter 32
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *