شمېر Chapter 23

For English

Read شمېر Chapter 23 Online

Read شمېر Chapter 23 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of شمېر in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of شمېر and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

شمېر 23

فصل 23

1. بلعام بالاق ته وویل: <دلته زما دپاره اووه د قربانۍ ځایونه جوړ کړه، بیا اووه غوایان او اووه پسونه راوله.>

2. څنګه چې بالاق ته ویل شوي وو، هغه هماغسې وکړل او هغه او بلعام په هره قربانګاه باندې یو یو غویی او یو یو پسه قرباني کړ.

3. بیا بلعام بالاق ته وویل: <دلته د خپلې سوزېدونکې نذرانې سره ودرېږه، زه ځم چې وګورم څښتن زما سره د ملاقات دپاره راځي او که نه. هرڅه چې هغه راته ووایي هغه به تاته ووایم.> نو بلعام د غونډۍ سرته یوازې لاړ

4. او خدای پاک د هغه سره ملاقات وکړ. بلعام هغه ته وویل: <ما اووه د قربانۍ ځایونه جوړ کړي دي او په هر یو باندې مې یو یو غویی او یو یو پسه قرباني کړی دی.>

5. څښتن بلعام ته یو پیغام ورکړ، بیا یې هغه بېرته ولېږه چې بالاق ته یې ورسوي.

6. نو هغه بېرته لاړ او ویې لیدل چې بالاق د موآبیانو د ټولو مشرانو سره د خپلې نذرانې په څنګ کې ولاړ دی.

7. بلعام دا پیغام ورکړ:<د موآب پادشاه بالاق زه راوستلمله سوریې یعنې ختیځو غرونوهغه ویل راشه خبرې وکړه ما دپارهته لعنت ووایه په قوم د اسراییلو باندې

8. څنګه په هغه چا لعنت ووایمپه چا چې خدای لعنت ویلی نه وي؟څنګه د هغوی په ضد خبرې وکړمد چا په ضد چې څښتن نه دي کړې؟

9. لوړو ګټانو څخه زه شمه هغوی لیدلیشمه کتلی هغوی زه د غونډیو څخهدا یو قوم دی چې اوسیږي ځانلههغوی خپل ځانونه په نورو قومونو کې نه شماري

10. د اسراییلو اولاده ده لکه خاورو په شاندوی دومره ډېر دي چې حساب یې نه شيپرېږده چې مړ شمه زه د خدای د قوم په شانپرېږده په سوله کې چې مړ شم د نېکانو په شان>

11. بیا بالاق بلعام ته وویل: <دا څه دې راسره وکړل؟ ما د دې دپاره راوغوښتلې چې زما په دښمنانو باندې لعنت ووایې. مګر د هغې په ځای تا هغوی ته برکت ورکړ!>

12. بلعام په ځواب کې وویل: <زه یوازې هغه څه ویلی شم چې څښتن راته وایي.>د بلعام دوهم پیغام

13. بالاق بلعام ته وویل: <راځه چې یو بل ځای ته لاړ شو چېرته چې ته کولی شې یوازې ځینې اسراییلیان ووینې، له هماغه ځای څخه زما په خاطر په هغوی باندې لعنت ووایه.>

14. نو هغه بلعام د صوفیم پټي ته چې د پیسګاه د غره په سر ؤ بوته. په هغه ځای کې هم هغه اووه د قربانۍ ځایونه جوړ کړل او په هر یو باندې یې یو یو غویی او یو یو پسه قرباني کړ.

15. بلعام بالاق ته وویل: <دلته د خپلې سوزېدونکې نذرانې په څنګ کې ودرېږه او زه به هلته د څښتن سره ملاقات وکړم.>

16. څښتن د بلعام سره ملاقات وکړ او یو بل پیغام یې ورکړ، بیا یې ورته وفرمایل: <لاړ شه او بالاق ته یې ورسوه.>

17. بلعام بېرته لاړ او ویې لیدل چې بالاق د خپلې سوزېدونکې نذرانې په څنګ کې د موآبیانو د مشرانو سره ولاړ دی. بالاق پوښتنه وکړه: <څښتن څه وویل؟>

18. بلعام بیا پیغام ورکړ:<راشه ای بالاقه د صفور زویهغوږ دې ونیسه چې څه درته زه وایم

19. خدای د خلکو په شان نه دی چې درواغ ووایيانسان نه دی چې بدله اراده کړيرسوي سرته چې کړي کومې وعدېڅه چې وایي هغه کاندي

20. ماته شوې لارښوونه چې زه ورکړم برکتخدای چې کوم وخت کې برکت ورکويهغه زه بېرته ګرځولی نه شم

21. کړم پېشګویي چې مستقبل د اسراییلوبه رانه وړي بدبختي او تکلیفونه دوی تهخپل څښتن خدای یې مل دی دوی سرهوایي په جار هغه پادشاه دی د دوی

22. خدای دوی راوویستل له مصر څخهپه ډېر قوت سره جنګیږي دی هغوی دپاره

23. هیڅ جادو او کوډې نشتهچې په ضد د اسراییلو وکړي کارد اسراییلو په باره کې به اوس خلک وایيوګورئ خدای هغوی ته څه وکړل

24. دي هغوی د قهر شویو زمریانو په شانچې دي تیار حملې تهترڅو چې ونه خوري خپل ښکار او وینه یې ونه څښيتر هغې پورې به ونه کړي ارام>

25. نو بالاق بلعام ته وویل: <نه په هغوی باندې لعنت ووایه او نه ورته برکت ورکوه!>

26. بلعام په ځواب کې وویل: <ما مخکې تاته وویل چې زه به هرڅه د څښتن د وینا په مطابق کوم.>

27. بالاق بلعام ته وویل: <ما سره راشه چې یو بل ځای ته دې بوځم. کېدای شي چې خدای تا پرېږدي چې زما دپاره له هغه ځایه په اسراییلیانو باندې لعنت ووایې.>

28. نو هغه بلعام د فغور د غره سرته وخېژاوه چې له هغه ځایه ښکته دښتې ته وګوري.

29. بلعام هغه ته وویل: <دلته زما دپاره اووه د قربانۍ ځایونه جوړ کړه، بیا ماته اووه غوایان او اووه پسونه راوله.>

30. څنګه چې بالاق ته ویل شوي وو هماغسې یې وکړل، هغه په هرې قربانګاه باندې یو یو غویی او یو یو پسه قرباني کړ.

About شمېر Chapter 23

Read شمېر Chapter 23 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of شمېر in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: شمېر
Chapter: 23
Testament: Old Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading شمېر. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading شمېر Chapter 23 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is شمېر Chapter 23?

شمېر Chapter 23 is part of the Book of شمېر in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete شمېر Chapter 23 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from زوړ عهد

  1. ارمیا Chapter 12
  2. ارمیا Chapter 21
  3. زبور Chapter 22
  4. اول پادشاهان Chapter 5
  5. لاویان Chapter 10
  6. لاویان Chapter 8
  7. لاویان Chapter 9

Explore More from شمېر

  1. شمېر Chapter 31
  2. شمېر Chapter 9
  3. شمېر Chapter 12
  4. شمېر Chapter 26
  5. شمېر Chapter 14
  6. شمېر Chapter 22
  7. شمېر Chapter 20

Related Chapters & Readings

  1. اشعیا Chapter 7
  2. غزل غزلونه Chapter 5
  3. متی Chapter 27
  4. زبور Chapter 37
  5. قاضیان Chapter 14
  6. ارمیا Chapter 16
  7. زبور Chapter 112
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *