Read شمېر Chapter 19 Online
Read شمېر Chapter 19 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of شمېر in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of شمېر and the Holy Bible online.
Choose a Chapter
شمېر 19
فصل 19
1. څښتن حضرت موسیٰ او حضرت هارون ته وفرمایل:
2. <د اسراییلو قوم باید موسیٰ ته یوه داسې سره غوا راولي چې کوم عیب په کې نه وي او هیڅکله ورباندې قلبه نه وي شوې.
3. هغوی به هغه العازار کاهن ته ورکړي، بیا به هغه د کمپ څخه بیرون وویستل شي او د هغه په حضور کې به حلاله شي.
4. بیا به العازار د هغې څخه لږه وینه واخلي او په خپله ګوته باندې دې اووه ځلې د مقدسې خېمې مخې ته وشیندي.
5. بیا ټوله غوا باید د پوستکي، غوښې، وینې او کولمو سره د هغه په مخ کې وسوزول شي.
6. کاهن دې د صبر د ونې لږ لرګي، د وېلني بوټی او سور تار په اور کې واچوي.
7. د مراسمو څخه وروسته دې کاهن خپل کالي ومینځي او غسل دې وکړي. بیا هغه کولی شي چې بېرته کمپ ته ننوزي، مګر تر ماښامه پورې به ناپاک پاتې شي.
8. هغه سړی چې غوا یې سوزولې وي هم باید خپل کالي ومینځي او غسل دې وکړي، مګر هغه به هم تر ماښامه پورې ناپاک پاتې شي.
9. یو سړی چې ناپاک نه وي د سوزېدل شوې غوا ایرې دې واخلي او د کمپ څخه دباندې دې په یو پاک ځای کې واچوي. د اسراییلو قوم کولی شي چې دا ایرې د هغو اوبو سره ګډې کړي چې د ګناه د پاکولو په مراسمو کې ورڅخه کار اخیستل کیږي.
10. هغه سړی چې ایرې راټولوي باید خپل کالي ومینځي، مګر تر ماښامه پورې به ناپاک پاتې شي. د اسراییلو قوم او هغه بېګانه خلک چې د دوی په منځ کې اوسیږي باید تل د دې قانون اطاعت وکړي.
11. که چېرې څوک یو مړي ته لاس وروړي، اووه ورځې به ناپاک وي.
12. مګر که چېرې په دریمه ورځ او بیا په اوومه ورځ په هغو اوبو باندې چې د غوا ایرې ورسره ګډې وي خپل ځان پاک کړي، هغه به پاک شي. که په هغو ورځو کې خپل ځان پاک نه کړي، نو ناپاک به پاتې شي.
13. که چېرې څوک مړي ته لاس وروړي او خپل ځان پاک نه کړي هغه ناپاکه پاتې کیږي، ځکه چې د پاکوالي اوبه ورباندې نه دي اچول شوې. هغه نفر مقدسه خېمه ناپاکه کړې او د اسراییلو د قوم څخه باید وشړل شي.
14. په هغه حالت کې چې یو نفر په خېمه کې مړ شي، نو هغه څوک چې د هغه نفر د مرګ په وخت کې په خېمه کې وي یا څوک چې خېمې ته ورننوزي هغه به اووه ورځې ناپاک وي.
15. هر منګی او لوښی چې په خېمه کې وي او سرپوښ ونلري، هغه ناپاک کیږي.
16. که چېرې څوک د یو داسې نفر مړي ته لاس وروړي چې په وسله باندې وژل شوی وي یا په خپل مرګ مړ شوی وي یا که چېرې د انسان هډوکي یا قبر ته لاس وروړي، هغه به اووه ورځې ناپاک وي.
17. -
18. مخکې له دې چې هغه نفر له نجاست څخه پاک شي، یو څوک چې پاک وي باید د سوزول شوې غوا لږې ایرې واخلي او د چینې د اوبو په یو لوښي کې دې هغه ولړي. همدا نفر باید د وېلني د بوټي یوه څانګه په اوبو او ایرو کې غوټه کړي، بیا دې هغه په خېمه او هرڅه چې په هغې کې دي او د هر هغه چا په شمول چې په خېمه کې ؤ وشیندي. که چېرې هغه د انسان هډوکي یا قبر یا مړي ته لاس وروړی وي، هغه اوبه باید په هغه نفر باندې وشیندل شي.
19. هغه نفر چې پاک وي په ناپاکه نفر باندې دې په دریمه او اوومه ورځ هغه اوبه وشیندي. په اوومه ورځ هغه نفر چې پاکیږي باید خپل کالي ومینځي او غسل دې وکړي نو ماښام به هغه پاک شي.
20. که چېرې یو نفر په مذهبي لحاظ ناپاک وي او خپل ځان پاک نه کړي هغه ناپاک پاتې کیږي، ځکه چې په هغه باندې د پاکوالي اوبه نه دي اچول شوې. هغه مقدسه خېمه ناپاکه کړې او د اسراییلو د قوم څخه باید وشړل شي.
21. دا قوانین به هیڅکله بدل نه شي. کوم نفر چې د پاکوالي په خاطر هغه اوبه شیندي باید خپل کالي هم ومینځي. که څوک دې اوبو ته لاس وروړي هغه به تر ماښامه پورې ناپاک وي.
22. یو ناپاک نفر چې هر شي ته لاس وروړي هغه شی به ناپاک شي او که بل نفر هغه شي ته لاس وروړي، هغه به هم تر ماښامه پورې ناپاک وي.>
About شمېر Chapter 19
Read شمېر Chapter 19 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of شمېر in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.
Book Information
Book: شمېر
Chapter: 19
Testament: Old Testament
How to Read this Chapter
Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading شمېر. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.
More Resources
Continue Reading the Bible
Continue reading شمېر Chapter 19 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.
Frequently Asked Questions
What is شمېر Chapter 19?
شمېر Chapter 19 is part of the Book of شمېر in the Holy Bible.
Can I read this chapter online?
Yes. You can read the complete شمېر Chapter 19 online for free with easy chapter navigation.
More Chapters from زوړ عهد
- ارمیا Chapter 12
- ارمیا Chapter 21
- زبور Chapter 22
- اول پادشاهان Chapter 5
- لاویان Chapter 10
- لاویان Chapter 8
- لاویان Chapter 9
Explore More from شمېر
- شمېر Chapter 2
- شمېر Chapter 18
- شمېر Chapter 3
- شمېر Chapter 25
- شمېر Chapter 10
- شمېر Chapter 12
- شمېر Chapter 5