Read شمېر Chapter 3 Online
Read شمېر Chapter 3 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of شمېر in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of شمېر and the Holy Bible online.
Choose a Chapter
شمېر 3
فصل 3
1. دا د حضرت موسیٰ او حضرت هارون د کورنۍ د هغه وخت قصه ده کله چې څښتن د حضرت موسیٰ سره د سینا په غره کې خبرې وکړې.
2. حضرت هارون څلور زامن درلودل: ناداب چې مشر ؤ، ابیهو، العازار او ایتامار.
3. هغوی مسح کړای شول او د کاهنانو په توګه وټاکل شول.
4. مګر ناداب او ابیهو د څښتن په حضور کې په داسې وخت کې مړه شول کله چې هغوی د سینا په دښته کې څښتن ته ناپاکه اور وړاندې کاوه. هغوی اولادونه نه درلودل، نو العازار او ایتامار د حضرت هارون د ژوندانه په دوران کې د کاهنانو په توګه خدمت وکړ.
5. څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل:
6. <د لاویانو قبیله راوله او د هارون کاهن د خدمتګارانو په توګه یې وټاکه.
7. دوی به په مقدسه خېمه کې کار کوي او د هارون او ټول قوم دپاره به وظیفې سرته رسوي.
8. هغوی به د مقدسې خېمې د ټول سامان مسئولیت په غاړه واخلي او د نورو اسراییلیانو دپاره به وظیفې اجرا کوي.
9. د لاویانو مسئولیت دا دی چې د هارون او د هغه د زامنو خدمت وکړي.
10. هارون او د هغه زامن د کاهنانو په توګه د خدمت دپاره وټاکه. که بل هرڅوک مقدس ځای ته ورنژدې شي باید ووژل شي.>
11. بیا څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل:
12. -
13. <اوس دې لاویان زما شي. کله چې ما د مصریانو ټول مشران زامن او اولني زېږېدلي حیوانات ووژل، دا پرېکړه مې وکړه چې په هرې اسراییلي کورنۍ کې مشران زامن او د هغوی د رمو او پادو څخه هر اولنی زېږېدلی نر حیوان به زما وي. مګر اوس ما د اسراییلو د ټولو مشرانو زامنو په ځای لاویان انتخاب کړي دي. زه څښتن یم.>
14. څښتن حضرت موسیٰ ته د سینا په دښته کې وفرمایل:
15. <لاویان کورنۍ په کورنۍ او طایفه په طایفه وشمېره. هر نارینه چې عمر یې یوه میاشت یا زیات وي وشمېره.>
16. نو څنګه چې څښتن ورباندې امر کړی ؤ، حضرت موسیٰ هغوی وشمېرل.
17. -
20. د لاوي درې زامن وو: جرشون، قهات او مراري. هغوی د هغو طایفو نیکونه وو چې د هغوی په نوم یادیږي. د جرشون دوه زامن وو: لبني او شمعي. د قهات څلور زامن وو: عمرام، یصهار، حبرون او عزیئیل. د مراري دوه زامن وو: محلي او موشي. هغوی د هغو کورنیو نیکونه وو چې د هغوی په نوم یادیږي.
21. لبنیان او شمعیان د جرشونیانو طایفې وې.
22. د هغو نارینه جرشونیانو ټول شمېر چې عمر یې یوه میاشت یا زیات ؤ او وشمېرل شول، ۷۵۰۰ تنه وو.
23. دغو طایفو د مقدسې خېمې شاته یعنې لوېدیځ خواته خېمې ودرولې.
24. د جرشونیانو د کورنیو مشر د لایل زوی الیاساف ؤ.
25. په مقدسه خېمه کې جرشونیان د دغو شیانو د ساتنې مسوولان وو: د خېمې، د هغې د پوښونو، د خېمې د دروازې د پردې،
26. –
27. د حویلۍ د پردو، د هغې حویلۍ د دروازې د پردې چې د مقدسې خېمې او قربانۍ د ځای ګردچاپېره ده او د هغو د رسۍ ګانو. هغوی د دې ټول سامان او په هغه پورې د اړونده کارونو مسئولیت په غاړه درلود.۲۷عمرامیان، یصهاریان، حبرونیان او عزیئیلیان د قهاتیانو طایفې وې.
28. د هغو نارینه قهاتیانو ټول شمېر چې عمر یې یوه میاشت یا زیات ؤ ۸۶۰۰ تنه وو. قهاتیانو د مقدس ځای د ساتنې مسئولیت په غاړه درلود.
29. دغو طایفو د مقدسې خېمې جنوب خواته خېمې ودرولې.
30. د قهاتیانو د طایفو د کورنیو مشر د عزیئیل زوی الیصافان ؤ.
31. د دغو شیانو مسئولیت د هغوی په غاړه ؤ: د لوظ صندوق، مېز، څراغدان، د قربانۍ د ځایونو، هغه لوښي چې کاهنانو په مقدس ځای کې ورڅخه کار اخیست او د ډېر مقدس ځای د دروازې پرده. هغوی د دې ټول سامان او په هغه پورې د اړونده کارونو مسئولیت په غاړه درلود.
32. د لاویانو د مشرانو رئیس د حضرت هارون کاهن زوی العازار ؤ. هغه په هغو خلکو باندې مقرر شوی ؤ چې د مقدس ځای د ساتنې مسوولان وو.
33. محلیان او موشیان د مراریانو طایفې وې.
34. د هغو نارینه مراریانو ټول شمېر چې عمر یې یوه میاشت یا زیات ؤ او وشمېرل شول ۶۲۰۰ تنه وو.
35. د مراریانو د طایفو د کورنیو مشر د ابیحایل زوی صوریئیل ؤ. هغوی د مقدسې خېمې شمال خواته خېمې ودرولې.
36. مراریان د دې دپاره ټاکل شوي وو چې د مقدسې خېمې په چوکاټونو، د هغې په اړمونو، ستنو، پایو او د هغې د ټول سامان ساتنه وکړي. هغوی د دې ټول سامان او په هغه پورې د اړونده کارونو مسئولیت په غاړه درلود.
37. همدارنګه هغوی د ستنو، پایو، مېخونو او د هغو رسۍ ګانو مسئولیت په غاړه درلود چې د شاوخوا حویلۍ دپاره وې.
38. حضرت موسیٰ او حضرت هارون او د حضرت هارون زامنو د مقدسې خېمې لمرخاته خواته یعنې د مقدسې خېمې په مخ کې خېمې ودرولې. هغوی د هغو کارونو د سرته رسولو مسئولیت په غاړه درلود چې د اسراییلو د قوم دپاره په مقدس ځای کې ترسره کېدل. بل هرڅوک به چې مقدس ځای ته ورنژدې کېده، هغه به وژل کېده.
39. د هغو ټولو نارینه لاویانو شمېر چې عمر یې یوه میاشت یا زیات ؤ او حضرت موسیٰ او حضرت هارون د څښتن په امر طایفه په طایفه وشمېرل، ټول ۲۲۰۰۰ تنه وو.
40. څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل: <د اسراییلو ټول مشران زامن چې عمر یې یوه میاشت یا زیات وي وشمېره او د هغوی د نومونو یو لست تیار کړه.
41. د اسراییلو د ټولو مشرانو زامنو په ځای زما دپاره لاویان واخله او د هغوی د ټولو اولنیو زېږېدلو حیواناتو په ځای زما دپاره د لاویانو حیوانات واخله. زه څښتن یم.>
42. نو څنګه چې څښتن په حضرت موسیٰ باندې امر کړی ؤ، هغه د اسراییلو ټول مشران زامن وشمېرل.
43. د نارینه مشرانو ټول شمېر چې عمر یې یوه میاشت یا زیات ؤ او د هر یو نوم په لست کې لیکل شوی ؤ ۲۲۲۷۳ تنه وو.
44. بیا څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل:
45. <اوس د اسراییلو د ټولو مشرانو زامنو په ځای لاویان وقف کړه او د لاویانو حیوانات د هغوی د حیواناتو په ځای وقف کړه. لاویان دې زما شي. زه څښتن یم.
46. په دې خاطر چې د اسراییلو مشران زامن د لاویانو په پرتله ۲۷۳ تنه زیات دي، نو ته باید اضافي زامن بېرته په بیه واخلې.
47. د هر نفر دپاره د مقدس ځای د مثقال په مطابق پنځه پنځه مثقاله سپین زر راټول کړه
48. او هغه هارون او د هغه زامنو ته ورکړه.>
49. حضرت موسیٰ د ۲۷۳ اضافي مشرانو زامنو څخه سپین زر راټول کړل
50. چې د هغو وزن د مقدس ځای د مثقال په مطابق ۱۳۶۵ مثقاله ؤ.
51. هغه یې د څښتن د حکم سره سم حضرت هارون او د هغه زامنو ته ورکړل.
About شمېر Chapter 3
Read شمېر Chapter 3 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of شمېر in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.
Book Information
Book: شمېر
Chapter: 3
Testament: Old Testament
How to Read this Chapter
Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading شمېر. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.
More Resources
Continue Reading the Bible
Continue reading شمېر Chapter 3 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.
Frequently Asked Questions
What is شمېر Chapter 3?
شمېر Chapter 3 is part of the Book of شمېر in the Holy Bible.
Can I read this chapter online?
Yes. You can read the complete شمېر Chapter 3 online for free with easy chapter navigation.
More Chapters from زوړ عهد
- ارمیا Chapter 12
- ارمیا Chapter 21
- لاویان Chapter 10
- زبور Chapter 22
- اول پادشاهان Chapter 5
- لاویان Chapter 8
- لاویان Chapter 9
Explore More from شمېر
- شمېر Chapter 35
- شمېر Chapter 21
- شمېر Chapter 28
- شمېر Chapter 10
- شمېر Chapter 26
- شمېر Chapter 33
- شمېر Chapter 1