Read شمېر Chapter 26 Online
Read شمېر Chapter 26 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of شمېر in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of شمېر and the Holy Bible online.
Choose a Chapter
شمېر 26
فصل 26
1. له وبا څخه وروسته څښتن حضرت موسیٰ او د حضرت هارون کاهن زوی العازار ته وفرمایل:
2. <د اسراییلو د ټول قوم سرشمېرنه د کورنیو په اساس وکړئ، یعنې د هغو ټولو خلکو چې عمر یې شل کاله یا زیات وي او جنګ کولی شي.>
3. په هغه وخت کې د اسراییلو ټول قوم د موآب په ډاګونو کې اریحا ته مخامخ د اردن د سیند په غاړه خېمې ودرولې وې.نو حضرت موسیٰ او العازار کاهن د اسراییلو مشرانو ته د دې سرشمېرنې په باره کې داسې لارښوونه وکړه:
4. <لکه څنګه چې څښتن حضرت موسیٰ ته حکم کړی دی هغه ټول اسراییلیان چې عمر یې شل کاله یا زیات وي وشمارئ.>دا هغه اسراییلیان دي چې د مصر څخه راوتلي وو:
5. د روبین د قبیلې څخه (روبین د حضرت یعقوب مشر زوی ؤ): د حنوک، فلو،
6. حصرون او کرمي طایفې،
7. د دې طایفو شمېر ۴۳۷۳۰ تنه نارینه وو.
8. د فلو اولاده: الیاب
9. او د هغه زامن نموئیل، داتان او ابیرام. (دا هماغه داتان او ابیرام دي چې د قوم له خوا انتخاب شوي وو، مګر هغوی د حضرت موسیٰ او حضرت هارون سره مخالفت وکړ او د قورح د پیروانو سره یوځای شول او د څښتن په مقابل کې یې سرکشي وکړه.
10. ځمکه پرانیستل شوه او هغوی یې د قورح سره ژوندي تېر کړل. په هماغه وخت کې اور20 ۰ تنه له منځه یوړل. هغوی نورو اسراییلیانو ته د خبرداري په توګه وو.
11. مګر د قورح زامن ونه وژل شول.)
12. د شمعون د قبیلې څخه ۲۲۲۰۰ تنه وو، هغوی د نموئیل، یامین، یاکین، زارح او شائول د طایفو څخه وو.
15. د جاد د قبیلې څخه ۴۰۵۰۰ تنه وو، هغوی د صفون، حجي، شوني، ازني، عیري، ارود او ارئیلي د طایفو څخه وو.
19. د یهودا د قبیلې څخه ۷۶۵۰۰ تنه وو، هغوی د شیله، فارص، زارح، حصرون او حامول د طایفو څخه وو. د یهودا زامن عیر او اونان په کنعان کې مړه شوي وو.
23. -۲۵د یساکار د قبیلې څخه ۶۴۳۰۰ تنه وو، هغوی د تولع، فوه، یاشوب او شمرون د طایفو څخه وو.
26. د زبولون د قبیلې څخه ۶۰۵۰۰ تنه وو، هغوی د سارد، ایلون او یحلیئیل د طایفو څخه وو.
28. د حضرت یوسف قبیلې چې هغه د دوو زامنو یعنې منسي او افرایم پلار ؤ.
29. د منسي د قبیلې څخه ۵۲۷۰۰ تنه وو، هغوی د دغو طایفو څخه وو: د منسي د زوی ماخیر طایفه، د هغه د زوی جلعاد طایفه او د ماخیر د شپږو لمسیو طایفې: ایعزر، حالق، اسریئیل، شکیم، شمیداع او حافر. د حافر زوی صلفحاد هیڅ زامن نه درلودل، مګر پنځه لورګانې یې درلودلې چې نومونه یې دا وو: محله، نوعه، حجله، ملکه او ترصه.
35. د افرایم د قبیلې څخه ۳۲۵۰۰ تنه وو، هغوی د شوتالح، باکر، تاحن او د شوتالح د زوی عیران د طایفو څخه وو.
38. د بنیامین د قبیلې څخه ۴۵۶۰۰ تنه وو، هغوی د بالع، اشبیل، احیرام، شفوفام، حوفام او د بالع د دوو زامنو ارد او نعمان د طایفو څخه وو.
42. د دان د قبیلې څخه ۶۴۴۰۰ تنه وو، هغوی ټول د شوحام د طایفې څخه وو.
44. د اشیر د قبیلې څخه ۵۳۴۰۰ تنه وو، هغوی د یمنه، یشوي، بریعه او حابر او ملکیئیل یعنې د بریعه د زامنو د دوو طایفو څخه وو. سارح د اشیر لور وه.
48. د نفتالي د قبیلې څخه ۴۵۴۰۰ تنه وو، هغوی د یاحصئیل، جوني، یصر او شلیم د طایفو څخه وو.
51. په لست کې د اسراییلو د ټولو نفرو شمېر ۶۰۱۷۳۰ تنه ؤ.
52. څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل:
53. <د کنعان ځمکه په دغو قبیلو باندې د هغو نفرو د شمېر په مطابق چې په هرې قبیلې کې دي ووېشه.
54. -ځمکه د پچو په اساس ووېشه. لویې قبیلې ته زیاته برخه او کوچنۍ قبیلې ته کمه برخه ورکړه.>
57. د لاوي په قبیلې کې دا طایفې شاملې وې: جرشون، قهات، مراري،
58. او همدارنګه د لبني، حبرون، محلي، موشي او قورح طایفې. قهات د عمرام نیکه ؤ.
59. د عمرام د ښځې نوم یوکابد ؤ چې د لاوي د اولادې څخه وه او په مصر کې زېږېدلې وه. د عمرام او یوکابد درې اولادونه وو، یعنې حضرت هارون، حضرت موسیٰ او مریم.
60. حضرت هارون د ناداب، ابیهو، العازار او ایتامار پلار ؤ.
61. مګر ناداب او ابیهو په هغه وخت کې مړه شول کله چې هغوی څښتن ته ناپاکه اور وړاندې کاوه.
62. د لاوي په قبیله کې ۲۳۰۰۰ تنه نارینه وو او په هغو کې داسې هلکان هم وو چې عمر یې لږ تر لږه یوه میاشت ؤ. د نورو قبیلو سره د هغوی نومونه په لست کې نه وو ځکه چې هغوی ته په کنعان کې ځمکه نه ورکول کېدله.
63. په هغه وخت کې چې اسراییلیانو د موآب په ډاګونو کې د اردن د سیند په بله غاړه اریحا ته مخامخ خېمې ودرولې وې، حضرت موسیٰ او العازار هغوی وشمېرل.
64. د هغو خلکو څخه چې حضرت موسیٰ او حضرت هارون د سینا په دښته کې شمېرلي وو، یو هم ژوندی پاتې نه ؤ.
65. څښتن فرمایلي وو چې پرته د یفنه د زوی کالیب او د نون زوی یوشع څخه نور ټول به په دښته کې مړه شي.
About شمېر Chapter 26
Read شمېر Chapter 26 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of شمېر in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.
Book Information
Book: شمېر
Chapter: 26
Testament: Old Testament
How to Read this Chapter
Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading شمېر. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.
More Resources
Continue Reading the Bible
Continue reading شمېر Chapter 26 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.
Frequently Asked Questions
What is شمېر Chapter 26?
شمېر Chapter 26 is part of the Book of شمېر in the Holy Bible.
Can I read this chapter online?
Yes. You can read the complete شمېر Chapter 26 online for free with easy chapter navigation.
More Chapters from زوړ عهد
- ارمیا Chapter 12
- ارمیا Chapter 21
- زبور Chapter 22
- اول پادشاهان Chapter 5
- لاویان Chapter 10
- لاویان Chapter 8
- لاویان Chapter 9
Explore More from شمېر
- شمېر Chapter 20
- شمېر Chapter 34
- شمېر Chapter 35
- شمېر Chapter 5
- شمېر Chapter 2
- شمېر Chapter 17
- شمېر Chapter 6