ایوب Chapter 27

For English

Read ایوب Chapter 27 Online

Read ایوب Chapter 27 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of ایوب in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of ایوب and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

ایوب 27

فصل 27

1. ايُوب خپله خبره جارى وساتله،

2. ”زۀ په ژوندى خُدائ پاک قسم خورم، چا چې زما حقُونه اخستى دى، او هغه قادر خُدائ چا چې زما ژوند تريخ کړے دے،

3. چې ترڅو پورې زۀ ژوندے يم او چې د خُدائ پاک روح په ما کښې وى،

4. نو زما ژبه به غلطې خبرې ونۀ کړى، او زما ژبه به دروغ ونۀ وائى.

5. زۀ به هيڅکله دا ونۀ وايم چې تۀ په حقه يې، ترڅو پورې چې مړ شوے نۀ يم نو صداقت به ما کښې وى.

6. زۀ به دا دعوىٰ هيڅکله پرې نۀ ږدم چې زۀ بې‌ګناه يم، ځکه چې ټول عُمر زما ضمير صفا دے.

7. څوک چې زما مخالفت کوى يا ما سره جګړې کوى نو هغوئ ته دې د ګناهګارو او بدعملو په شان سزا مِلاو شى.

8. ځکه چې د خُدائ نه د منکرو خلقو اُميد به څۀ وى چې کله هغوئ د ژوند نه لاس ووينځى، کله چې خُدائ پاک د هغوئ نه ژوند واخلى؟

9. چې کله مصيبت په هغوئ باندې راشى نو خُدائ پاک به د هغوئ ژړا اورى څۀ؟

10. هغوئ به د قادر خُدائ سره خوشحاله شى څۀ؟ هغوئ به هر وخت خُدائ پاک ته آواز کولے شى څۀ؟

11. زۀ به تا ته د خُدائ پاک د طاقت په حقله ښودنه وکړم، څۀ چې د قادر خُدائ سره وى نو زۀ به هغه نۀ پټوم.

12. تاسو دا هر څۀ په خپله ليدلى دى، خو بيا هم تاسو ما ته دا فضول خبرې کوئ؟“

13. ”دا د خُدائ پاک سره د بدعمله کسانو برخه ده، او دا هغه ميراث دے چې ظالمانو ته د قادر خُدائ د طرف نه ملاويږى،

14. کۀ د هغوئ اولاد ډېر هم وى، خو د هغوئ بچى به په جنګ کښې او د لوږې نه مړۀ شى.

15. څوک چې پاتې وى نو هغوئ به په وبا مړۀ شى، او د هغوئ کونډې به هم په هغوئ باندې ژړا ونۀ کړى.

16. هغوئ سره سپين زر د خاورو نه زيات دى، او بې‌حسابه جامې ورسره دى،

17. هغوئ به دا رايوځائ کړى، خو نېکان به دا واغوندى، او بې‌ګناه کسان به سپين زر په خپلو کښې تقسيم کړى.

18. بدعمله کسان خپل کورونه د جالو په شان داسې کمزورى جوړوى، لکه چې څوکيداران څپر جوړوى.

19. هغوئ به د دولت سره څملى، خو چې سترګې وغړوى، نو مال به يې ختم وى.

20. يره د سېلاب په شان په هغوئ باندې غالبه شى، او د شپې طوفان يې يوسى.

21. د نمرخاتۀ طرف هوا هغوئ اوچت کړى او هغوئ ختم شى، او دا هوا يې په مخه يوسى.

22. دا په بې‌رحمۍ سره په هغوئ باندې راوغورزيږى، اګر چې هغوئ د تښتېدو پوره کوشش کوى.

23. هوا په هغوئ پسې داسې شور جوړوى لکه چې سړے په چا پورې خندا کوى.“

About ایوب Chapter 27

Read ایوب Chapter 27 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of ایوب in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: ایوب
Chapter: 27
Testament: Old Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading ایوب. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading ایوب Chapter 27 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is ایوب Chapter 27?

ایوب Chapter 27 is part of the Book of ایوب in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete ایوب Chapter 27 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from ایوب

  1. ایوب Chapter 41
  2. ایوب Chapter 19
  3. ایوب Chapter 11
  4. ایوب Chapter 8
  5. ایوب Chapter 1
  6. ایوب Chapter 25
  7. ایوب Chapter 9

Explore More from زوړ عهد

  1. دانیال Chapter 12
  2. متلونه Chapter 1
  3. حزقیال Chapter 10
  4. زبور Chapter 102
  5. زبور Chapter 58
  6. تثنیه Chapter 4
  7. حزقیال Chapter 37

Related Chapters & Readings

  1. اشعیا Chapter 7
  2. افسیانو ته Chapter 5
  3. زبور Chapter 143
  4. اشعیا Chapter 18
  5. اشعیا Chapter 11
  6. پیدایښت Chapter 34
  7. پیدایښت Chapter 17
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *