لاویان Chapter 9

For English

Read لاویان Chapter 9 Online

Read لاویان Chapter 9 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of لاویان in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of لاویان and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

لاویان 9

فصل 9

1. د کاهنانو د ټاکنې د مراسمو څخه وروسته حضرت موسیٰ په اتمه ورځ حضرت هارون او د هغه زامن او د اسراییلو مشران راوغوښتل.

2. هغه حضرت هارون ته وفرمایل: <یو خوسی او یو پسه چې کوم عیب په کې نه وي واخله او څښتن ته یې وړاندې کړه. خوسی د ګناه د نذرانې دپاره دی او پسه د سوزېدونکې نذرانې دپاره دی.

3. بیا د اسراییلو خلکو ته ووایه: یو وز د ګناه د نذرانې دپاره واخلئ. یو خوسی چې یو کلن وي او یو وری چې یو کلن وي او هیڅ عیب په کې نه وي، د سوزېدونکې نذرانې دپاره واخلئ

4. او یو غویی او یو پسه د سلامتۍ د نذرانې دپاره. هغوی دې دا د څښتن په حضور کې د غلې دانې د نذرانې سره چې تېل ورسره ګډ وي قرباني کړي. هغوی باید دا کار وکړي ځکه چې څښتن به نن هغوی ته ورښکاره شي.>

5. نو هغوی ټول شیان د حضرت موسیٰ د حکم سره سم د مقدسې خېمې مخې ته راوړل او ټول قوم د څښتن د عبادت دپاره هلته راغونډ شو.

6. حضرت موسیٰ وفرمایل: <څښتن تاسو ته حکم کړی دی چې دا کار وکړئ، ترڅو د هغه جلال تاسو ته ښکاره شي.>

7. بیا حضرت موسیٰ هارون ته وفرمایل: <د قربانۍ ځای ته لاړ شه او لکه څنګه چې څښتن امر کړی دی اول د خپل ځان او بیا د قوم د ګناهونو د کفارې د ادا کولو په خاطر د ګناه نذرانه او سوزېدونکې نذرانه وړاندې کړه.>

8. نو حضرت هارون د قربانۍ ځای ته لاړ او د ځان دپاره یې د ګناه د نذرانې په توګه خوسی حلال کړ.

9. د هغه زامنو هغه ته وینه راوړله او هغه خپله ګوته په وینه کې غوټه کړه او له هغې څخه یې لږه د قربانۍ د ځای په برجونو باندې وسولوله. پاتې وینه یې د قربانۍ د ځای په بېخ کې توی کړه.

10. لکه څنګه چې څښتن په حضرت موسیٰ باندې امر کړی ؤ، هغه په قربانګاه باندې د ګناه د نذرانې څخه وازګه، پختورګي او د اینې ډېره ښه برخه وسوزوله.

11. مګر غوښه او پوستکی یې د کمپ څخه دباندې وسوزول.

12. حضرت هارون هغه حیوان حلال کړ چې د هغه د خپلې سوزېدونکې نذرانې دپاره ؤ. هغه ته خپلو زامنو وینه راوړله او هغه دا وینه د قربانۍ د ځای په څلورو خواو باندې وشیندله.

13. هغوی حضرت هارون ته سر او د حیوان نورې ټوټې ورکړې او هغه یې په قربانګاه باندې وسوزول.

14. هغه د نس دنننۍ برخې او شاتنۍ پښې ومینځلې او په قربانګاه باندې یې د سوزېدونکې نذرانې دپاسه وسوزولې.

15. بیا حضرت هارون هغه نذرانه راوړله چې د قوم دپاره وه. ده هغه وز چې د قوم د ګناه دپاره ؤ حلال کړ او هغه یې د ګناه د نذرانې دپاره وړاندې کړ، لکه څنګه چې هغه د خپلې ګناه دپاره وړاندې کړی ؤ.

16. همدارنګه هغه سوزېدونکې نذرانه راوړله او هغه یې د مقرراتو په مطابق وړاندې کړه.

17. بیا یې د غلې دانې نذرانه وړاندې کړه، له هغې څخه یې یو موټی واخیست او هغه یې په قربانګاه باندې برسېره پر هغې سوزېدونکې نذرانې چې هر سهار تیاریږي وسوزاوه.

18. حضرت هارون غویی او پسه د قوم دپاره د سلامتۍ د نذرانې په توګه حلال کړل. د هغه زامنو هغه ته وینه راوړله او هغه دا وینه د قربانۍ د ځای په څلورو خواو باندې وشیندله.

19. هغوی د غویي او د پسه وازګینې برخې، لم، د وازګې پرده، پختورګي او د اینې ډېره ښه برخه واخیستل

20. او هغه یې د حیواناتو په سینو باندې کېښودل او بیا حضرت هارون وازګه په قربانګاه باندې وسوزوله.

21. څنګه چې حضرت موسیٰ امر کړی ؤ، حضرت هارون د هغو حیواناتو سینې او شاتنۍ ښي پښې څښتن ته پورته ونیولې ترڅو دا وښایي چې هغه څښتن ته وقف شوې دي.

22. کله چې حضرت هارون د قربانیو مراسم سرته ورسول، نو خپل لاسونه یې د قوم خواته پورته ونیول او برکت یې ورته ورکړ او د قربانۍ د ځای څخه راکوز شو.

23. حضرت موسیٰ او حضرت هارون مقدسې خېمې ته ورننوتل. کله چې هغوی راووتل، قوم ته یې برکت ورکړ او د څښتن جلال ټول قوم ته ښکاره شو.

24. د څښتن له حضور څخه اور نازل شو او سوزېدونکې نذرانه او وازګینې برخې یې په قربانګاه باندې وسوزولې. کله چې ټول قوم هغه ولیدل نو د خوشالۍ چیغې یې ووهلې او په سجده شول.

About لاویان Chapter 9

Read لاویان Chapter 9 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of لاویان in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: لاویان
Chapter: 9
Testament: Old Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading لاویان. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading لاویان Chapter 9 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is لاویان Chapter 9?

لاویان Chapter 9 is part of the Book of لاویان in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete لاویان Chapter 9 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from زوړ عهد

  1. ارمیا Chapter 12
  2. ارمیا Chapter 21
  3. اول پادشاهان Chapter 5
  4. لاویان Chapter 10
  5. زبور Chapter 22
  6. اول پادشاهان Chapter 21
  7. لاویان Chapter 8

Explore More from لاویان

  1. لاویان Chapter 23
  2. لاویان Chapter 3
  3. لاویان Chapter 1
  4. لاویان Chapter 26
  5. لاویان Chapter 10
  6. لاویان Chapter 11
  7. لاویان Chapter 17

Related Chapters & Readings

  1. غزل غزلونه Chapter 2
  2. دوهم قرنتیانو ته Chapter 4
  3. اشعیا Chapter 12
  4. نحمیا Chapter 4
  5. زبور Chapter 76
  6. لاویان Chapter 13
  7. غلاطیانو ته Chapter 6
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *