ملاکي Chapter 2

For English

Read ملاکي Chapter 2 Online

Read ملاکي Chapter 2 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of ملاکي in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of ملاکي and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

ملاکي 2

فصل 2

1. ”ګورئ اوس دا حکم ستاسو دپاره دے، اے اِمامانو.

2. کۀ تاسو غوږ نۀ نيسئ، او کۀ تاسو د خپل زړۀ نه زما د نوم احترام نۀ کوئ،“ مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى، ”زۀ به په تاسو لعنت نازل کړم، او زۀ به ستاسو نعمتونه لعنتى کړم. په اصل کښې ما هغوئ د اول نه لعنتى کړى دى، ځکه چې تاسو د خپل زړۀ نه زما احترام ونۀ کړو.

3. ستاسو په وجه به زۀ ستاسو اولاد ورټم، زۀ به ستاسو په مخونو ستاسو د اختر د قربانو ګند واچوم، او تاسو به دې سره بهر وغورزولے شئ.

4. او تاسو به پوهه شئ چې ما تاسو ته دا حکم درلېږلے دے چې زما لوظ به د ليويانو سره جارى وى،“ مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى.

5. ”زما لوظ هغوئ سره وو، د ژوند او امن لوظ، او ما دا هغوئ ته ورکړو چې زما تعظيم وکړى، او هغوئ زما عزت وکړو او زما د نوم د دهشت نه ويرېدل.

6. رښتينے شريعت د هغوئ په خولۀ کښې وو او هيڅ دروغ د هغوئ په شونډو نۀ وو. هغوئ ما سره په امن او صداقت روان وُو، او ډېر يې د ګناه نه واړول.

7. د اِمام د خولې دا فرض دى چې صحيح تعليم خور کړى، او د هغۀ د خولې نه دې خلق د شريعت لټون وکړى، ځکه چې هغه د مالِک خُدائ ربُ الافواج پېغام رسوونکے دے.

8. خو تاسو اِمامان د خپلې صحيح لارې نه واوړېدئ او ستاسو د شريعت په وجه ډېرو تيندک خوړلے دے. د ليويانو سره زما شوے لوظ تا مات کړو،“ مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى.

9. ”نو په دې وجه ما تۀ د ټولو خلقو په وړاندې سپک او عاجز کړې، ځکه چې تا زما په طريقو عمل ونۀ کړو خو د شريعت په مسئلو کښې دې طرفدارى وکړه.“

10. آيا زمونږ ټولو پلار يو نۀ دے؟ آيا يو خُدائ پاک مونږ جوړ کړى نۀ يُو؟ مونږ بيا ولې په خپلو کښې د يو بل سره په بې‌وفائى کولو د خپل پلار نيکۀ د لوظ بې‌احترامى کوُو؟

11. يهوداه بې‌ايمانى وکړه. يو حرام عمل يې په اِسرائيل يعنې يروشلم کښې کړے وو، د هغه پاک کور چې مالِک خُدائ ورسره مينه کوله د هغه ښځو سره په وادۀ کولو چې بُت پرسته وې، يهوداه بې‌احترامى وکړه.

12. د هغه سړى دپاره چې څوک داسې کوى، چې هغه څوک هم وى، مالِک خُدائ دې هغه د بنى اِسرائيلو د قوم نه وشړى. کۀ هغه مالِک خُدائ ربُ الافواج ته نذرانې هم راوړى.

13. يو بل کار تاسو وکړئ، تاسو د مالِک خُدائ قربان‌ګاه په اوښکو ډکه کړئ. تاسو وژاړئ او زارى وکړئ ځکه چې نور هغه نۀ ستاسو نذرانو ته ګورى او نۀ يې ستاسو د لاسونو نۀ په خوشحالۍ سره قبلوى.

14. تاسو تپوس کوئ چې، ”ولې؟“ دا ځکه چې مالِک خُدائ ستا او ستا د ځوانۍ د ښځې په مينځ کښې ګواه دے، ځکه چې تا د هغې سره ټګى وکړه، اګر کۀ هغه ستا په ژوند کښې شريکه ده، او تا هغې سره نِکاح کړې ده.

15. آيا مالِک خُدائ تاسو دواړه يو نۀ کړئ؟ تاسو په زړۀ او ځان د هغۀ يئ. او خُدائ د دې نه څۀ غواړى؟ ځکه چې هغه نېک اولاد غواړى. نو د خپل زړۀ خيال ساته، او خپلې د ځوانۍ د ښځې سره ټګى مۀ کوه.

16. ”زۀ طلاق نه نفرت کوم،“ د بنى اِسرائيلو مالِک خُدائ فرمائى، ”او زۀ د هغه سړى نه نفرت کوم چا چې د ظلم جامې اغوستې وى،“ مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى. ”نو د خپل زړۀ خيال ساتئ، او ټګى مۀ کوئ.“

17. تاسو مالِک خُدائ په خپلو خبرو ستړے کړو. ”مونږ هغه څنګه ستړے کړو؟“ تاسو تپوس کوئ. په دې وئيلو سره چې، ”ټول بد کوونکى د مالِک خُدائ په نظر کښې ښۀ دى او هغه د هغوئ نه رضا دے،“ يا ”اِنصاف کوونکے خُدائ پاک چرته دے؟“

About ملاکي Chapter 2

Read ملاکي Chapter 2 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of ملاکي in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: ملاکي
Chapter: 2
Testament: Old Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading ملاکي. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading ملاکي Chapter 2 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is ملاکي Chapter 2?

ملاکي Chapter 2 is part of the Book of ملاکي in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete ملاکي Chapter 2 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from زوړ عهد

  1. ارمیا Chapter 12
  2. ارمیا Chapter 21
  3. اول پادشاهان Chapter 5
  4. لاویان Chapter 10
  5. زبور Chapter 22
  6. اول پادشاهان Chapter 21
  7. لاویان Chapter 8

Explore More from ملاکي

  1. ملاکي Chapter 3
  2. ملاکي Chapter 4

Related Chapters & Readings

  1. واعظ Chapter 2
  2. اعمال رسولان Chapter 24
  3. دانیال Chapter 5
  4. اعمال رسولان Chapter 9
  5. اول تواریخ Chapter 10
  6. دوهم قرنتیانو ته Chapter 8
  7. اول سموئیل Chapter 19
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *