Read قاضیان Chapter 15 Online
Read قاضیان Chapter 15 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of قاضیان in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of قاضیان and the Holy Bible online.
Choose a Chapter
قاضیان 15
فصل 15
1. څه موده وروسته د غنمو د لو په وخت کې شمشون د خپلې ښځې د لیدلو دپاره ورغی او هغې ته یې د سوغات په توګه یو سېرلی یووړ. شمشون د هغې پلار ته وویل: <زه غواړم چې د خپلې ښځې کوټې ته لاړ شم.>مګر هغه ورته اجازه ورنه کړه چې دننه لاړ شي.
2. هغه شمشون ته وویل: <ما په رښتیا فکر کاوه چې ته له هغې څخه کرکه کوې، نو هغه ما ستا ملګري ته ورکړه. خو د هغې کشره خور له هغې څخه ډېره ښایسته ده، د دې په ځای ته کولی شې د هغې سره واده وکړې.>
3. شمشون وویل: <دا ځل چې په فلسطینیانو باندې هرڅه وکړم زه به بې ګناه یم!>
4. نو هغه لاړ او درې سوه ګیدړان یې ونیول او یوه یوه جوړه یې لکۍ په لکۍ سره وتړل. بیا هغه د لکیو په هرې جوړې پورې یو یو څراغ وتاړه.
5. بیا یې څراغونو ته اور واچاوه او ګیدړان یې د فلسطینیانو په ولاړو فصلونو کې خوشې کړل. هغه د ګېډیو انبارونه او ولاړ فصلونه د انګورو او زیتونو د باغونو سره وسوزول.
6. کله چې فلسطینیانو پوښتنه وکړه چې <دا کار چا کړی دی؟>، کوم چا هغوی خبر کړل چې <دا کار شمشون کړی دی ځکه چې د هغه خسر چې د تمنې څخه دی، د شمشون ښځه د هغه ملګري ته واده کړې وه.> نو فلسطینیان لاړل او هغه ښځه او د هغې پلار یې ژوندي وسوزول.
7. شمشون هغوی ته وویل: <څرنګه چې تاسو داسې کار کړی دی، نو زه قسم خورم ترڅو چې ستاسو څخه مې د هغوی بدل نه وي اخیستی تر هغې پورې به ارام نه کښېنم.>
8. شمشون په هغوی باندې ډېره سخته حمله وکړه او ډېر نفر یې ورڅخه ووژل. بیا هغه لاړ او د عیطام د ګټ په سمڅه کې اوسېده.فلسطینیانو ته د شمشون له خوا ماتې
9. فلسطینیان لاړل او د یهودا په سیمه کې یې خېمې ودرولې او د لحي په ښارګوټي باندې یې حمله وکړه.
10. د یهودا خلکو پوښتنه وکړه: <تاسو ولې په مونږ باندې حمله کوئ؟>هغوی په ځواب کې وویل: <مونږ د دې پاره راغلي یو چې شمشون ونیسو او هغه کار ورسره وکړو کوم چې هغه زمونږ سره وکړ.>
11. نو د یهودا درې زره نفره د عیطام د ګټ سمڅې ته لاړل او شمشون ته یې وویل: <ته خبر نه یې چې فلسطینیان په مونږ باندې حکومت کوي؟ تا زمونږ سره څه وکړل؟>هغه په ځواب کې وویل: <کوم کار چې هغوی زما سره کړی ؤ، ما هم د هغوی سره هماغسې کار وکړ.>
12. هغوی ورته وویل: <مونږ د دې دپاره راغلي یو چې تا وتړو او فلسطینیانو ته دې وسپارو.>شمشون وویل: <زما سره قسم وخورئ چې تاسو به مې په خپله نه وژنئ.>
13. هغوی وویل: <صحیح ده، مونږ به ستا لاسونه وتړو او هغوی ته به دې وسپارو. مونږ به تا نه وژنو.> نو هغوی په دوو نویو رسۍ ګانو باندې د هغه لاسونه وتړل او د ګټ څخه یې بېرته راوست.
14. کله چې شمشون لحي ته ورسېد، فلسطینیان په منډه د هغه خواته ورغلل او چیغې یې وهلې. یوناڅاپه د څښتن روح هغه قوي کړ او هغه رسۍ ګانې یې چې د هغه لاسونه ورباندې تړل شوي وو لکه د سوزېدلي کتان په شان وشلولې او هغه ولوېدلې.
15. بیا شمشون د یوه داسې خره د ژامې هډوکی پیدا کړ چې په هماغو نژدې وختونو کې مردار شوی ؤ. هغه خپل لاس وراوږد کړ، هغه یې راواخیست او زر تنه یې ورباندې ووژل.
16. نو شمشون وویل:ما زر نفره ووژلد خره د ژامې په هډوکي باندېما د مړو څخه جوړې ډېرۍ ګانې کړلېد خره د ژامې په هډوکي باندې
17. کله چې هغه خپلې خبرې خلاصې کړې، نو د ژامې هډوکی یې په ځمکه وغورزاوه او هغه ځای یې د ژامې د هډوکي د غونډۍ په نوم یاد کړ.
18. بیا شمشون ډېر تږی شو، نو هغه څښتن ته فریاد وکړ او ویې ویل: <تا خپل بنده ته داسې لوی بری ورکړ. آیا اوس به له تندې څخه مړ کېږم او دې کافرو فلسطینیانو ته به په لاس ورځم؟>
19. بیا خدای هلته په لحي کې په ځمکه کې د یو تش ځای څخه اوبه جاري کړلې. شمشون هغه وڅښلې او بیا یې قوت وموند او تازه شو. نو هغه چینه یې د فریاد کوونکي د چینې په نوم یاده کړه او هغه تر اوسه پورې په لحي کې ده.
20. شمشون د فلسطینیانو د واکمنۍ په دوران کې شل کاله د اسراییلو یو مشر ؤ.
About قاضیان Chapter 15
Read قاضیان Chapter 15 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of قاضیان in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.
Book Information
Book: قاضیان
Chapter: 15
Testament: Old Testament
How to Read this Chapter
Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading قاضیان. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.
More Resources
Continue Reading the Bible
Continue reading قاضیان Chapter 15 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.
Frequently Asked Questions
What is قاضیان Chapter 15?
قاضیان Chapter 15 is part of the Book of قاضیان in the Holy Bible.
Can I read this chapter online?
Yes. You can read the complete قاضیان Chapter 15 online for free with easy chapter navigation.
More Chapters from زوړ عهد
- ارمیا Chapter 12
- ارمیا Chapter 21
- زبور Chapter 22
- اول پادشاهان Chapter 5
- لاویان Chapter 10
- لاویان Chapter 8
- لاویان Chapter 9
Explore More from قاضیان
- قاضیان Chapter 3
- قاضیان Chapter 18
- قاضیان Chapter 1
- قاضیان Chapter 12
- قاضیان Chapter 8
- قاضیان Chapter 13
- قاضیان Chapter 16