Read ارمیا Chapter 29 Online
Read ارمیا Chapter 29 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of ارمیا in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of ارمیا and the Holy Bible online.
Choose a Chapter
ارمیا 29
فصل 29
1. دا د هغه خط متن دے کوم چې يرمياه پېغمبر د يروشلم نه څپرکیل ته هغه مشرانو او اِمامانو، پېغمبرانو، او نورو ټولو خلقو ته څوک چې نبوکدنضر بادشاه د يروشلم نه څپرکیل ته جلاوطن کړى وُو،
2. هغۀ دا د هغه وخت نه وروستو وليکلو کله چې يهوياکين بادشاه، د هغۀ مور مَلِکه، د دربار خصيان آفسران، د يهوداه او يروشلم مشران، ماهِر کسان او کاريګران د يروشليم نه شړلى وُو.
3. هغۀ هغه خط د اِلعاسه د سافن زوئ او ګمرياه د خِلقياه زوئ په لاس ولېږلو، کوم چې د يهوداه بادشاه صدقياه د څپرکیل نبوکدنضر له ولېږلو. په هغې کښې دا ليکلے شوى وُو،
4. ”مالِک خُدائ ربُ الافواج، د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک هغه ټولو خلقو ته فرمائى کوم چې ما مالِک خُدائ هغوئ د يروشلم نه څپرکیل ته قېديان بوتلل،
5. خپل ځان له په څپرکیل کښې کورونه جوړ کړئ او په هغې کښې اوسېږئ. باغونه وکَرئ او د هغې نه خوراک کوئ.
6. تاسو ودونه وکړئ چې زامن او لوڼه مو پېدا شى. نو دغه شان بيا خپل زامن او لوڼه هم وادۀ کړئ چې د هغوئ هم بچى پېدا شى. تاسو په شمېر کښې زيات شئ نه چې کم شئ.
7. کوم ښار ته چې ما تاسو جلاوطن کړى يئ د دغه ښار خير غواړئ. او مالِک خُدائ ته د هغې دپاره دُعا کوئ، ځکه کۀ چرې په هغې کښې خير وى، نو تاسو به هم په خير يئ.
8. مالِک خُدائ، ربُ الافواج د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک تاسو ته فرمائى چې، خبردار، ستاسو په مينځ کښې چې کوم نبيان او فالبين اوسيږى چې هغوئ تاسو دوکه نۀ کړى. د هغوئ خوبونو ته توجو مۀ ورکوئ.
9. ځکه هغوئ تاسو ته زما په نوم د دروغو پېشګوئې کوى. هغوئ ما تاسو ته نۀ دى درلېږلى. مالِک خُدائ داسې فرمائى.
10. مالِک خُدائ فرمائى چې، کله چې په څپرکیل کښې ستاسو اويا کاله تېر شى، نو زۀ به ستاسو خوا ته راشم او خپله هغه د رحم وعده به پوره کړم چې تاسو بيا واپس خپل مُلک ته راولم.
11. مالِک خُدائ فرمائى چې، ما ته د هغه منصوبو پته ده زۀ چې کومې ستاسو دپاره لرم، هغه منصوبه چې تاسو آبادوى او خوشحالوى، نه چې تاسو ته نقصان رسوى، هغه منصوبه چې تاسو ته مستقبل او اُميد درکړى.
12. بيا به په هغه وخت تاسو ما ته مِنت زارى وکړئ، ما ته به رجوع وکړئ او ما نه به دُعا وغواړئ، او زۀ به ستاسو دُعا واورم.
13. تاسو به زما لټون کوئ او کۀ چرې په پوره زړۀ سره زما لټون وکړئ نو تاسو به مې پېدا کړئ.
14. مالِک خُدائ فرمائى چې، زۀ به تاسو ته اجازت درکړم چې ما پېدا کړئ. زۀ به ستاسو مُلک دوباره تاسو له درکړم. د هغه ټولو مُلکونو او ځايونو نه به تاسو واپس راولم په کومو کښې چې ما خوارۀ کړى وئ، او زۀ به تاسو هغه مُلک ته واپس راولم د کوم نه چې ما تاسو جلاوطن کړى وئ، مالِک خُدائ فرمائى.
15. تاسو ووايئ چې، مونږ دپاره مالِک خُدائ په څپرکیل کښې هم پېغمبران راپېدا کړى دى،
16. خو مالِک خُدائ ته غوږ ونيسئ چې هغه د هغه بادشاه په حقله فرمائى څوک چې د داؤد په تخت ناست دے او د هغه خلقو په حقله څوک چې په دې ښار کښې پاتې شوى دى، او ستاسو د مُلک خلقو په حقله څوک چې تاسو سره جلاوطن شوى نۀ وُو.
17. مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى چې، زۀ به په هغوئ باندې جنګ، قحط او وبا راولم او هغوئ به د هغه خرابو اينځرو په شان کړم چې د خوړلو قابل نۀ وى.
18. زۀ به په هغوئ جنګ، قحط او وبا نازله کړم او د هغوئ پسې به يم، او د دُنيا ټول نور قومونه چې هغوئ ته ګورى نو ورته به د يرې او دهشت مثال وى او چې چرته هم هغوئ خوارۀ کړم نو ټولو خلقو ته به يې د نفرت او سپکاوى باعث وګرځوم.
19. مالِک خُدائ فرمائى چې، ځکه چې هغوئ زما کلام ته غوږ نۀ نيولو، هغه پېغام چې ما بار بار د خپلو خادِمانو نبيانو په ذريعه هغوئ ته ورکړے وو. او تاسو جلاوطنو هم زما پېغام ته غوږ ونۀ نيولو، مالِک خُدائ فرمائى.
20. نو اوس تاسو ټولو اے جلاوطن شوو څوک چې ما د يروشلم نه څپرکیل ته لېږلئ د مالِک خُدائ کلام واورئ.
21. مالِک خُدائ ربُ الافواج، د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک د اخىاب د قولاياه د زوئ او د صدقياه د معسياه د زوئ په حقله فرمائى چې، هغوئ تاسو ته زما په نوم د دروغو پېشګويانې وکړى، زۀ به هغوئ نبوکدنضر د څپرکیل بادشاه ته حواله کړم، او هغه به هغوئ ستا د سترګو د وړاندې مړۀ کړى.
22. ځکه چې د هغوئ په وجه به، د يهوداه نه ټول جلاوطن شوى خلق څوک چې په څپرکیل کښې قېديان دى هغوئ به داسې ښېرې کوى، مالِک خُدائ دې تاسو سره د صدقياه او اخىاب په شان کار وکړى څوک چې د څپرکیل بادشاه په اور کښې سوزولى وُو.
23. ځکه چې هغوئ په بنى اِسرائيلو کښې شرمناک ګناهونه کړى دى، هغوئ د خپلو ګاونډيانو د ښځو سره د زنا باوجود، زما په نامه د دروغو پېغام خلقو ته وړاندې کړے دے د کوم چې ما هغوئ ته حُکم نۀ دے ورکړے. خو ما ته د هغوئ په حقله عِلم دے او په هغوئ باندې زۀ ګواه يم. مالِک خُدائ داسې فرمائى.“
24. مالِک خُدائ په څپرکیل کښې دا پېغام سمعياه نحلامى ته راولېږلو،
25. ”مالِک خُدائ ربُ الافواج د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک داسې فرمائى چې، تا په خپل اختيار سره يو خط صفنياه د معسياه زوئ، اِمام ته، او تا د دې نقل نورو اِمامانو او د يروشلم خلقو ته ولېږلو، چې په کښې تا وليکلو چې،
26. تۀ مالِک خُدائ د يهويدع په ځائ اِمام جوړ کړې او هغۀ تۀ د خپل کور مشر جوړ کړې. نو تا ته په کار دى چې هر يو ليونے کس چې په دروغو سره نبوت کوى د لرګى په کنده کښې بند کړې او په غاړه کښې ورته د اوسپنې زنځير واچوې.
27. نو بيا تاسو د عنتوت يرمياه ته زورنه ولې نۀ ده ورکړې، چا چې ستاسو په مينځ کښې د پېغمبرۍ دعوىٰ کوله او خلقو ته يې د پېغمبرۍ خبرې کولې؟
28. ځکه چې مونږ ته په څپرکیل کښې هغۀ پېغام راولېږلو، او پېشګوئې يې وکړه چې زمونږ په جلاوطنۍ کښې به ډېر وخت لګيږى. نو هغۀ ووئيل، تاسو په دې وجه کورونه جوړ کړئ او هلته په کښې اوسېږئ، باغونه وکَرئ او د هغې مېوې خورئ.“
29. صفنياه اِمام دا خط يرمياه نبى ته ولوستلو،
30. او بيا د مالِک خُدائ کلام په يرمياه نازل شو چې،
31. ”ټولو جلاوطنو ته خط ورولېږه او ورته وليکه چې، مالِک خُدائ د سمعياه نحلامى په حقله فرمائى چې، هغۀ د خپل ځان نه تاسو ته پېشګوئې کړې ده، او کۀ څۀ هم چې هغه ما تاسو ته نۀ دے درلېږلے. او هغۀ تاسو داسې تيار کړئ چې د هغۀ په دروغو باندې باور وکړئ.
32. نو بيا په دې وجه مالِک خُدائ داسې فرمائى چې، زۀ به سمعياه نحلامى او د دۀ اولاد ته په يقين سره سزا ورکړم. د هغۀ د خاندان نه به څوک هم ژوندى پاتې نۀ شى، او نۀ به هغوئ هغه احسانونه او نعمتونه وګورى کوم چې زۀ د خپل غوره شوى قوم سره کوم، ځکه چې هغۀ زما خلاف خلقو ته د سرکشۍ کولو لمسون وکړو، مالِک خُدائ فرمائى.“
About ارمیا Chapter 29
Read ارمیا Chapter 29 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of ارمیا in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.
Book Information
Book: ارمیا
Chapter: 29
Testament: Old Testament
How to Read this Chapter
Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading ارمیا. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.
More Resources
Continue Reading the Bible
Continue reading ارمیا Chapter 29 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.
Frequently Asked Questions
What is ارمیا Chapter 29?
ارمیا Chapter 29 is part of the Book of ارمیا in the Holy Bible.
Can I read this chapter online?
Yes. You can read the complete ارمیا Chapter 29 online for free with easy chapter navigation.
More Chapters from ارمیا
- ارمیا Chapter 12
- ارمیا Chapter 21
- ارمیا Chapter 5
- ارمیا Chapter 27
- ارمیا Chapter 16
- ارمیا Chapter 44
- ارمیا Chapter 35
Explore More from زوړ عهد
- ایوب Chapter 17
- مرثیې Chapter 1
- حزقیال Chapter 35
- اشعیا Chapter 44
- اشعیا Chapter 23
- ایوب Chapter 5
- دانیال Chapter 4