Read اشعیا Chapter 17 Online
Read اشعیا Chapter 17 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of اشعیا in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of اشعیا and the Holy Bible online.
Choose a Chapter
اشعیا 17
فصل 17
1. دا د دمشق په حقله پېغام دے، ”د دمشق ښار به تباه شى، او دا به تش د کنډرو يو ډېرے پاتې شى.
2. د عروعير ښارونه به د همېشه دپاره په کنډرو بدل شى. دا به د ګډو او څاروو دپاره د څرن زمکه وګرځى، چې هيڅ څوک به يې ترې نه نۀ شړى.
3. د اِسرائيل پاخۀ ښارونه به تباه شى او د دمشق بادشاهى به ختمه شى. کوم شاميان چې ژوندى پاتې وى نو هغوئ به د بنى اِسرائيلو په شان د شرم سره مخ شى. ما مالِک خُدائ، ربُ الافواج دا فرمائيلى دى.
4. په هغه ورځ به د اِسرائيل دبدبه ختمه شى او د دې مالدارى به په غريبۍ بدله شى.
5. اِسرائيل به د يو داسې پټى په شان وى چې غله ترې نه رېبلے شوې او راغونډه کړے شوې وى، دا به داسې وى لکه چې د رفائيم په وادۍ کښې يو پټے شاړ پروت وى او چې د دې نه هر څۀ وړلے شوى وى.
6. خو صرف يو څو کسان به پاتې شى او اِسرائيل به د زيتُونو د داسې ونې په شان وى چې د هغې نه ټول زيتون راټول کړے شوى وى خو صرف دوه درې دانې يې په آخرى سر باندې او يا يو څو يې په لاندې څانګو کښې پاتې وى. ما مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک دا فرمائيلى دى.“
7. په هغه وخت به خلق په خپل خالِق بهروسه کوى، او هغوئ به د بنى اِسرائيلو په مقدس ذات منحصر وى.
8. هغوئ چې په خپلو لاسونو کومې قربانګاه جوړې کړې دى هغوئ به په دې باندې نور يقين نۀ ساتى، او د اشيرې بُت په نښو او د خوشبودارو مصالحو سوزولو په قربانګاه باندې به يې اعتبار ختم شى.
9. په هغه وخت به د هغوئ پاخۀ ښارونه شاړ او ويجاړ شى او د هغه ښارونو په شان به په کنډرو بدل شى لکه څنګه چې حِويانو او اموريانو په هغه وخت کښې پرېښى وُو چې هغوئ د بنى اِسرائيلو نه تښتېدل.
10. افسوس، تاسو خپل د خلاصون خُدائ پاک هېر کړے دے او هغه مضبوط ګټ درته نۀ دے ياد چې تاسو پرې پناه اخستے شئ. خو تاسو د پردى مُلک د معبود د عبادت دپاره ښائسته باغونه کَرلى دى.
11. خو چې کله تاسو کَرلى وى نو کۀ هم په هغه سحر دا غوټۍ او ګلونه هم شى، نو هيڅ پېداوار به يې نۀ وى. تشه بيمارى او لاعلاجه درد به درته ملاويږى.
12. بېشمېره قومونه د سمندر د شور په شان شور کوى، هغوئ داسې شور کوى لکه چې لوئې لوئې چپې په خپلو کښې جنګيږى.
13. اګر کۀ هغوئ د سمندر د تېزو چپو په شان شور کوى، خو خُدائ پاک به هغوئ خاموش کړى او هغوئ به وتښتى. هغوئ به داسې تښتى لکه څنګه چې هوا بوس زغلى، يا څنګه چې دوړې په طوفان کښې الوځى.
14. په ماښام کښې به اِسرائيل سخت ويريږى، خو تر سحره به د هغوئ ټول دشمنان مړۀ وى. دا به د هغوئ قسمت او اَنجام وى چې څوک زمونږ د لوټ کولو کوشش کوى.
About اشعیا Chapter 17
Read اشعیا Chapter 17 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of اشعیا in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.
Book Information
Book: اشعیا
Chapter: 17
Testament: Old Testament
How to Read this Chapter
Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading اشعیا. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.
More Resources
- 📱 Hindi Android Bible App
- 📱 Hindi Christian Songs from waytochurch
- 📖 Read on Malayalam Christian Songs – madely
Continue Reading the Bible
Continue reading اشعیا Chapter 17 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.
Frequently Asked Questions
What is اشعیا Chapter 17?
اشعیا Chapter 17 is part of the Book of اشعیا in the Holy Bible.
Can I read this chapter online?
Yes. You can read the complete اشعیا Chapter 17 online for free with easy chapter navigation.
More Chapters from اشعیا
- اشعیا Chapter 1
- اشعیا Chapter 25
- اشعیا Chapter 18
- اشعیا Chapter 66
- اشعیا Chapter 54
- اشعیا Chapter 51
- اشعیا Chapter 33
Explore More from زوړ عهد
- زبور Chapter 26
- دوهم تواریخ Chapter 12
- دانیال Chapter 8
- اول پادشاهان Chapter 7
- تثنیه Chapter 14
- اول پادشاهان Chapter 15
- پیدایښت Chapter 48