ارمیا Chapter 19

For English

Read ارمیا Chapter 19 Online

Read ارمیا Chapter 19 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of ارمیا in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of ارمیا and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

ارمیا 19

فصل 19

1. مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل چې، ”لاړ شه او د کُلال نه يو د خټو منګے په بيعه واخله. او ځان سره د خلقو يو څو مشران او لوئ اِمامان بوځه.

2. او د بنى‌هنوم وادۍ ته لاړ شه، او د کُلالانو د ماتو لوښو دروازې ته مخامخ هلته هغه پېغام خلقو ته بيان کړه کوم چې زۀ تا له درکوم.

3. مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل چې هغوئ ته داسې ووايه، اے د يهوداه بادشاهانو او د يروشلم خلقو، مالِک خُدائ، ربُ الافواج د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک فرمائى چې زۀ به په دې ځائ دومره سخت افت راولم، او چې څوک يې هم واورى نو د هغۀ غوږونه به وبوګنيږى.

4. ځکه چې زۀ هغوئ پرېښے يم او دا ځائ يې غېرو معبودانو ته حواله کړو، او په دې ځائ کښې هغوئ هغه معبودانو ته داسې قربانۍ پېش کړې چې هغه نۀ دوئ په خپله او نۀ د دوئ پلار نيکۀ او نۀ د يهوداه بادشاهانو پخوا کړى وى. هغوئ دا زمکه د بې‌ګناه خلقو په وينو تويولو سره ډکه او رنګ کړه.

5. او هغوئ د بعل بُت دپاره علاقائى عبادتخانې جوړې کړې دى چې خپل بچى هلته په کښې د سوزېدونکى قربانۍ په توګه بعل بُت ته پېش کړى. د داسې کار ما نۀ هغوئ ته حکم ورکړے دے او نۀ مې په خيال خاطر کښې راغلى دى،

6. نو مالِک خُدائ فرمائى چې خبردار، هغه وخت راروان دے چې خلق به نور دې ځائ ته د ”توفت“ يا بنى‌هنوم وادى ونۀ وائى، بلکې دا به ”د قتل و غارت د وادۍ“ په نوم مشهوره شى.

7. په دې ځائ کښې به زۀ د يهوداه او د يروشلم د خلقو ټولې منصوبې تباه کړم. زۀ به هغوئ د هغه دشمن په لاس ووژنم، څوک چې د دوئ وينو ته تږى ناست دى، او زۀ به د دوئ لاشونه د هوا د مارغانو او د ځنګلى ځناورو خوراک کړم.

8. زۀ به يروشلم تباه کړم، او د خلقو د خندا به يې کړم. څوک هم چې په دې لار تېريږى نو د هغوئ په تباهۍ به حق حېران شى.

9. زۀ به د هغوئ دشمنان څوک چې د هغوئ د وينو تږى دى راپاڅوم چې د دوئ ښار نه ګېره واچوى او دوئ ته غټ تکليف ورسوى. او دا ګېره به دومره سخته وى چې دوئ به د خپلو ماشومانو او ګاونډيانو په خوړلو شروع وکړى.

10. بيا مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل چې هغه کسان چې تا خپل ځان سره بوتلى دى د هغوئ په وړاندې دا منګے چې تا سره دے مات کړه.

11. او هغوئ ته ووايه چې مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائيلى دى، زۀ به د دې منګى په شان دا قوم او دا ښار ټوټې ټوټې کړم چې د بيا جوړېدو امکان به يې نۀ وى. په هغه وخت کښې به هغوئ خپل مړى په توفت کښې ښخوى، تر هغې پورې چې د ښخولو نور ځائ پاتې نۀ شى.

12. مالِک خُدائ فرمائى چې، زۀ به دې ښار او د دې د اوسېدونکو سره هم دغه رنګ وکړم. او د دوئ سره به د توفت په شان پليت سلوک وکړم.

13. زۀ به د يروشلم ټول کورونه، د يهوداه د بادشاهانو شاهى محلونه لکه د توفت په شان پليت وګرځوم، چا چې د خپلو کورونو په چتونو ستورو ته قربانۍ پېش کړې دى، او د څښلو نذرانې يې نورو بُتانو ته پېش کړې دى.“

14. نو بيا يرمياه د توفت نه راواپس شو، کوم ځائ ته چې مالِک خُدائ هغه د پېغام ورکولو دپاره لېږلے وو. نو بيا هغه د مالِک خُدائ د کور په دربار کښې ودرېدو او ټولو خلقو ته يې وفرمائيل چې،

15. ”مالِک خُدائ ربُ الافواج، د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک فرمائى چې زۀ به په دې ښار او د دې نه ګېرچاپېره ښارونو هغه ټول افتونه راولم چې د کومو ما وړاندې ذکر کړے دے، ځکه چې تاسو په سرکشۍ سره زما خبرو اورېدلو ته تيار نۀ يئ.“

About ارمیا Chapter 19

Read ارمیا Chapter 19 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of ارمیا in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: ارمیا
Chapter: 19
Testament: Old Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading ارمیا. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading ارمیا Chapter 19 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is ارمیا Chapter 19?

ارمیا Chapter 19 is part of the Book of ارمیا in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete ارمیا Chapter 19 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from ارمیا

  1. ارمیا Chapter 12
  2. ارمیا Chapter 21
  3. ارمیا Chapter 5
  4. ارمیا Chapter 16
  5. ارمیا Chapter 35
  6. ارمیا Chapter 27
  7. ارمیا Chapter 44

Explore More from زوړ عهد

  1. حزقیال Chapter 36
  2. زبور Chapter 4
  3. ایوب Chapter 25
  4. اشعیا Chapter 29
  5. شمېر Chapter 24
  6. واعظ Chapter 4
  7. پیدایښت Chapter 50

Related Chapters & Readings

  1. اعمال رسولان Chapter 24
  2. دوهم قرنتیانو ته Chapter 6
  3. اعمال رسولان Chapter 15
  4. دانیال Chapter 4
  5. اول پادشاهان Chapter 12
  6. متلونه Chapter 17
  7. ارمیا Chapter 50
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *