اول سموئیل Chapter 1

For English

Read اول سموئیل Chapter 1 Online

Read اول سموئیل Chapter 1 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of اول سموئیل in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of اول سموئیل and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

اول سموئیل 1

فصل 1

1. یو سړی چې القانه نومېده او د افرایم د قبیلې څخه ؤ، د افرایم د غرنۍ سیمې په رامه کې اوسېده. پلار یې یروحام او نیکه یې الیهو ؤ. الیهو د توحو زوی او د صوف د کورنۍ څخه ؤ.

2. القانه دوه ښځې درلودلې، د یوې نوم حنا او د بلې نوم فنینه ؤ. فنینې اولادونه درلودل خو حنا اولاد نه درلود.

3. القانه به هر کال د مطلق قادر څښتن د عبادت او د قربانۍ د ادا کولو دپاره د خپل ښار څخه شیلوه ته تله. د عیلي دوه زامن حفني او فینحاس هلته د څښتن کاهنان وو.

4. په کومه ورځ به چې القانه قرباني کوله، نو هغه به د غوښې یوه برخه خپلې ښځې فنینې ته او یوه یوه برخه به یې د هغې ټولو زامنو او لورګانو ته ورکوله.

5. څرنګه چې حنا پرې ګرانه وه، که څه هم هغې اولاد نه درلود، خو هغې ته به یې د یوې برخې څخه زیاته غوښه ورکوله.

6. د هغې بنې فنینې به هغه ځوروله او سپکوله به یې، ځکه چې څښتن هغه شنډه کړې وه.

7. هر کال به داسې کېدل، چې کله به حنا د څښتن کور ته تلله نو د هغې بنې فنینې به هغه دومره خفه کوله تر دې پورې چې هغې به ژړل او هیڅ شی به یې نه خوړل.

8. د هغې میړه القانه به له هغې څخه پوښتنه کوله: <ای حنا، ولې ژاړې؟ ولې څه نه خورې؟ ولې همېشه دومره خفه یې؟ آیا زه د ستا دپاره د لسو زامنو څخه ښه نه یم؟>

9. یو ځل کله چې هغوی په شیلوه کې د څښتن په کور کې د خوړلو او څښلو څخه وزګار شول، حنا پاڅېده. په دې وخت کې عیلي کاهن د څښتن د کور په دروازه کې په خپلې چوکۍ باندې ناست ؤ.

10. حنا ډېره خفه وه او ډېر سخت یې وژړل او څښتن ته یې دعا وکړه.

11. هغې نذر وکړ او ویې ویل: <ای مطلق قادر څښتنه، که چېرې ته په ما غمزپلې رحم وکړې او زما دعا قبوله کړې او ماته یو زوی راکړې، نو زه وعده کوم ترڅو چې ژوندی وي هغه به تاته نذرانه کړم او د هغه سر به هیڅکله هم ونه خرایل شي.>

12. حنا د زیات وخت دپاره څښتن ته دعا کوله. عیلي کاهن ورته ځیر شو او ویې لیدل چې د هغې شونډې خوځېدلې.

13. هغې په خپل زړه کې دعا کوله، یوازې د هغې شونډې خوځېدلې خو اواز یې نه اورېدل کېده. نو عیلي ګمان کاوه چې هغه نېشه ده.

14. او هغې ته یې وویل: <ترڅو پورې به نېشه یې؟ شراب دې پرېږده.>

15. حنا ځواب ورکړ: <نه، باداره، زه نېشه نه یم. زه هغه ښځه یم چې ډېر کړاونه مې ګاللي دي، ما شراب نه دي څښلي، زه خپلې سختۍ د څښتن حضور ته وړاندې کوم.

16. دا فکر مه کوه چې زه خرابه ښځه یم، زه د ډېر غم او خفګان څخه دلته داسې دعا کوم.>

17. عیلي ځواب ورکړ: <په خیر لاړه شه، د اسراییلو خدای دې هغه څه درکړي چې تا ورڅخه غوښتي دي.>

18. هغې وویل: <په خپلې خدمتګارې باندې مهربانه شې.> بیا هغه په خپله لاره روانه شوه، یو څه یې وخوړل او نوره خفه نه وه.

19. القانه او د هغه کورنۍ سبا سهار وختي پاڅېدل، د څښتن عبادت یې وکړ او دوی خپل کور ته چې په رامه کې ؤ بېرته ستانه شول. القانه د خپلې ښځې حنا سره څملاست او خدای د هغې دعا قبوله کړه.

20. څه موده وروسته حنا امیدواره شوه او زوی یې پیدا شو او په هغه باندې یې سموئیل نوم کېښود. هغې څرګنده کړه: <ځکه چې هغه مې د خدای څخه غوښتی ؤ.>

21. هغه وخت بیا راغی چې القانه او د هغه کورنۍ شیلوه ته لاړل چې څښتن ته کلنۍ قرباني او خپل نذر وړاندې کړي.

22. حنا لاړه نشوه. هغې خپل میړه ته وویل: <کله چې هلک د تي څخه بېل کړای شو زه به هغه د څښتن تعالیٰ کور ته بوځم او هغه به هلته ټول عمر پاتې شي.>

23. القانه هغې ته وویل: <څه چې ستا په نظر کې ښه ښکاري هغه وکړه. ترڅو چې هلک د تي څخه بېلیږي په کور کې پاتې شه، څښتن دې خپله وعده پوره کړي.> نو ښځه هلته پاتې شوه او خپل زوی ته یې شیدې ورکولې.

24. وروسته له هغې چې هغه د تي څخه بېل کړای شو، هلک لا وړوکی ؤ. هغه یې د ځان سره واخیست او د یو درې کلن غویي، لس کیلوګرامه اوړو او د یو ژي د انګورو د شرابو سره یې د څښتن کور ته چې په شیلوه کې ؤ یووړ.

25. کله چې هغوی غویی حلال کړ هلک یې عیلي ته راوست.

26. حنا هغه ته وویل: <ای صاحبه! ستا په نامه باندې قسم خورم چې زه هغه ښځه یم چې دلته ستا په څنګ کې ولاړه وم او څښتن ته مې دعا کوله.

27. ما د همدې ماشوم دپاره دعا کړې وه او څه چې مې د څښتن څخه غوښتی ؤ هغه یې راکړ.

28. نو اوس هغه څښتن ته وقفوم، ترڅو چې هغه ژوندی وي هغه به د څښتن وي.>نو هغوی هلته د څښتن عبادت وکړ.

About اول سموئیل Chapter 1

Read اول سموئیل Chapter 1 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of اول سموئیل in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: اول سموئیل
Chapter: 1
Testament: Old Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading اول سموئیل. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading اول سموئیل Chapter 1 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is اول سموئیل Chapter 1?

اول سموئیل Chapter 1 is part of the Book of اول سموئیل in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete اول سموئیل Chapter 1 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from اول-سموئیل

  1. اول سموئیل Chapter 26
  2. اول سموئیل Chapter 10
  3. اول سموئیل Chapter 6
  4. اول سموئیل Chapter 24
  5. اول سموئیل Chapter 19
  6. اول سموئیل Chapter 13
  7. اول سموئیل Chapter 4

Explore More from زوړ عهد

  1. اول سموئیل Chapter 28
  2. اشعیا Chapter 46
  3. پیدایښت Chapter 34
  4. ایوب Chapter 22
  5. حزقیال Chapter 11
  6. حزقیال Chapter 30
  7. زبور Chapter 74

Related Chapters & Readings

  1. حزقیال Chapter 33
  2. یشوع Chapter 15
  3. دوهم تواریخ Chapter 6
  4. اول تواریخ Chapter 13
  5. اول پادشاهان Chapter 1
  6. متلونه Chapter 26
  7. تثنیه Chapter 8
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *