Read اشعیا Chapter 8 Online
Read اشعیا Chapter 8 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of اشعیا in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of اشعیا and the Holy Bible online.
Choose a Chapter
اشعیا 8
فصل 8
1. مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل، ”د ليکلو دپاره يوه لويه تخته واخله او په هغې باندې صفا صفا دا وليکه چې، د تېزۍ مال غنيمت او زر زر لوټ مار.“
2. ما د اورِياه اِمام او د يبرکياه زوئ زکرياه په وړاندې دا وليکل او دا دواړه کسان ايمانداره ګواهان وُو.
3. بيا زۀ د خپلې پېغمبرې ښځې سره څملاستم، هغه اُميدواره شوه او يو زوئ مو پېدا شو، نو مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل، ”په هغۀ باندې ”د تېزۍ مال غنيمت او زر زر لوټ مار“ نوم کېږده.
4. د هغې نه وړاندې چې ماشوم دومره لوئ شى چې ابو او امى وئيلے شى، نو د دمشق ټول مال دولت او د سامريه ټول مال غنيمت به د اسور بادشاه لوټ کړے وى.“
5. نو مالِک خُدائ يو ځل بيا ما سره کلام وکړو. هغۀ وفرمائيل،
6. ”دې خلقو د شيلوخ قلارې روانې اوبۀ رد کړې دى او د رضين بادشاه او فقح بادشاه نه يرېدلى دى.
7. نو په دې وجه به زۀ، مالِک خُدائ د اسور بادشاه او د هغۀ ټول لښکر راولم چې په يهوداه حمله وکړى. د هغۀ لښکر به داسې وړاندې راشى لکه چې د فرات د سيند اوبۀ د غاړو نه راوړېدلې وى.
8. هغوئ به د سېلاب په شکل کښې د يهوداه نه تېر شى، اے عمانوايله، اوبۀ به لکه د مرغۍ د وزرو په شان خوَرې وى او ستا ټول مُلک به يې نيولے وى. او خلق به يې تر مرۍ مرۍ پورې پټ کړى وى.“
9. اے قومونو، په يره يره کښې راغونډ شئ. اے د دُنيا لرې مُلکونو واورئ. د جنګ دپاره تيار شئ، خو تاسو به چخڼى کړے شئ. آو، تيار شئ، خو تاسو به چخڼى کړے شئ.
10. تاسو چې څۀ منصوبې هم جوړَوئ هغه به بېفائدې وى. تاسو چې څۀ فېصله هم کوئ هغه به ناکام کيږى، ځکه چې خُدائ پاک زمونږ مل دے.
11. مالِک خُدائ زۀ کلک ونيولم او خبردارے يې راکړو چې په هغه لار به نۀ ځې چې په کومه به نور خلق تلل. هغۀ وفرمائيل،
12. ”هره خبره سازش مۀ ګڼه څنګه چې يې دا قوم ګڼى او د هغه څيزونو نه مۀ يرېږه چې کوم نه دوئ يريږى.
13. مالِک خُدائ، ربُ الافواج مقدس ګڼئ، د هغۀ نه دهشت خورئ او د هغۀ نه يره کوئ.
14. بيا به هغه تاسو محفوظ ساتى. خو هغه به د اِسرائيل او د يهوداه دپاره يو داسې کاڼے وى چې د تيندک باعث به جوړيږى، او خلق به پرې تيندک وخورى او راوبه غورزيږى. او د يروشلم د خلقو دپاره به هغه يو دام او يو جال جوړ شى.
15. په هغوئ کښې به ډېر تيندک وخورى راوبه غورزيږى او ټوټې ټوټې به شى. هغوئ به په دام کښې راګېر شى.“د مړو د روحونو سره د مشورې کولو خِلاف خبردارے
16. د څۀ تعليم چې ما ورکړو، نو هغه دې په طومار کښې درج کړے شى او زما شاګردانو له دې ورکړے شى.
17. زۀ به د مالِک خُدائ انتظار کوم او د هغۀ نه به اُميد ساتم، اګر چې هغۀ د يعقوب خاندان رد کړے دے.
18. زۀ دلته د هغه بچو سره يم چې کوم مالِک خُدائ ما له راکړى دى. هغه مالِک خُدائ، ربُ الافواج چې د هغۀ تخت د صيون په غر باندې دے، هغۀ مونږ اِسرائيل له د نښې او خبردارى په توګه رالېږلى يُو.
19. کۀ څوک تاسو ته ووائى چې، ”د قسمت ښودونکو او مړو روحونو سره خبرو والا نه پته وکړئ، د هغوئ نه چې په نرى آواز سره يا په ګونګسو کښې خبرې کوى،“ هغوئ به وائى، ”د هر څۀ نه به ښۀ نۀ وى چې خلق د خپلو معبودانو سره مشوره وکړى؟ د ژوندو د خاطره مونږ د مړو د روحونو سره ولې مشوره ونۀ کړُو؟“
20. د مالِک خُدائ هداياتو او تعليماتو ته ګورئ. هغه خلق څوک چې د هغۀ د کلام په مطابق پېغام نۀ اوروى نو د هغوئ مستقبل ښۀ نۀ وى.
21. هغوئ به په هغه مُلک کښې سرګردانه ګرځى، اوږى او بېحوصلې به وى. د لوږې نه به غصه وى او خپل بادشاه او خُدائ پاک ته به کنځل کوى. هغوئ کۀ آسمان ته سترګې پورته کړى
22. يا کۀ زمکې ته ګورى، خو هغوئ ته به د پرېشانۍ، مصيبت او تيارې نه بغېر هيڅ هم نۀ ښکارى، په تکه توره او يروونکې تيارۀ کښې به وغورزولے شى.
About اشعیا Chapter 8
Read اشعیا Chapter 8 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of اشعیا in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.
Book Information
Book: اشعیا
Chapter: 8
Testament: Old Testament
How to Read this Chapter
Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading اشعیا. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.
More Resources
Continue Reading the Bible
Continue reading اشعیا Chapter 8 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.
Frequently Asked Questions
What is اشعیا Chapter 8?
اشعیا Chapter 8 is part of the Book of اشعیا in the Holy Bible.
Can I read this chapter online?
Yes. You can read the complete اشعیا Chapter 8 online for free with easy chapter navigation.
More Chapters from اشعیا
- اشعیا Chapter 1
- اشعیا Chapter 25
- اشعیا Chapter 66
- اشعیا Chapter 54
- اشعیا Chapter 18
- اشعیا Chapter 51
- اشعیا Chapter 33
Explore More from زوړ عهد
- واعظ Chapter 12
- ارمیا Chapter 45
- زبور Chapter 24
- ایوب Chapter 11
- یونس Chapter 1
- تثنیه Chapter 29
- ارمیا Chapter 40